تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دین دلار ښونکو خبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 25, 2022
  0

راټولونه بصیر احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱. هغه څوک چي قرآنکریم خپل لارښود جوړ کړي، نوقرآن کریم به یې تر ټولو پر مطمئنه او ارامه لاره لارښوونه وکړي.


۲. هغه څه چې خپله يې نه خوري، نو په بیچاره او غریبانو خلکو یې هم مه خورئ!


٣. د عقل تر ټولو ارزښتناکه مرحله، ځان پیژندنه ده.


۴. د ګناه څخه توبه وکاږئ؛ ځکه توبه کښونکی سړی داسي دئ لکه ګناه چي يې نه وي کړې.


۵.  عجبه ده! انسان د احتیاج پر وخت عاجزه او خاكساره او دبې احتیاجی پر وخت مغروره او جفا کاره وي.


۶ . که دومره مال لرې چي ستا کفایت او بسنه کوي، نو د نورداسي مال په لټه مه کېږه چي تا په سر کښي کي اچوي.


7. نرم اوسه! خو عاجزه نه.


۸. سخت اوسه! خو بد اخلاقه نه.


۹. د نورو په لوېدلو او ستونزو مه خوشحاله کېږه ! ځکه ته نه پوهېږې چي دنیا ستا لپاره څه تیار کړي دي.


۱۰. د ظلم څخه پرهېز وکړه! ځکه د مظلوم ښيرا ژر قبلیږي.


۱۱. کامل مسلمان د وږي همسایه په څنګ کي په ماړه نس ډوډۍ نه خوري.


۱۲. تر ټولو ښه سړی هغه دی، چې تر نورو ډېر خیر رسونکی وی .


۱۳. دوه خویونه دي چي تر دوی ښه خویونه نسته، ۱. پر الله جل جلاله ایمان، ۲, خلکو ته ګټه رسول.


۱۴. زكات، نفس پاکوي او مال ډېروي.


۱۵. دتقوا اساس د ګناه څخه پر پرهیز او د حرامو څخه پر لیري کېدلو دئ.


۱۶. انسان چي هر څه ګالي د خپل لاس له امله يې ګالي.


۱۷. دنا پوه سړی یوه نښه دا ده، چي د هري خبري سره قسم اخلي .


۱۸. ستا د زړه راز، ستا د بدن د وينو مثال لري، نو هغه یوازي په خپلو رگو کي وساته! .


۱۹. څوک چي د سالم ژوند تېرولو غوښتنه لري، نو باید په هرکار کي اعتدال او میانه روي وکړي.


۲۰. د حرامو څخه پرهېز وکړه! چي تر ټولو عابد و شمېرل سې.


۲۱. په خپل قسمت راضي سه! چي تر ټولو شتمن و شمېرل سې.


۲۲. څوک چي ستا څوندي احترام کوي، په هغه اندازه يې قدر وکړه!.


۲۳. د بخیل شتمني او اساني تر ټولو کمه ده.


۲۴. خپل ځان په ښه نیت او هدف عادت کړه! چي خلاصون پیداکړي.


۲۵. امانت ساتنه رزق و روزي زیاتوي.


۲۹. هیڅکله پر ټيټو او نا اهلو خلكو تکیه مه کوه! ځکه چي په خواري او ذلت کي دي اچوي.


۲۷. برکت د مشرانو سره دئ.


۲۸. مؤمن د سختیو په وړاندي تر غره هم سخت وئ.


۲۹. د مخلوق د راضي کولو لپاره خالق مه ناراضه كوه!.


۳۰. زما د امت تر ټولو بهتر فرد هغه دئ، چي نه ډېر نعمتونه ولري چي سرکښي وکړي او نه ډېر مسکين وي چي فقر وکړي.


۳۱ .  هر څوک چي زموږ د مشرانو تعظیم نه کوي، زموږ د ډلي څخه نه دئ.


۳۲. الله جل جلاله  هغه سړی دوست لري، چي ورین تندی ولري او دخلکو سره ښه سلوک کوي.


۳۳. دګناه څخه لاس لنډول د توبې د قبلېدو تر غوښتني بهتره دئ.


۳۴. زیاتوب کول ناخوښه دئ، خو په نیکو کارونو کي زیاتوب کول معنی نه لري.


۳۵. صدقه دمال د ډېرښت سبب دئ، نو صدقه وکړئ! چي الله جل جلاله  مو مال در ډېر کړي.


۳۶. د هغه چا په ملګري کي خیر نسته، چي تا هم وزنه او هم قدره نه بولي.


۳۷. تر ټولو بد او شریر انسان هغه دئ، چي خلک يې د ځان ساتلو په سبب احترام کوي.


۳۸. په جنت کي يوه درجه ده، چي يوازي به هغه خلک ورځي چي په دنيا کي يې غمونه او تکليفونه لیدلي وي.


۳۹. هغه چا لره دي خوشحالي وي ! چي باطن يې ښه، ظاهر يې برابر او شر یې چاته نه رسیږي.


۴۰. درې کسان دي چې جنت ته به نه داخلیږي : ۱- د مور او پلارنافرمانه، ۲. ديوث (چي د زنا سره عادي وي خپله هم زناکوي او د کورنۍ په زنا هم ډېره خوا نه بدوي)،۳  ښځه چي پر دیو نارینه وو ته خپل ځان یازینت ښکاره کوي.


۴۱.  تر ټولو بد ملګری هغه دئ، چي څوک ګناه ته تشويقوي.


۴۲. ترډوډۍ د مخه لاس پرېولل مسکنت له منځه وړي.


۴۳. تر ډوډۍ وروسته لاس پر پولل خښم او غضب ليري کوي او د سترګو دید زیاتوي.


۴۴. هوښیار هغه څوک دئ، چي خبري یې پر عمل شاهداني وي.


۴۵. د هیڅ مسلمان لپاره روانه ده، چې د خپل مسلمان ورورسره تر درو ورځو زیاته خوابدي وکړي.


۴۶. هوښیار هغه دئ، چي ځان وپېژني او د آخرت لپاره کار وکړي.


۴۷. عاجز هغه دئ چي د زړه په هوس او خواهشاتو پسي ځي او د الله جل جلاله  څخه بې ځایه امید ونه لري.


۴۸. څوک چي د یتیم سرپرستي او پالنه کوي، نو الله جل جلاله  به دجنت لاره ورته اسانه کړي.


۴۹. يو ځای ډوډی وخورئ! جلاوالي او تفرقه مه کوئ؛ ځکه برکت د جماعت او ټولۍ سره دئ.


۵۰. مؤمن درو شیانو ته محتاجه دئ: ۱.د الله جل جلاله د خدايي تایید کول، ۲. د خپل ځان لپاره خیر غوښتل، ۳ . خیر خواهانو نصیحت قبلول.


ماخذ : سپڅلي  خبري 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته