تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: مور مي په زوره روژه را ماته کړه
 
  March 3, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۴۲۹)

نوم: ح. عمري                                                                                    

سوال : زه چي کله لویه شوم زما اول کال وو چي زه روژه ونیسم د روژې په اوله ورځ مي مور نه وه خبره چي دا لویه ده ما ته يې وویل چي روژه مه نیسه په ما يې په زوره روژه ماته کړه ما هم روژه وخوړل اوس به زه ۶۰ روژې نیسم که څنګه وکړم؟ که ماته معلومات راکړی مهرباني به مو وي.

جواب :

حامداً ومصلياً

انسان چي بالغ سي پرهغه روژه فرض ده. که چيري تاد روژې نيت نه واى کړی او روژه دي خوړلې واى بيا پر تاباندي يوازي ددغې روژې قضاء وه،  اوس چي تا روژه  نيولې وه او مور دي په زوره درباندي ماته کړه  نو  دا د مور  زور د هغو عذرنو څخه نه دى چي په هغه سره روژه ماتول روا کيږي (١). 

تا بيله شرعي عذره د رمضان روژه ماته کړې ده نو ځکه پر تاباندي (٦٠) روژې د کفاري دي او  څومره روژې چي دي خوړلي دي د هغو قضاء ده او دا شپيته روژې به هم يو ځای نيسې په مابين کي به يې نه خورې مګر هغه د ښځي د مرض ورځي  .


 جواب : مولوي عبدالهادي
 الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم السلام دالافتاء
کندهار ، افغانستان 


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): فصل في العوارض المبيحة لعدم الصوم  وقد ذكر المصنف منها خمسة ، هِيَ السَّفَرُ وَالْحَبَلُ وَالْإِرْضَاعُ وَالْمَرَضُ وَالْكِبَرُ. الدرالمختار مع الرد المحتار: ج۲ ، ص۱۲۵.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته