تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خالق پر لور(لومړۍ برخه/ سریزه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 14, 2024
  0

لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د خالق پر لور (لومړۍ برخه/ سریزه) 

 

یادونه: درنو لوستونکو (د خالق پر لور)  کتاب د سیمي د نوموتي لیکوال او ژباړن علي الله متوکل اثر دئ، چي د اسلام ددین ارزښت، د اسلام ددین پرمختګ، د اسلام ددین حقانیت، د اسلام ددین ښې ګڼي او... راښيې  د کتاب ارزښت ته په کتو د تعلیم الاسلام ویب پاڼي اداره يې ئې خپروي، هیله ده دیني او علمي دنده مو په ماته سي.

  
الحمد لله رب العالمين و الصلوة و السلام علی سيد المرسلين محمد و علی آله و صحبه و من تبعهم باحسان الی يوم الدين و بعد:


اسلام د الله جل شانه په نزد یوازنی دین دئ (ان الدين عند الله الاسلام). له کومي ورځي څخه چي اسلام ښکاره سوی، تر ننه پوري همداسي په چټکۍ او تیزۍ سره ورته د نورو ادیانو څخه غیر مسلمانان را درومي. 


پر چا د امام المرسلین صلی الله علیه وسلم  ژوند اغېز  وکړي، څوک د اسلام د اقتصادي نظام تر اغېز لاندي راسي، څوک پکښي ساینسي حقیقتونه و مومي،  او څوک بیا د سیدنا عمر فاروق رضی الله عنه په څېر د قرآن کریم په اورېدو سره خوله خوله سي، نو خپل قدمونه نه سي کابو کولای او د اسلام د سپیڅلي دین پر لور راسي او د حقیقي خالق جل جلاله نژدې والی او محبت ئې نصیب سي.


د ۲۰۰۷ مېلادي کال را په دې خوا اسلام د نړۍ د ټولو آسماني، وضعي او باطلو ادیانو په منځ کي، تر ټولو چټک خپرېدونکی دین دئ. نن د نفوس له لحاظه عیسویت د نړۍ لومړی او اسلام دوهم دین دئ، خو ډېر ژر به  د الله رب العزت په مرسته او د اسلامي داعیانو، علماؤ او د دین د مخلصینو په مټ دا دین د نړۍ لومړۍ دین وګرځي، ان شاء الله.


تردې کتاب وړاندي د تکړه لیکوالانو لخوا اسلام ته د نوي مسلمانانو پر راتګ کتابونه  لیکل سوي دي. ددې کتاب توپیر د نورو چاپ سوو کتابونو سره دومره دی، چي دلته یوازي د مسلمانانو پر کیسو بسنه نه ده سوې، بلکي تر ټولو وړاندي دا ښودل سوې، چي د دین ضرورت څه دئ؟ او که دین ولرو، نو بیا د سلګونو او زرګونو ادیانو په منځ کي اسلام ولي باید قبول سي؟ (چي د اړونده جوابونو لپاره زیات عقلي، خو لږ نقلي دلائل را ټول سوي). 


تردې وروسته هغه دلائل او لاملونه ذکر سوي دي، چي له مخي ئې نوي مسلمانان و اسلام ته را درومي  او د کتاب په پای کي یوازي یو څو کیسې را اخیستل سوي دي.


ددې کتاب په تشویق، لیکنه او تصحیح کي د مولوي احمدالله ابو البدر، مولوي اختر محمد جهید او پوهیالي عزیز الرحمن عزیز لاس نیوی د هېرولو نه دئ. خالق جل شانه دي ورته جنتونه نصیب کړي. اللهم امین


السلام علیکم و من الله توفیق
علي الله متوکل 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته