تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په رخصتیو کي د ماشومانو مصروف ساتل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 9, 2020
  0

ژباړه: شیر احمد اغا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د کرونا وایروس په رخصتیو کي د کوچنیانو د فعال ساتلو لاري چاري

 

په دې ورځو کي چي ټول خلک او ماشومان د کرونا وایروس له امله باید په کور کي پاته سي، والدینو ته پکارده چي خپل اولادونه مصروف او له تعلیمي اړخه فعال وساتي. دا چي څه باید وسي، دلته یې درته څو مهم ټکي په نښه کوو :


* ورځي يې په څو برخو ووېشئ او مختلف فعالیتونه پکښي ورته وسپارئ.  


* د سیرت یا قصص النبیین مسلسله لړۍ ورته شروع کړی، باور وکړئ دا به ان شاءالله ډیره جالبه تمامه سي. 


* د یو خاص سورت د حفظ کولو سیالي په کار واچوئ، همداسي نور اسلامي او عصري مضامینو سیالي ورته رامنځ ته کړئ چي دوی خسته نسي.       
 

* که امکان ولري، په یو کوچنۍ باغچه کي ورته د ډول ډول شیانو د کرلو لارښوونه وکړئ، دا ماشوم ته د ژوند مسؤليت پرغاړه اخیستل، حوصله، غذا تیارول او د یو شي د روزلو درس ورکوي.
 

* پر اوسنیو سختو حالاتو باندي د دوی د خپل ځان په اړه د یو ژوند لیک لیکلو وظیفه ورکړئ.
 

* هغه څه ور زده کړئ، چي په تعلیمي مرکزونو کي یې نه سي زده کولای لکه : پخلی کول، یا د شیانو تنظیم او ترتیبول او داسي نور.
 

* په خاصو ورځو کښي لکه (د جمعې ورځ، باراني ورځ)  په کور کي ورسره ځيني لوبي وکړئ، او یا ورته د دوی خپل منځنۍ لوبي تیاري کړئ.
 

* د یوه داسي هیواد په باره کښي چي دوی یې تر اوسه په هکله معلومات نه لري، د معلوماتو د را ټولولو او پلټلو سپارښتنه وکړئ.
 

* په کور دننه کي د شته سامانو څخه ورته د لوبو کوچنی کور جوړ کړئ یا نور کاغذي شیان ورته جوړ کړئ.


 

 

* د شاوخوا سیمي د نقشې په رسم کولو سره دي، د بایسکل د تګ پر ډول د یوې ساحې څخه وه بلي ساحې ته د حرکت اشاره وکړي.
 

* په وړاندي يې ساده، ونډه اخیستونکی او نوښتګر واوسئ، تر عادي وختونو زیات ورته ځواب مثبت (هو) ووایاست، ساینسي تجربې او مختلفي لوبي ورسره وکړئ.
 

* د لوړ عمر لرونکو ماشومانو ته د نیالګیو او نورو نباتاتو روزل، پخلی کول، مالي چاري، د ځينو عراده جاتو اسانه تخنیکي ستونزي حلول، د ځينو بې ضرره تخنیکي سامان الاتو استعمال او نوري داسي مهمي چاري چي دوی ورسره بلدتیا نه لري، ور زده کړئ.
 

* د ځینو لاسي صنایعو د زده کړي لپاره ورته ځیني د ارزانه سامان رانیسئ، او یا د کور له شته وسایلو څخه ځیني لاسي صنایع وروښیاست، یا د موټر او یا نورو تخنیکي شیانو جوړول، له تخنیکي شیانو څخه هاخوا مستې تومنه کول، د ماشومانو نجونو لپاره ځيني لاسي شیان او نور ور زده کړئ.
 

* د مېلې په ډول په ګډه په پخلنځۍ کي خواړه ورسره تیار او وخورئ.
 

* ځینو دوستانو ته د لیک لیکلو او بیا ور لېږلو توصیه ورته وکړئ، په دې سره به  پوه سي چي له خپلو دوستانو سره څنګه اړيکي وساتي او څنګه ویو چاته لیک ولیکي.
 

باید وویل سي چي د مدرسې یا مکتب داسي تقسیم اوقات چي دوی پکښي د ډېر مصروفیت له کبله تر فشار لاندي وي، او په دې ورځو کي هم تر پخوا ډير فارغه وخت ونه لري، دا به د دوی لپاره هم سخت وي، نو په دې ډول باید له نرمۍ څخه په استفاده او بېله ده چي دوی خسته سي، ټول کوچنیان مصروف وساتل سي.

ــــــــــــــــــــــ
ماشوم روزنه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته