تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عصري علوم د شریعت په رڼا کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 2, 2021
  0

 

عصري علوم د شریعت په رڼا کي


لیکنه : عبدالسلام حنفي  /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عصری علوم په نن زمانه کې زموږ یو ضرورت دي او موږ ورته اړتیا لرو نو که چیرته موږ د شریعت احکامو ته نظر وکړو اسلام هم موږ ته د دې ښودنه کوي چې موږ باید دغه علوم څخه ناخبره ونه ا وسیږو ځکه لومړي خو الله جل جلاله په قران کریم کې موږ ته فرمايي ( واعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخیل ترهبون به عدو الله وعدکم الایه )  ژباړه  : او تاسي  ترخپلي  وسي وسي  ډیر  زیات طاقت  او تیار زین کړي آسونه  د هغوي د مقابلي لپاره برابر کړي  تر څو چې  په دې وسیله  د الله جل جلاله  پر دښمنانو  پر خپلو دښمناو  هیبت راولي . 


په دغه مبارک آیات کې الله جل جلاله موږ ته امر کړي دي چې د کفارو د مقابله  لپاره ممکنه شیان تیار کړو خو نن به وګورو چې دا کار په چا باندي پوره دي هغه که چیرته موږ د دیني علم طالب ته نظر وکړو نو هغه خو د دیني علم په رسولو بوخت دي او د ده په ذمه یو کار  پاتي دي چې هغه همدا د کفارو د مقابله لپاره شیان تیارول دي نو دا کار نن د عصري علومو زدکوونکي کوي، او هغه دې کار ته ملا تړلي ده او یو طرف ته باید د دیني علومو زدکوونکي او د عصري علومو زده کوونکي د یوه او بل شکریه هم ووايي چې د بار په پورته کولو کې یي د یوه او بل سره مرسته کړي دي  یعني د طالب په ذمه خو دا شي پاته وو چې هغه د کفارو د مقابلې لپاره وسائل برابرول دي نو هغه کار د عصري علومو زده کوونکي په غاړه اخیستي او بل طرفته د عصري علومو په زده کوونکي باندي لازمه وه چې خپل دین يي زده کړي وی او تر نورو يي رسولي وي خو هغه کار بیا طالب په غاړه اخیستي دي نو په دې وجه کله چې دوي د یوه او بل سره مرسته کوونکي دي نو باید د یوه او بل شکریه هم وکړي ،


اوس پاته شوه دا خبره چا آیا زموږ په ذمه باندي د عصري علومو زده کړه هم دومره ضروري ده ؟


نو جواب دادي چې هو ځکه چې موږ مخکي یو آیات هم ستاسو مخکي ذکر کړي او بل دا چې د شریعت په احکامو کې موږ هر وخت فرض کفایي یادوو او د نامه سره يي آشنا یو نو د شریعت په همدي حکم باندي غواړم یو څه وضاحت وکړم هغه داسي چې فرض کفایي هغه حکم دي چې د هغه کول په ټولو خلکو  فرض وي  لیکن  په داسي  ډول  چې که بعض خلک هغه کار وکړي  نو د بقیه  ذمه واري  هم ختمیږي  او که یو  شخص هم هغه کار ونه کړي نو ټول  به ګناهګار شي  چې دا فرض بیا ځیني تر دنیوي کارو پوري اړه لري بعضي بیا تر اخروي کارو پوري اړه لري او بعضي بیا تر دنیوي او اخروی دواړو پور ي تعلق لري  ، د خالص دیني حکم مثال لکه  مړی غسل ورکول  په جنازه کې يي ګډون کول ،او داسی نور .

 

او د دیني او دنیوي مثال لکه امر بالمعروف  یعني د ښو کارونو ښودنه کول او نهي عن المنکر  یعني د بدو کارو څخه منع کول ، او داسی نور . او د هغه مثال چې هغه یواځي تر  دنیوي کارو پوري تعلق لري  هغه لکه صنعتونه کول  کوم ته چې د خلک ضرورت وي مثلا زراعت وغیره وغیره خو اوس دې خبری ته متوجې شي چې خلک څومره شي ته ضرورت لري هغه پوره کول د دوي په ذمه فرض کفايي دي مثلا په یوه سیمه کې یو روغتون جوړ شولو چې په دې روغتون کې دوه سوه ډاکترانو ته ضرورت دي او دغه دوه سوه ډاکترانو ته خلک هم ضرورت لري نو د دغې سیمي په خلکو دا فرض کفایه ده چې دوي به دوه سوه ډاکتران د دغه روغتون لپاره روزي او ورکوي به يي که چیرته يي ونه کړي نو د دغه سیمي خلک ذمه دار دي او کنهګار دي .

 

یا مثلا په یوه سیمه کې سل د زراعت کارپوهانو ته ضرورت دي نو د منطقه په خلکو لازمه ده چې د خپلو خلکو څخه به سل کسان د دغه کار لپاره ماهر کسان پیدا کوي او یا به يي ورته خپله روزي تر څو د دوي اړتیاوي پوره کړي  او داسي نور کارونه ،  نو مطلب دا چې اسلام یا قران یا رسول الله صلي الله علیه وسلم د کسب ، صنعت  او د زده کړي  او پرمختګ منع  نه کوي  بلکي  هر هغه کار  او کسب چې  په هغه کې  د هیواد  پرمختګ وي منع نه کوي  بلکي فرض کفايي دي  لکه چې د ټولو علماء کرامو په دې باندي  اجماع ده  البته  شریعت  اسلامي  د اروپا او امریکا د بي حیایي او بي  شرمي  او شهواني  او نفساني  غوښتنو  اخلاقو او پرمختګ ډیر سخت مخالف دي  ځکه چې شهواني  او نفساني  کارو کي آزادي  ورکول  د مسلمانانو  اخلاق ، ټولنه تباه او برباد کوي او د هیواد د کښتوالی سبب کیږي  خو بدبخته چي نن ز موږ خلک دې  ته  پرمختګ وايي  د غرب  بد اخلاقي  ، زنا  او د ښځو آزادي  په تمدن او پرمختګ  سره موږ ته تعبیروي چې حقیقت کي دغه کسان زموږ پرمختګ نه بلکي تباهي غواړي ، نور خو د عصري علوم په زده کولو کي مخکي خبره درته واضح شوه .

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته