تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مومنانو مور زینب بنت جحش رضی الله عنها
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 18, 2017
  0

 لیکنه: عبدالبصیر صمیمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
نوم او نسب ئي
 
لومړنی نوم يې برة وه، مګر رسول  صلی الله علیه وسلم  په زینب بدل کړ او شجره ئې داسي ده: زینب بنت جحش بن ریاب بن صبره بن مره بن خزیمه اسویه.  اسم کنية ئې ام الحکیم دی، کورنۍ ئي اسویه نومیده او  په نجد  کي  د کرج نومي سیمي ته نژدې اوسېدله، مور يې امیمه بنت عبدالمطلب بن هاشم بن عبدمناف بن قصي نومېده.
 
زینب  رضی الله عنها  په مکه مکرمه کي د هجرت څخه (۳۳) کاله مخکي پیدا سوې وه. زینب رضی الله عنها  د قریشو د مشهورو او مخورو میرمنو څخه وه.
 
 په عبادت، تواضع او لوړو اخلاقو باندي مشهوره وه، د سخا او نیکۍ له پلوه هم تر نورو مخکي وه.
 
عبدالله بن جحش رضی الله عنها  ئې سکنی ورور  وو.  له لومړنیو مسلمانانو څخه شمېرل کیږي، د زینب  رضی الله عنها  اولنی خاوند زید بن حارثه  رضی الله عنها  نومېدی او  رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ورته  ډېر په درنه سترګه کتل .
 
د زید په باره کي رسول صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي :( ولقد کان احب الناس الیَ)
ژباړه:  زید ماته تر ټولو خلکو زیات ګران دئ.
 
مور ئې سعدی ثعلبه نومېده، تر اسلام مخکي د خپلي کورنۍ د لیدو له پاره له مکې څخه روانه سوه،  اته کلن زوی زید رضی الله عنها  هم ورسره و، په لاره کي د بنی القین خلکو پر حمله وکړه،  ډېر شیان ئې ورڅخه یوړل، ماشومان ا و ښځي ئي هم د ځان سره وتښتول. زید رضی الله عنها  هم په تښتول سوو کسانو کي و، تښتونکو زید رضی الله عنها  او نور  بازار ته بوتلل ، خرڅ یې کړل.  حکیم بن حزام  زيد له دوی څخه په (۴۰۰) درهمه رانيوی او خپلي عمه خديجې  رضی الله عنها  ته ئې هديه کړ . په دې ترتیب زید د غلام په توګه د خدیجې  رضی الله عنها  تر کوره راورسېدئ .  خديجې  رضی الله عنها  د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  سره تر ازدواج وروسته زيد هغه ته د  تحفې په  ډول ورکړ. او زید رضی الله عنها  د نبی کریم صلی الله علیه وسلم  د خدمت او صحبت په شرف مشرف سو.
 
 
که څه هم وروسته د زيد اکا او پلار ورپسي راغلل  ترڅو آزاد ئې کړي، خو ده د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  سره پاته کېدل غوره وبلل او پلار  ته ئې وويل :  د محمد صلی الله علیه وسلم  څخه مي داسي څه لیدلي دي ، چي هیڅ وخت به ځني جلا نه سم؛ وروسته د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  لخوا په زوی سره ونيول سو او زينب  رضی الله عنها   ئې ورته  په نکاح کړه،  خو د څه وخت په تېرېدو سره ئې هغې ته طلاق ورکړ، کله چي ئې عده تېره سوه،  د الهي حکمت له مخي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په دې مکلف سو،  چي د زینب رضی الله عنها  سره واده وکړي.
 
د رسول صلی الله علیه وسلم  سره د واده شرف
 
په جاهليت کي د عربو دا قانون و، چي هر څوک به ئې په زوى والي سره ونيوى هغه به داسي سو لکه د دوى  نسلي زوی، د دوى په تقليدي قانون د دغه زوى ښځه پر هغه چا حرامه وه، چي دئ ئې په زوى والي سره نيولى و، نو کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د زينب  رضی الله عنها  سره دالله په حکم  نکاح وکړه، د عربو هغه مخکنی قانون هم ورسره لغوه وګرځېدی.
 
زینب به ټول عمر پر نورو بیبانو فخر کاوه، چي تاسي خپلو پلرونو رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته په نکاح ورکړی یاست، خو زه الله خپل رسول ته په نکاح ورکړې یم.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم د زینب سره د مریسیع د غزا څخه تر راستنېدو وروسته د هجرت په (۵) کال د ذو العقدې په میاشت کي واده وکړ، انس رضی الله عنها  فرمایلي  چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د زینب په واده کي تر ټولو ښه ولیمه وکړه.
 
ځانګړتياوي
 
زینب  رضی الله عنها  د نسب او مقام له امله د قریشو د مخورو څخه شمېرل کیږي، همدا راز د تقوی، دین او  اخلاقو له مخي هم تر ټولو مخکي وه، عائشه  رضی الله عنها  ئې په اړه وايي: ما تر زینب رضی الله عنها  ډېره دینداره ښځه هیڅ نه وه لیدلې. هغه زیاته دینداره، رښتینې، تقواداره، د خپلوۍ پالونکې او سخي ښځه وه.
 
یو وخت عمر  رضی الله عنها  د خپل خلافت پر مهال (۱۲۰۰۰) درهمه ور واستول، زینب رضی الله عنها هیڅ ورته ونه کتل، فوراً ئې امر وکړ،  چي دا ټول مال ووېشئ. عمر رضی الله عنها   به ویل،  چي دې مېرمني ته د خیر اراده سوې ده.
 
وفات
 
د رسول صلی الله علیه وسلم  تر رحلت وروسته زینب رضی الله عنها  په خپل کور کي په عبادت بوخته وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپلو مېرمنو ته فرمایلي وه: ( اسرعکن لحاقا بی اطولکن یدا)؛ له تاسي څخه به هغه يوه ډېره ژر راپسي راسي، چي لاسونه ئې تر نورو اوږده وي، کله کله به بیبیانو خپل لاسونه سره اندازه کول، چي د چا لاسونه اوږده دي. 
 
خو د رسول الله  صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته  لومړۍ زینب رضی الله عنها وفات سوه،  رسول الله صلی الله علیه وسلم له اوږده لاس څخه مطلب صدقه او خیرات و،  زینب صلی الله علیه وسلم د خپل ځان لپاره کفن تیار کړی و، د مرګ په وخت کي ئې وویل، چي کېدای سي عمر رضی الله عنها  کفن راواستوي، نو تاسي  یو ځني خیرات کړئ،  کله چي وفات سوه، نو عمر  رضی الله عنها  کفن ورته را واستاوه او د دې خور حَمنې یو کفن خیرات کړ.
 
زینب  رضی الله عنها  په (۲۰)  شلم هجري کال وفات سوه او د جنازې لمونځ ئې حضرت عمر رضی الله عنها  اداء کړ. 
 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  صلی الله علیه وسلم  دې میرمني ته د  اواهه لقب ورکړی و. اواهه ( عابده او الله ته تابع ښځه). رضی الله عنها وارضاها.  
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۷ ګڼه
 
------------------------------
حضرت زینب بنت خزیمه رضي الله عنها
حضرت جویریه بنت الحارث رضی الله عنها
حضرت ام سلیم رضی الله عنهما 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته