تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: حِلفُ الفُضول او د نن عصر اړتیا (۴۴)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 5, 2018
  0

نبوي سیرت (۴۴ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د حربُ الفجار او حِلفُ الفُضول واقعات او عبرتونه (په اوس عصر کي د حِلفُ الفُضول اړتیا او ګټي) 

 

څلورم: د رسول الله ﷺ د اخلاقو څخه يو هم صدق او رشتيا ويل وه په ټول عمر يې هيڅ خلاف يا د حقيقته څخه مخالفه خبره نه ده کړې که څه هم د کوچنيوالي او وړکتوب په حالت کي ؤ، دا هم هغه ادب دى چي د الله  جل جلاله  د طرفه څخه ورکول سوى ؤ.


 کوم وخت چي د رسول الله ﷺ عمر پنځلس يا په بل روايت شلو کلو ته ورسېدى د فجار جنګ پيښ سو او  رسول الله ﷺ په هغه جنګ کي ګډون او اشتراک وکړى، د جنګ فجار يا حربُ الفجار بيان خو مي مخ کي درته کړى دى چي حرب الفجار و هغه جنګ ته ويل کيږي: کوم چي په حرامو مياشتو کي پيښ سي او حرامي مياشتي څلور دي:


 (رجب) چي دا يواځي مياشت ده او نوري درې مياشتي چي سره پسې دي: ذوالقعده، ذوالحجه او محرم دي، نو د ابراهيم علیه السلام په دين کي په دغو څلورو مياشتو کي جنګ شروع کول او تجاوز کول حرام او ناروا وه خو د خپل ځان څخه دفاع کول جائزه او روا وه. 


څرنګه چي د هوازن قبيلې په دغو حرامو مياشتو کي پر قريشو حمله وکړه نو قريشو ته دا جائزه او روا وه چي د ځان دفاع وکړي، په دغه جنګ کي چي حربُ الفجار ورته ويل کيږي رسول الله ﷺ د خپلي کورنۍ او اکاګانو په ملګرتيا د مکې مکرمې څخه دفاع کول او رسول الله ﷺ فرمايي: »کُنتُ اَنبِلُ لِاَعمَامِى فِى يَومِ الفُجَارِ« يعني: ما د فُجار په ورځ خپلو اکاګانو ته غشي ورکول او  څوک وايي: د فجار په ورځ يې د خپلو اکاګانو څخه غشي ګرځول او  هغو جنګ کاوه، څرنګه چي دغه جنګ د ډيري مو دې دپاره ؤ نو په دغه جنګ کي رسول الله ﷺ د جنګ کولو طريقه هم زده کړه ځکه جنګ يې وليدى او اشتراک يا ګډون يې هم پکښي وکړی. 


همدارنګه رسول الله ﷺ په حِلفُ الفُضول کي ګډون او اشتراک کړى دى، حلف الفضول (يعني: د مظلوم د حقوقو د اخستلو د پاره قسم) د حِلفُ الفُضُول جوړېدل يوه قصه لري، هغه دا چي: د اهلِ يمن څخه يوه نفر و مکې مکرمې ته د تجارت د پاره يو څه مال را وړى ؤ او  دغه مال يې پر عاص بن وائل په پور خرڅ کړی، عاص بن وائل د مشهوره صحابي عمرو بن العاص رضی الله عنه پلار دى او  عاص بن وائل د مکې مکرمې او قريشو د سردارانو څخه دى، عاص د دغه يمني څخه مال د پور پر قسم اخستى ؤ او پيسې يې نه وې ور کړې کله چي یمني غوښته چي خپل وطن ته ولاړ سي نو عاص ته ورغلى چي زما پيسې راکه غواړم چي خپل وطن ته ولاړ سم، مګر عاص بن وائل د سبا او بل سبا وعده ورکوي او معطله کوي يې، څو د يمني صبر پاى ته ورسېدى او د آخر وار د پاره و عاص ته ورغلى ويل: پيسې مي را کوې که يا؟ عاص ويل: يا! ورځه هر څه چي دي په وسه پوره وي هغه وکه، 


موږ مخ کي ويلي وه چي هلته د ځنګله قانون ؤ هر زورور به کمزورى خوړى اوس هم عاص ظلم کوي، يمنئ مسافر او بې چاره دى نه يې قوم سته نه قبيله، څوک نه لري چي د ده مرسته وکړي، اوس په حيرت کي دى چي څه وکړي؟ بالآخره و هغه دارالندوه ته ورغلى کوم چي د قريشو د ټولنو ځاى ؤ، هلته قريش سره را ټول وه او يمني په شعر او بيتو سره د ظلمه څخه شکايت شروع کړی خاصتاً د قريشو د ظلمه څخه او ويل: که تاسي پر دغه ظلم خوله پټه کړی نو تاسي هم د ده ملګري ياست او  په الله سره قسم چي په ټولو عربو کي به ستاسي نوم در بد کړم، څرنګه چي د قريشو نور مشران په دې کار نه وه راضي، ځکه دوى د مکې مکرمې او قريشو مشران دي او  د عربو سرداران دي او  که د دوى د ظلمه څخه خلك شکايت وکړي دا د دوى د پاره شرم او پيغور دى او  د دوى نوم بديږي. 


نو د قريشو څخه څو نفره سره يو ځاى سوه او پر دې يې عهد او قسم وکړی چي د هر مظلوم مرسته به کوو او د ظالم څخه به يې حق ور اخلو که څه هم دغه ظالم هر څوک وي، دغه کار په اول کي درو نفرو شروع کړى چي د هر يوه نوم فَضَل ؤ، نو ځکه دغه قَسم ته حِلف الفُضول ويل کيږي او  څوک بيا وايي: چي دغه قسم ته په دې سبب حلفُ الفضول ويل کيږي: چي فُضُول په عربي کي حقوقو ته وايي، نو (حِلفُ الفضول) يعني: د حقوقو د اخستلو د پاره قسم، د مظلوم او د هغه د حقوقو د دفاع د پاره قسم، نو دغو درو نفرو په الله سره قسم ياد کړی چي هر مظلوم چي په مکه مکرمه کي وي که د اهلِ مکې څخه وي يا د بل ځاى وي د هغه دفاع به کوو او د ظالم څخه به يې حق ور اخلو که څه هم دا دفاع زموږ په وينو او زموږ په مرګ سره وي، خو د مظلوم حق به د توري په زور ورته را ګرځوو او  بيا يې اهلِ مکه سره يو ځاى کړل ويل: څوک زموږ سره په دې قسم کي ملګري کيږي؟ د مکې مکرمې ډير خلك د دوى سره په دغه قسم کي ملګري او يو ځاى سوه چي د هغو د جملې څخه يو هم محمّد مصطفْی ﷺ ؤ، البته دغه قصه د رسول الله ﷺ تر بعثت د مخه وه، بيا نو دغه نفر ټول سره يو ځاى سوه توري او اسلحه يې واخستل د عاص بن وائل وکور ته ورغله او  عاص بن وائل ته يې و ويل: موږ قسم کړی دی چي د هر مظلوم سره به مرسته او كومك کوو نو د دغه سړي حق ورکړه، که يې نه ورکوې موږ دي وژنو.


 دا هم مړانه، همت او  غيرت ؤ، غواړي چي د مکې مکرمې د سردارانو څخه او د دوى د قومه څخه يو نفر د ظلم د ليري کولو د پاره و وژني، عاص چي دا د دوى عزم او اجتماع وليدل، د دوى اتحاد او اتفاق يې وليدى، د دوى خبره يې قبوله کړه او د هغه يمني حق يې ورکړى. 


دغه حلف يا قَسم په جاهليت او اسلام کي دوام پيدا کړی او باقي پاته سو، رسول الله ﷺ په صحي حديث کي فرمايي: «قَد دُعِيتُ فِى الجَاهِلِيَةِ اِلى حِلفٍ لَو دُعِيتُ اِلَيهِ فِى الإسلاَمِ لأجَبتُ» يعني: د جاهليت په عصر او زمانه کي و يوه حِلف او اتفاق، يوه عهد او وعدې ته وبلل سوم، چي هغه داسي حِلف دى که چيري و هغه ته په اسلام کي بلل سوى واى هم به مي دغه بلنه او دعوت قبول کړي واى. 


نو دغه حِلف الفضول په اسلام کي هم باقي پاته سو حتّْی د رسول الله ﷺ تر رحلت وروسته هم پاته ؤ. 


په وروسته کي بيا د يزيد بن معاويه د خلافت په وخت کي د مدينې منورې والي چي وليد نومېدى د سيدنا حسين بن علي رضی الله عنهما په يوه حق کي ظلم وکړى او د حضرت حسين رضی الله عنه حق يې نه ورکاوه، نو حسين رضی الله عنه ورته و ويل: که ته زما حق را نه کړې زه به و حلفِ فضول ته ور ناري کړم، عبدالله بن زبير رضی الله عنه هم په دغه وخت کي حاضر ؤ نو  عبدالله رضی الله عنه وايي:

 

که حسين رضی الله عنه و حلفُ الفضول ته ناري کړي واى قسم په الله ما به خپله توره را ايستلې واى او تر هغو به مي پوښ ته نه واى اچولې چي يا مي د ده حق ور اخستى واى يا زه وژل سوى واى، خو هغه د مدينې منورې والي د حضرت حسين رضی الله عنه حق د حِلفُ الفضول د بيري څخه ورکړى. 


دغه قِسم عهد او قَسم، اتحاد او اتفاق ډير ښه کار دى، په داسي اتحاد کي لوى او مهم مقصدونه سته که نن ورځ اسلامي حکومتونه دغسي اتحاديو او اتفاقيو ته ور داخل سي چي په هغه کي د ضعيفه او مظلوم دفاع کيږي دا جائز او ښه کار دى حتّْی که مظلوم د مسلمانانو څخه هم نه وي، ځکه د اسلام د اهدافو څخه يو هم د ظلم ايسته کول او نيستي کول دي، نو دغه حِلفُ الفضول په اسلام کي باقي پاته سو او  رسول الله ﷺ هم په دغه حِلف کي اشتراک کړى دى. 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته