تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عادات په ژوندکي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 29, 2022
  0
لیکنه : مبارک شاه اغا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د خلکو په ډک عدالت کي قاضي د لاس د پرې کولو حکم وکړ، نو هغه په لوړ اواز وویل: زما د  لاس دپرې کولو دمخه زما د مور ژبه پرې کړی، کله چي ما په ژوند کي په لومړي ځل غلا وکړه، نو هغې زه ولي نه راګرځولم، که يې په هغه ورځ راګرځولی وای، نن به زه غل نه وای.
دوستانو! د ماشومانو د ښه او بد عادت تر شاه د مور او پلار لاس وي.
 
که مور او پلار ماشوم په ښه تربیه سره نېک انسان جوړولای سي او په لږ پې پروايې کولو سره د هغه څخه بدعمله او د کښته اخلاقو لرونکی کیږي.
 
عادت څه ته وايي او دعادت او خصلت فرق څه دی
 
هر هغه کار چي انسان يې مسلسل ترسره کوي، عادت ورته ویل کیږي، د مثال په ډول: څوک میز ټکوي څوک بیا پر ځای خط لیکي، دا دهغوی عادتونه دي.
 
بلکي خصلت هغه شی دی چي انسان په مثبت یا منفي اړخ کي د نورو انسانانو څخه بېله وي.
 
د ماهرینو مطابق: هر هغه کار چي انسان يې مسلسل څلوېښت ورځي ترسره کړي، هغه د انسان خصلت جوړیږي چي بیا د هغه پرېښودل تقریبا ناممکن وي.
 
د ماشومانو په طبیعت یا فطرت کي ۶۵٪ شیان یا کارونه په مورثي ډول تر سترګو کیږي.
 
هر هغه ماشوم چي په ادبي چوکاټ کي خبري کوي د ښه او بد فرق کولای سي، یقینا هغه خوش قسمته دي ددې تر شاد مور او پلار لاس دی.
 
بل اړخ ته هغه ماشوم چي ددې عادات او طریقو څخه خالي وي ددې مسئولیت هم دمور او پلار پر غاړه دی.
 
د ارواپوهني دنویو تحقیقاتو مطابق د ماشوم په ژوند کي لومړی شپږ کاله د ډېر اهمیت وړ دي، چي هغه په دې عمر کي ارثي عادات خپلول شروع کوي، په دې عمر کي ماشوم  زده کړه کوي، دمثال په ډول: کله چی دروازه ټکيږي،پلار ماشوم ته وايي چي ورته ووایه: چي پلار په کور کي نسته.
 
نو دا ټول څه د  ماشوم د ذهن پر تخته نقش کیږي کله چي هغه لویږي هغه هم دا کړنه ترسره کوي.
 
د مور او پلار له پاره د الله تعالی دغه فرمان ډېر واضح دی.
سورة التحریم. ۶
 
ضرورت دې خبري ته دی، چي مور او پلار په ماشوم کي د بهترین عادتونه عادي جوړ کړي، او ددې امورو يې پابندي وکړي.
 
۱: احتساب: تر ټولو اول مور او پلار دخپل ځان سره حساب وکړي او په خپل ځان کي موجود اخلاقي او عملي کمزوری لیري کړي.
۲: دضرورت په اندازه تنبیه: ماشومان پر غلطي د ضرورت په اندازه تنبیه کړی او  غلطي ورته په ګوته کړئ.
۳: ستاینه يې وکړی: د ماشومانو د ښه کارو ستاینه وکړی او حوصله او همت يې ور لوړ کړی.
۴: دعاء: خپل اولاد ته داسي دعاء وکړی: اې الله! زموږ له پاره يې د سترګو یخ والی وګرځوې. سورة الفرقان: ۷۴
۵: په خبرو او کړنو کي موافقت: د مور او پلار په حیث مور باید خبري او عمل یو وي، ځکه ماشوم هغه نه کوي، چي ته ورته وايي، بلکي هغه کوي، چي ته يې کوې، کله چي والدین بریالي وي نو به ماشومان هم بریالي کیږي.
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته