تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دانجونو روزنه او پالنه په دینی احساس سره وکړي:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 13, 2021
  0

 دانجونو روزنه او پالنه په دینی احساس سره وکړي:


تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 د انجونو روزنه او پالنه په خورا خوشحاله زړه، روحانی خوښی او دینی احساس سره وکړي:  او په بدل کې يې له  الله جل جلاله د جنت هیله ولري، د نبی اکرم صلی الله عليه وسلم لارښوونه ده: کوم سړی چې د دری لوڼو یا دری خویندو پالنه وکړه هغوي ته يې ضروری ښوونه روزنه زده کړه او د مهربانی چلند يې ورسره وکړ، ان تردی چي الله جل جلاله له هغوي بی نیازه کړي، نو د داسې سړی لپاره الله جل جلاله جنت واجب کړ، پر دی خبره یو سړی وویل: که دوه وی، نبی صلی الله عليه وسلم وفرمایل د دوه نجونو د پالني همدا بدله ده حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمایی، که خلکو د یوی نجلی په باب پوښتنه کړی وای نبی صلی الله عليه وسلم همدا زیری ورکاوه [ مشکوة ]


حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها فرمایی چې يوه ورځ يوه ښځه د دوه لوڼو سره ماته راغله او څه یې وغوښتل، ما سره یوه خرما وه، ما د هغی په لاس کې کیښوده، هغی ښځی خرما دوه ځایه کړه او نيمه نیمه يې دواړو لوڼو ته ورکړه ة:  او پخپله یې ونه خوړه، له دې وروسته هغه پاڅیده او بیرون ووته، همدا وخت نبی صلی الله عليه وسلم کورته راغي، ما هغه ته دا ټوله پیښه واوروله هغه چي واوریده ويي  ویل، هر څوک چې د نجونو د پیدایښت په وسیله و ازمایل سي او هغه ورسره ښه چلن وکړی او په ازمیښت کې بریالي سی ، نو دغه نجونی به دقیامت په ورځ د هغه لپاره  جهنم له اوره (دساتنی لپاره ) ډال  (سپر) سي [مشکوة]


ماخذ : په اسلام کې  دژوندانه اداب

 
www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته