تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عصري علومو په مرسته د اسلام برم ساتلی سو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 30, 2023
  0

 

لیکنه: بریالی فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د عصري علومو په مرسته د اسلام برم ساتلی سو


موږ په کتابونو کي لولو، چي په تېرو کلونو کي مسلمانان ډېر پرمختللي وه، ټوله اسلامي نړۍ یو ئې حکومت او یوه ئې خبره وه، د مسلمانانو فتوحات تر اروپا پوري رسېدلي وو، د نړۍ اکثریت د تجارت او ټرانزيټ لاري زموږ په کنټرول کي وې، د عثماني خلافت څخه آن اروپایانو او روسانو ډار درلود، د کفري هیوادونو ځوانان به اسلامي هیوادونو ته د زده کړو له پاره راتلل، اسلامي پوهنتونونه په نام ول، مکه او اندلس د نړۍ په کچه د علم مراکز ول، اروپايي ځوانانو ته به د عربي ژبي زده کړه د عصریت او پرمختګ نخښه ښکارېده، خو نن ورځ دا هرڅه نسته، موږ ۱۸۰ درجې تغیر کړی دئ. 


نن هرڅه برعکس دي، عثماني خلافت نسته، په مقابل کي ئې اروپايي ټولنه او ناټو سته، د نړۍ د تجارت لاري که څه هم په اسلامي هیوادونو کي تېرېږي، خو واک او اختیار ئې د غربیانو په لاس کي دئ، نن یو مسلمان ځوان دا هیله لري، چي د مدینې یا الازهر نه؛ بلکي په اکسفورډ او کیمبرج پوهنتونونو کي د زده کړو فرصت ترلاسه کړي، نن هرځوان عربي نه بلکي د انګرېزي ژبي د زده کړي په هڅه کي دئ، د دا ۱۸۰ درجې تغیر عوامل څه دي؟ 


مسلمانانو دا هرڅه څنګه دلاسه ورکړه؟ مسلمانان ولي نن ورځ د نړۍ د رهبریت له مقامه را ولوېدل؟ 


د پورته پوښتنو جوابونه ښايي ډېر وي، هر د نظر خاوند به د خپلي زاویې څخه د دې معضلې مختلف عوامل یاد کړي. 


آیا کله مو فکر کړی دئ، چي په هماغه وخت کي مسلمانان د علم خلګ ول، دا کوم ډول علم وو؟ اروپایي ځوانانو زموږ په اندلس او مکه کي څه زده کول؟ 


مسلمانانو ته دا اروپايي ځوانان ځکه راتلل، چي د دوی څخه ساینسي علوم زده کړي، په طب، انجینرۍ، زراعت او داسي نورو عصري علومو کي د هغه وخت مسلمانانو ساری نه درلود، په همدې خاطر د غربي هیوادونو ځوانان پر را مات ول، چي د دوی څخه یوڅه زده کړي. 
هو! همدا د مسلمانانو مدنیت وو، همدا د مسلمانانو د پرمختګ لامل وو او همدا لامل وو، چي مسلمانان ئې پر نړۍ واکمن کړي ول، مسلمانان ئې د نړۍ د سیاست او اقتصاد واکداران کړي ول. 


هو! د عصري علومو په مرسته موږ کولای سو، پرمختګ وکړو، د اسلام برم وساتو او د مسلمانانو مخکنی شان او رعب یو ځل بیا را تازه کړو او د نړۍ د سیاست او اقتصاد واګي په لاس کي واخلو.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته