تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تعذیب نه تأدیب!
  تعلیم الاسلام
  July 24, 2016
  0
رالېږونکی: حمدالله حلمیار
 
 

 

د مشرقي خلګ ماشومانو ته حيوانان وایي. سم وایي ځکه ماشومان رښتیا هم لکه حيوانان داسي دي د وهلو او ډبولو سره سره له خپلي شوخي او شرارت نه لاس نه اخلي . کله کله مور او پلار ماشومان دومره زیات ډبوي چي اخر د ماشوم پر تربیه ډېر ناوړه اغیز وکړي ، مور و پلار ورته خپل دښمنان بریښي جرأت او استعداد یې ترې وړل کیږي . نو که غواړئ چي د ماشومانو د پرلپسې شرارت له کبله د ماشومانو په وهلو ډبولو لاس پوري نه کړئ اوماشومانو ته د تعذیب پر ځای د تأدیب څخه کار واخلئ نو لاندي څو مشوري ښه په غور ولولئ:

 

 

 

 

 

 

 

وګورئ چي ماشومان مو غلطي قصداً ترسره کوي او که د ناپوهي له کبله ، که چیرته ماشوم دا کار قصداً کاوه ، نو بیا ماشوم کښېنوئ نصیحت ورته وکړئ او د تأدیب په خاطر سزا ورکړئ ، په سزا کي ماشوم ته اختیار ورکړئ مثلاً:

 

 
 

 

الف : د یوې اوونۍ لپاره به له خپلو ملګرو سره نه ګوري .

 

 
 

 

ب: د جیب  خرڅ نه به نه ورکول کیږي .

 

 
 

 

ج: له امتيازاتو بې برخي کیږي .

 

 

 

 

 

 

 

ماشوم به له پورته سزاوو یوه خوښه کړي او ورسره به په دې هم پوه سي چي دا سزا ماته ده کومي ګناه په بدل کي راکول کیږي چي عموماً ماشومان بیا قصداً دا کار نه تکراروي.

 

 

 

 

 

 

 

 که چیري ماشوم په ناپوهي سره دا کار کړی وو نو بیا باید ماشوم پوه کړل سي چي کوم کار ته کوې دا ناوړه کار دی ، دا باید تکرار نسي که چیرته بیا هم خپل شرارت تکرار کړې ، نو ماشوم ته لکه مخکي چي مو وویل درې اختیاره ورکړئ چي ماشوم سزا ځان ته پخپله وټاکي او د سزا ګاللو پرمهال به ضرور دا فکر کوي چي ماته دا سزا ولي راکول کیږي ځکه تاسو به هغه مخکي لا په خپله ګناه پوه کړی وي .

 

 

 

 

 

 

 

په څلورم قدم کښي که چیري ماشوم بیا هم پر لار نسو نو د تأدیب سره سره دي لږ تهديد هم سي.(او د ښه کار کولو په وخت کي باید انعام یا جایزه ورکول سي او تشویق سي).

 

 

 

 

 

 

 

ماشوم ته په سزا کي اختیار ورکول هم په انساني معاشره کي قراني نسخه ده ځکه الله جل جلاله هم موږ انسانانو ته د کفارې د ادا کولو لپاره څو اختیاره راکړي دي لکه روژي نیول، فدیه ورکول، مسکینان مړول او نور .

 

 

 

 

 

ماشومانو ته باید په نرمي سره نصیحت وسي او له غوصې څخه کار وانخيستل سي ځکه چي ډیر وهل ډبول بې ځایه غوصه ماشومانو باندي بد اغیز کوي .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته