مغربي هیوادونو څنګه ترقي وکړله ؟
لیکنه : عبدالسلام حنفي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
زموږ په ټولنه کې خلګ دا ګمان کوي چې د غربي ټولنې ناوړه تقلید او د هغوي ناوړه عادات او خویونه په خپل ځان کې راوستل به زموږ د ترقي سبب شي، خو لیکن دا یوه شیطاني دهوکه ده .
بلکي باید دې ته فکر وکړل شي چې غربي هیوادونو پرمختګ څنګه وکړي نو په دې باره کې د مفتي شفیع صاحب رحمه الله یوه وینا چې مفتي تقي عثماني صاحب په خپلو خطباتو کې بیان کړي ده درته لیکم مفتي صاحب وايي.
چې په باطل کې د راوچتیدلو او پرمختګ کولو طاقت نشته ځکه چې الله جل جلاله په قرانکریم کې دا خبره بیان کړي ده (ان الباطل کان زهوقا ) یعني باطل ختمیدلو واله دي ، د راپورته کېدو توان نه لري خو که چیرته یو باطل قوم او باطل سړی وویني چې پرمختګ کوي.
نو پوهه شه چې یو حق شي د هغه سره ملګري شوي دي ، او هغه حق څیز ورته پرمختګ ورکړي دي ، کنه په باطل کې دا طاقت نشته دي،او په دنیا کې اصلاً حق د سربلندي لپاره راغلي دي ، په حق کې هیڅ کله د راغوځیدو او ښکته کیدو صلاحیت نشته دي.
بلکي همیشه لوړ وي خو که چیرته تاسو یو قوم ولیدي چې هغه د زوال او انحطاط سره مخ دي نو په دې پوهه شه چې د هغه سره یو باطل شي ملګري شوي دي ، چې د هغه قوم د زوال سبب شوي دي که چیرته حق وي نو هیڅ کله به هم نه وي راغورځیدلي ، نو په دې سبب چې مغربي قومونو نن کومه ترقي او پرمختګ کړي دي.
دا د خپل باطل په وجه سره نه دي بلکي یو حق شي، د هغوي سره ملګري شوي دي کوم چې د دوي د پرمختګ سبب شوي دی، نو واقعاً هم تاسو که نن سوچ ورته وکړي بعضي داسي تعلیمات چې د اسلام تعلیمات دي او مسلمانانو پریښي دي او غربي قومونو په خپل ځان کې راوستلي دی.
نو د غربي قومونو د پرمختګ سبب او د مسلمانانو د زوال سبب شوي دي هغه لکه په تجارت کې دهوکه ، دروغ ، خیانت ، غله ، رشوت ، قتل ، وغیره نور داسي کارونه چې د هغوي د پرمختګ سبب شوي دي.
نو که مسلمانان هم غواړي چې پرمختګ وکړي نو اصلي لاره يي همداده چې دغه اسلامي تعلیمات په ځان کې راولي ، چې د دوي د پرمختګ سبب شي، خو که چیرته دوي د پرمختګ اسباب د غرب تقلید او د هغوي ناوړه دودونه بولي. او هغه په خپل ځان کې راولي او په ځاي اسلامي تعلیماتو ته شاه کوي نو دا دې پرمختګ وسیله نه بلکي د زوال سبب کیږي .
خطبات تقي عثماني حفظه الله
www.taleemulislam.net