تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ماشومانو ته عملي درس
  تعلیم اسلام ویب پاڼه
  December 28, 2023
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم اسلام ویب پاڼه


ماشومانو ته عملي درس


خپلو ماشومانو ته عملي درس ورکړئ؛ بیا به ئې په ډېر نصیحت ستړي نه یاست. خپلو ماشومانو ته پر حنجرې زور مه راولئ، مه ئې ترټئ او د هري غلطۍ په خاطر ئې په خبرو خبرو او نصیحت سر مه ور پړسوئ، بلکي تر هرڅه وړاندي هغه ته عملي درس ورکړئ. ستا کړه وړه او په کورنۍ کي ناسته پاسته، د مور، پلار، خویندو، وروڼو او مېرمني سره ستا د خبرو طریقه ماشومان درڅخه کاپي کوي او کټ مټ هغسي چلند او کړه وړه درڅخه زده کوي.


نصیحت او خبري یوازي د یوه ماشوم د اصلاح له پاره کافي نه دي، بلکي دا خپل نصیحت به دي په عملي بڼه ورښيې، مثلا که تاسي ماشوم ته وایاست، چي بد الفاظ به نه وايې، درواغ به نه وايې... اما خپله بیا په ټلیفون کي د ملګري سره په زوره زوره خاندې، سپک الفاظ کاروې، ناست په کور کي يې خو ملګري ته وايې، چي په دفتر یا کوم بل ځای کي یم، دغه ستا ترڅنګ ناست ماشوم ستا هغه نصیحت او ښې خبري هېروي، چي نیم ساعت مخکي دي ورته وکړې، بلکي ستا دغه خبري چي اوس ئې د ملګري سره کوې، په دماغ کي ثبتوي او د خبرو همدغه طریقه خپلوي، کومه طریقه چي عملا تاسي استعمالوئ. 


کورنۍ د ماشومانو لومړنی ښوونځی دئ او والدین د ماشوم لومړني ښوونکي دي، ماشومان د خپلو والدینو د خبرو طرز او طریقه، ناسته پاسته او کړه وړه خپلوي، که والدین مؤدب ول، ماشومان به ئې هم با ادبه وي، خو که والدین خدای نخواسته مؤدب نه ول، نو ماشومان به هم همداسي وي، بیا چي هرڅه نصیحت ورته وکړئ، د سمېدو واری ئې تېر دئ، ځکه دوی د خپل ژوند په ابتدائيي مرحله کي د والدینو خوی او اخلاق په خټه اخیستي دي. 


زموږ په ټولنه کي دغه مهم ټکي ته څومره چي اړتیا سته، توجه نه ده سوې، هیله ده، چي د کورنیو مشران دا موضوع جدي وګڼي او د خپلو ماشومانو تربيې ته په عملي او قولي دواړو اړخونو کي متوجه سي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، (۱۴۰۲) کال، اته ویشتمه ګڼه،۱۱ مخ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته