تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فاتحه اود اخلاص د سورتونو تلاوت کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 14, 2021
  0

د فاتحه اود اخلاص د سورتونو تلاوت کول 


لیکنه : نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د قران کریم تلاوت چي د کومي برخي نه وي هغه ټوله سره ثواب دی خو د ځيني سورتونو خاص خاص فضائل حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)بیان کړي دي ، په لنډو سورتونو کي ترټولو نه زیات فضائل د فاتحه (الحمدالله) اواخلاص (قل هوالله) د سورتونو بیان شوي دي او په ډیرو حدیثونو کي حضرت رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم)په فضیلت کي د اخلاص سورة د قران دریمه بر خه ګڼلې ده.

 

حضرت ابوهریره (رضي الله عنه) فرمایې : چي یوځل نبی(صلی الله عليه وسلم)و معززو اصحابانو ته وفرمایل : چي “سره راټول شي” زه ستاسو په حضور کي د قران ددریمي برخي تلاوت کوم ، څه اصحابان سره راټول شول ، نو رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم)د کور نه بهر نه راووتی او قل هو الله احد یې تلاوت کړ بیا وکورته ستون شو ، یوګړی وروسته بیا بهرته راووتی او ویې فرمایل: یاد ولرئ دغه سورت یعني (قل هوالله ) د قران ددریمي برخي برابر دی.(مسلم ، ترمذي)


او دحضرت ابوالدردا(رضي الله عنه) څخه روایت دي چي یوځل د حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم)و اصحابانو ته دخطاب کولو په وخت وفرمایل: آیا ستاسو څخه یوڅوک په یوه شپه کي د قران ددریمي برخي تلاوت نه شي کولای ؟ 


اصحابانو عرض وکړ چي یوسړی په یوه شپه د قران ددریمي برخي تلاوت څرنګه کولای شي ؟ نبی(صلی الله عليه وسلم)وفرمایل: (قل هوالله احد) د دریمي برخي د قران سره برابر دی. (مسلم)


له دې امله د بزرګانو عادت دی چي و مړو ته د ثواب د رسولو لپاره درې ځله د اخلاص سورت تلاوت کړي او ثواب یې ومړو ته ولیږي.


ماخذ : الاعمال الصالحة 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته