تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات (شلمه برخه/ م)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 28, 2024
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 
(شلمه برخه)
 (م)


ماء دائم: ولاړي اوبه.


ماء طاهر غیر مطهر: هغه اوبه چي خپله پاکي وي؛ مګر دپاکېدو وړ نه وي، لکه: هغه اوبه چي په زیاته اندازه زعفران او یا بل کوم پاک شي په کښي کي لوېدلی وي.


ماء مطهر: هغه اوبه چي خپله هم پاکي وي او دپاکېدو وړتیا هم ولري، لکه: د باران اوبه یا د څاه اوبه.


ماء مکروه: هغه اوبه چي پاکي وي او دپاکېدو وړتیا هم ولري؛ خو استعمال ئې مکروه وي، لکه: دپېشي پسخورده.


ماء مطلق:هغه اوبه چي پر خپل اصلي خلقت باقي وي، کوم پاک یا ناپاک شي نه وي پکښي کي لوېدلی، لکه: دڅاه اوبه.


ماء جاري: په کومو اوبو کي چي داسي بهاو وي چي یو اوبه په یوه ځای دوه واري استعمال سي او ژوروالی دومره وي چي په دواړو لاسونو اوبه ځیني راواخلي؛ نو مځکه ئې معلومه نه سي.


ماء کثیر: دومره اوبه چي خلګ ئې ډېري بولي، ددې اندازه لس په لس کي ښودلې ده.


ماء مستعمل: کومي اوبه چي دغسل یا اوداسه له پاره استعمال سوي وي، واجب غسل او اودس وي او که دثواب په نیت وي.


ماء نجس: مرداري اوبه، په کومو اوبو چي نجاست ګډ سوی وي.

 

مائع: مائع، بهېدونکي هغه که اوبه وي او که بل کوم شي.


مال: هغه شي چي دانسان طبیعت هغه ته مائل کېږي او دهغه پېر او پلور کېږي هغه که دیوه ځای بل ځای منتقل کېدای سی یا نه.


مال متقوم: هغه مال چي شرعاً دهغه څخه ګټه اخستل روا وي.


مال غيرمتقوم: هغه مال چي شرعاً دهغه څخه فائده اخستل ناروا وي، لکه: شراب او خنزیر.


مال نامي: پرورښت کوونکي، وده کوونکي یعني هغه مال چي توالد او تناسل یا دتجارت په ذریعه وده کوي.


مباح: هغه کار چي الله جل جلاله ئې دکولو او نه کولو اختیار ورکړی وي، لکه: دنارینوو له پاره دسپينو زرو ګوتمۍ.


متعه: هغه تحفه او ډالۍ چي یو خاوند ئې خپلي طلاق سوي مېرمني ته ورکوي، که چېري ددې ښځي مهر معلوم نه وو او دخول هم نه وي سوی؛ نو متعه ئې واجب ده او دنورو طلاقو سوو ښځو له پاره مستحب ده.


متن: د حدیث شریف اصلي مضمون، چېري چي سند ختمېږي هلته متن شروع کېږي.


متواتر: هغه حدیث ته ویل کېږي چي راویان ئې په هره زمانه کي دومره ‌ډير وي چي عادتاً پر درواغو دومره ډيری راجمع کېدل ناممکن وي.


متولِّي: هغه سړی، چي دوقف مال ساتوونکي وي.


مجتهد: هغه سړی چي داجتهاد صلاحیت ولري.


مجلس: د ناستي هغه ځای چېري چي د دوو فریقینو(ډلو) ترمنځ یوه پرېکړه کېږي، لکه: د نکاح مجلس.


مجنون: هغه سړی چي دماغي توازن ئې له لاسه ورکړی وي.


مجوس: داور عبادت کوونکي، دلمر، سپوږمۍ او ستورو عبادت کوونکي.


مُحرِم: د حج او عمرې یا دواړو له پاره احرام تړونکي.


محاذات: برابر، په فقه حنفي کي د محاذات څخه مراد هغه ښځه ده چي په صف کي دنارینه سره درېږي، چي د دوی ترمنځ هیڅ فاصله نه وي او امام دښځو نیت هم کړی وي.


محظور: هغه کار چي په شریعت کي منع سوی وي، لکه: سود، زنا او نور.


مدبِّر: هغه مريي چي ورته وویل سي چي دمالک د مرګ وروسته ته آزاد یې.


مدعي: (دعوه کوونکی)هغه چاته ویل کېږي که چېري پرېکړه ونه مني نو په منلو نه مجبوره کېږي.


مدعاعلیه:(دعوه په سوې)هغه چاته ویل کېږي؛ که چېري پرېکړه ونه مني نو په منلو مجبوره کېږي.


مدینه: دنبي کریم صلي الله علیه وسلم مبارک ښار.


مذهب: په لغت کي دتلو لاري ته وايي، په اصطلاح کي هره هغه لار چي غوره کړل سي په عمل کي وي او که په عقیده کي وي.


مُراهِق: بلوغ ته نژدې هلک یا انجلۍ، خو دعربي قواعدو سره سم انجلۍ ته مراهقه ویل کېږي.


مُرتَدْ: په اسلام کي دداخلېدو وروسته کفر غوره کول.


مزدلفه: د منی او عرفات ترمنځ دیوې سیمي نوم دئ.


مسکین: هغه چاته ویل کېږي چي هیڅ ونه لري، څوک چي یو څه مال ولري مګر دومره نه وي چي د زکات څخه ئې محروم کړي؛ نو هغه ته فقیر ویل کېږي.


مسبوق: هغه مقتدي ته ویل کېږي، چي د امام سره ئې د پېل رکعتونه نه وي نیولي.


مستحاضه: هغه ویني چي دحیض یا نفاس په وجه نه وي.


مستحب: هغه عمل چي په شریعت ترغیب ورکول سوی وي؛ مګر ضروري نه وي بلل سوی، همدا راز کوونکي ته ثواب او نه کوونکي باندي عذاب نسته، لکه: داوداسه په شروع کي بسم الله الرحمن الرحیم ویل. 


مستفتي: شرعي پوښتونکي ته مستفتي وايي.


مسجد: هغه ځای چي دلمانځه له پاره وقف سوی وي.


مسح: په لوند لاس سره یو اندام مسح کول.


مشهور: کوم روایت چي په لومړني دور کي یعني صحابه او تابعینو کي خبر واحد وي او دتابعینو وروسته دتواتر درجې ته رسېدلی وي، دا داحنافو اصولینو اصطلاح ده.


مصر: داسي ځای ته ویل کېږي که چېري دهغه ځای ټول اوسېدونکي دهغه ځای په يوه مسجد کي راټول سي نو نې بسيږي.


مصرجامع: غټ ښار چي محکمه وي، حدود جاري کېږي دمثال په ډول هلته محبس وي.


معجزة: هغه خارق العاده کار چي دنبي څخه ښکاره سې، لکه: دنبي کریم صلي الله علیه وسلم دګوتي په اشاره سره دسپوږمۍ دوې ټوټې کېدل، دموسي علیه السلام دلکړي مار کېدل.


معصیت: په قصداً دیوه حکم خلاف کار کول.


مفتی به: دیوې مسئلې په اړه چي مختلف اقوال رانقل سوي وي دهغوي څخه علماء یو غوره کول.


مفصل: دسورت حجرات څخه نیولي تر اخیري پوري سورتونه مفصلات بلل کېږي چي په دې توګه درې ډوله کېږي:


طوال مفصل: دسورة الحجرات څخه تر بروج پوري.


اوساط مفصل: دسورة البروج څخه تر سورة البینة پوري.


قصار مفصل: دسورة البینة څخه دقران کریم تر آخره پوري.


مفقود الخبر:هغه ورک سوي کس ته ویل کېږي، چي ځای معلوم نه وي او دا ئې نه وي معلوم چي ژوندی دئ که مړ.


مکاتب: هغه غلام ته ویل کېږي چي مالک ئې دیو معلوم مقدار پېسو ادا کولو په صورت کي آزادوي.


مکروه: که چېري په سخته سره دیو شي منع نه وه سوې نو دا مکروه تنزیهي دئ او که چېري په سخته سره منع سوي وه او ثبوت په ظني دلیل سره سوې وه نو دا مکروه تحریمي دئ.


ملتزم: دکعبې شریفي د دروازې څخه تر حجر اسود پوري ملتزم دئ.


مِلک: د شرعي حکم پر بنسټ دیو کس په یوه شي کي روا اختیار.


مندوب: مستحب، هغه کار چي شریعت دلازمیتوب پرته غوښتنه کړې وي او د پرېښوونکي هم بدي نه وي بیان سوې.


منفرد: یوازي لمونځ کوونکي.


مهر: د نکاح یا وطي بالشبه په وجه دښځي دعصمت د احترام په ډول ورکوونکي مال ته مهر وايي، لږ مقدار ئې لس درهمه دئ یعني ۳۰ګرامه او ۶۱۸ملي ګرامه سپین زر کېږي.


مهرمعجل: کوم مهر چي سم دستي ورکول سي.


مهرمؤجل: هغه مهر چي د ادا کولو له پاره یو وخت ټاکل سوی وي یا دوخت ټاکلو پرته پرېښودل سي.


مهرمثل: دیوې ښځي په کورني کي ددې د همزولانو مهر، مهر مثل بلل کېږی، لکه: خور، عمه.


مهر فاطمي: د تولې په اندازه ۱۳۱تولې او ۳ ماشه سپین زر.


میل: دوه زره شرعي ګزه او په اوسني وخت کي اولس سوه شپیته ګزه کېږي.


میلین اخضرین: دصفا او مروا ترمنځ دوې شنې ستني، چي دمیانه تګ څخه لږ اندازه تېز وي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته