تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: شافعي مذهبه عصر ډېر وختي کوي
  تعلیم الاسلام دارالافتاء
  January 17, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء 

 
مسلسله شمېره : (۴۵۱)
 
نوم: قدرت الله صابر
 
د اوسېدو ځای: ماليزيا
 
سوال : دلته په مالیزیا کی شافعی مذهبه  د ما ځیګر لمونځ ډیر وختی کوی موږ باید څه وکو ځکه زموږ څخه د ما ځیګر جماعت پاتیږی او بل كله چه ته پر سنتو ولاړ یی دوی دی پر اوږه وټکوی اقتدا در پسی وکی نو اوس  زما لمونځ څنګه شو ؟
 
جواب :
 
حامداً  و مصلياً
 
په  مثل  اول کی  هيڅ يو مذهب د ماځيګر لمونځ نه کوي بلکي د مثل ثاني په شروع کي  يې کوي ،  او د احنافو په مذهب کي د يارانو قول دا دى چي په مثل ثاني کي ماپښين ختم دى او ماځيګر شروع دى او فتواى هم د يارانو پر قول  ده  (١) ، نو ستا لمونځ په دغه وخت کي صحيح دى .
 
دوهمه مسئله:  ستا  وسنتو  ته د دوی د فرضو اقتداء هيڅ تاوان نه کوي بلکي د دوی فرض هم په تاپسي صحيح کېږي.
 
د شوافعو په مذهب کي اقتداء  د فرض کوونکي په نفل کونکي پسي صحيح ده . (٣)
 
جواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري 
تعلم الاسلام  دارالافتاء 
کندهار افغانستان
   
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وقت الظهر من زوال الشمس إلى مصير ظل كل شيء مثله، سوى ظل أو فيء الزوال. وهذا رأي الصاحبين المفتى به عند الحنفية والأئمة الثلاثة. الفقه الاسلامي وادلته ،ج۱ ،ص۵۰۸ ، اوقات الصلوة
 
(۲): و اول وقت صلوة الظهر من زوال الشمس وتحولها الي الجانب الغربي واخر وقتها مايصير ظل کل شئ مثله سوى في الزوال وهو ظل الاشياء عند الزوال. الفقه الحنفي في ثوبه الجديد،ج١ ،ص۱۸۲ ، اوقات الصلوة
 
(۳):واكتفى الشافعية باشتراط توافق نظم صلاتي الإمام والمقتدي، الی ان قال وتصح قدوة المؤدي بالقاضي (الأداء خلف القضاء) وعكسه، والمفترض بالمتنفل، وعكسه. الفقه الاسلامي ،ج۲ ،ص۲۲۷.
 
(۴): ولا يصلي المفترض خلف المتنفل... وعند الشافعي رحمه الله تعالى يصح في جميع ذلك لأن الاقتداء عنده أداء على سبيل الموافقة. الهداية، ج۱، ص۱۱۴
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته