تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د لوی اختر په اوله روژه نیول
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 26, 2020
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

 
نوم: آمنه
 
 
سوال: ایا د عید الاضحی (لوي اختر) په اوله ورځ روژه نیول د ماپښين تر ۱۱ بجو جایز ده؟
 
جواب : د دواړو(کوچني اولوی ) اخترپه ورځو کي روژه نيول حرام دي ځکه چي دادالله جل جلاله دضيافت اومېلمستيا څخه اعراض کول دي. همداډول دلوی اختر وروسته درې ورځي نوري چي ايام تشريق ورته وايي روژه پکښي نيول ناجايزاوحرام دي (۱).
 
البته د لوی اخترپه ورځ صرف خوراک ځنډول مستحب دي ترڅودعيدګاه لمونځ وسي او دا چي اکثره نارينه او ښځينه د لوی اختر په ورځ دغه د خوراک ځنډول په معنی د روژې او يا د امساک اخلي چي هغه عبارت دی دخوراک ، څښاک ، جماع د نه کولو څخه نو  دايوه لويه تېروتنه  اوغلط فهمي ده چي ډېر خلګ پکښي مبتلا دي، پر مستحب باندي دعمل کولو لپاره په حرامو کښي ځان اچوي.  علماء کرام هم بايد په دغه ټکي عوام پوه کړي چي په لوی اختر کي د لمانځه څخه وروسته او په کوچني اختر کي د لمانځه څخه مخکي خوراک کول مستحبه ‌طريقه ده چي کول يې ثواب دی او نه کول يې ګناه نه لري. (۲)
 
جواب: مولويسيد عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــ
(۱): لحديث ابي سعيد  رضي الله عنه (ان رسول الله صلی الله علیه وسلم نهی عن صيام يومين :يوم الفطرويوم النحر. و حديث نبيشة الهذلي رضي الله عنه قال :قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ايام التشريق ايام اکل وشرب وذکرالله عزوجل . هذا مذهب الجمهور . الموسوعة الفقهية ج ٢٨ ص١٧
 
(۲): ويستحب في يوم الأضحى أن يغتسل ويتطيب لما ذكرناه ويؤخر الأكل حتى يفرغ من الصلاة لما روي أن النبي صلى الله عليه وسلم كان لا يطعم في يوم النحر حتى يرجع فيأكل من أضحيته ويتوجه إلى المصلى وهو يكبر لأنه صلى الله عليه وسلم كان. هداية ج ١، ص ١٥٦- باب العيدين، مکتبه حنفية
 
(۳): أَخْرَجَهُ التِّرْمِذِيُّ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ لَا يَخْرُجُ يَوْمَ الْفِطْرِ، حَتَّى يَأْكُلَ، وَكَانَ لَا يَأْكُلُ يَوْمَ النَّحْرِ، حَتَّى يُصَلِّيَ. رواه الترمذي
 
والاضحي کالفطر فيها الاانه يترک الاکل حتي يصلي العيد، المختار انه لا يکره لا کن يستحب له ان لا يفعل ويستحب ان يکون اول تناولهم من لحوم الاضاحي التي هي ضيافة الله.  هندية :ج ۱،ص ۱۵۰
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته