تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لويه ربا او لوی سود
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 22, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

لويه ربا او لوی سود


عَنِ ابْنِ أَبِي نَجِيحٍ، عَنْ أَبِيهِ قَالَ: يَبْلُغُ بِهِ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: إنَّ من أَرْبَى الرِّبَا تَفَضُّلُ الرَّجُلِ فِي عَرْضِ أَخِيهِ بِالشَّتْمِ.[مصنف إبن أبي شيبة۲۷۱۰۸]


ژباړه: ابن ابي نجيح د خپل پلار څخه روايت کوي چي ده وويل: ما ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه داسي را رسېدلي دي، چي ده وفرمايل: لويه ربا(لوی سود) دا دی چي سړی په ښکنځلو باندي د خپل ورور پر آبرو تېری وكړي.


توضيح: يعني د سود غوندي ډېر حرام او ناروا کار دادی چي څوک د خپل ورور پر آبرو باندي تېری کوي او هغه ته ښکنځل کوي ځکه چي په ښکنځلو باندي د هغه آبرو ته ضرر رسيږي.


نو هر هغه څوک چي بل مسلمان ته ښکنځل کوي او يا يې په شخصيت او عزت باندي ملنډي وهي ددې حديث تر عذاب لاندي به داخليږي او دداسي لويي ګناه مرتکب به ګرځي لکه سود او رباد.


نو کوښښ وکړئ چي هيڅ وخت د مسلمان د آبرو وړلو هڅه ونکړئ او مه هم بل چا ته اجازه ورکوی چي ستاسي په حضور کي د بل مسلمان سپکاوی او بې عزتي وکړي.

 

 www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته