تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په روژه کي بېله انزاله دخول کول
 
  June 3, 2017
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۷۴)

نوم: اختر محمد

سوال : په روژه کي د خپلي ښځي سره په  داسي شکل يوځاى کېدل چي انزال ونه سي او خپله د اندام برخه ئې د ښځي په اندام برخه کي دننه کړې وي څه حکم لري؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

 څوک چي د روژې په حال کي د ښځي سره نزديکت ( جماع) وکړي او حشفة (د ذکر سر) ئې د ښځي په فرج کي دننه سي که انزال وسي او که ونه سي روژه ئې فاسده ده، قضاء او کفارة دواړه ورباندي لازم دي، چي ټول ټال (٦١) روژې کيږي پرلپسې ئې نيول ضروري دي، همدغه حکم د هغي ښځي هم دي چي ورسره جماع سوې ده او دې ميړه ته په رضاء سره پر ځان باندي قدرت ورکړى دى هغه به هم (٦١) روژې نيسي البته  که په دغه جريان کي حيض يا نفاس ورته راسي نو د روژې پرلپسې والي ته کوم زيان نه رسوي، خو چي څنګه د حيض څخه پاکه سي فوراً به روژه نيت کوي، که د ورځي پر مهال د روژې په مابين کي د حيض يا نفاس څخه پاکه سي امساک به کوي دغه امساک ئې په روژه کي نه شميرل کيږي،  د يادوني وړده چي دا حکم هغه وخت دى چي فرضي د رمضان روژه په قصداً جماع سره فاسده کړي، که په نفلي او يا نورو روژو کي قصداً جماع وکړي کفاره نه پر لازميږي. 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ذهب جمهور الفقهاء إلى أن جماع الصائم في نهار رمضان عامدا مختارا بأن يلتقي الختانان وتغيب الحشفة في أحد السبيلين - مفطر يوجب القضاء والكفارة ، أنزل أو لم ينزل. الموسوعة الفقهية: ج٢٨، ص٥٩، وقال ايضاً في ج٢٨، ص٨٧:فلا کفارة في غير رمضان ولا کفارة على الناسى والمکره عند الجمهور  ولا خلاف بين الفقهاء في وجوبها بإفساد الصوم بالوقاع في الجملة ، وإنما الخلاف في وجوبها بإفساده بالطعام والشراب. وقال فى ج٢٨، ص٨٤: تتأثر مدة الصوم التي يشترط فيها التتابع نصا ، بالفطر المتعمد ، وهي - بعد الكاساني - : صوم رمضان ، وصوم كفارة القتل ، وكفارة الظهار ، والإفطار العامد في رمضان ، وصوم كفارة اليمين - عند الحنفية. 

فمذهب أبي حنيفة ومالك وقول للشافعي ، ورواية عن أحمد وهي المذهب عند الحنابلة ، وجوب الكفارة عليها أيضا ، لأنها هتكت صوم رمضان بالجماع فوجبت عليها كالرجل. ص٥٩، فى المجلد المذکور سابقاً.

اتفق الفقهاء على أن الحيض لا يقطع التتابع في الكفارة التي توجب صيام شهرين على المرأة ، ككفارة القتل ، لأنه لا بد منه فيهما ولأنها لا يد لها فيه. الموسوعة الفقهية: ج٢٠، ص١٣٦.

(٢): الجماع عمداً: أي إدخال الحشفة في فرج مطيق ولو بهيمة، وإن لم ينزل المني. الفقه الاسلامي: ج٢، ص٦٦١. طبع بيروت.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته