تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت حسین ؓ شهادت په کربلا کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 21, 2019
  0

راغونډونه: شریف الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د کربلاء پېښه

که دا ممکنه وای چي له دې زړه دردونکي پیښي نه یادونه ونشي، او که ددې غميزي پرېښودل شوني وای، نو موږ به کله هم هغه حادثه پر ژبه نه وای راوړې چي په یاد سره یې د انساني ضمير سر ځمکي ته ټیټیږي، خو تاريخ څه نه پرېږدي له پیښو سره یو ځای حرکت کوي ، پیښي که هر ډول وي په زړه او دماغ یې اثر او اغېزه چي هر ډول وي ، راوي او تاريخ لیکونکی مجبور دی چي پخپل زړه تيږه را واړوي او پیښي نقل کړي، ضمير او عقيده چي یې هر څه وي اړ دی چي ښه او بد حوادث بيان کړي، ځکه پرته لدې تاريخ نا مکمل دی ، د حالاتو او واقعاتو بشپړ تحليل او تصویر ناشونی وي او صحیحو پایلو ته رسېدل ګران وي. 


       له با احساسه، درد مند، او د ویښ ضمير له خاوندانو نه چي د اهل بیت مقام پېژني په معذرت سره دا غمجنه پېښه د قلم په ژبه چي په وینه ليکي وړاندي کوو.


حضرت حسین رضي الله عنه له یزید سره بیعت ونکړ او په خپل دريځ ولاړ وو. د خپل امجد بابا علیه الصلاة والسلام په مدينه کي اوسېده د یزيد حکومتي مأمورینو او مسؤلینو د حضرت حسین رضي الله عنه له بیعت نه انکار ته دومره اهمیت ورکړ چي د عبدالله بن عمر او عبدالله بن زبیر رضي الله عنهما او نورو حضراتو انکار ته یې هومره اهمیت نه دی ورکړی، ځکه هغوی ته د حضرت حسین رضي الله عنه مقام له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې اړیکي ، عظمت او اهمیت ښه معلوم وو، او په دې پوهېدل چي دا انکار به څه اغېزې ولري، او دا هم وه چي دې خبري د حضرت حسین رضي الله عنه د پلار حضرت علي رضي الله عنه له تاریخ سره تړاو درلود .


دا مأمورین له هغه پیښو نه هم ښه خبر وو، چي د حضرت معاویه رضي الله عنه په دوران کي څه واقع شوي وې ، نو ډېر فشار یې راوړ ، خو حضرت حسین رضي الله عنه تسليمي نه قبلوله او نه یې خپل موقف بدلاوه، له پوره بصيرت، کلک عزم او ارادې سره پخپله خبره ټینګ ولاړ وو او د ویښته برابر انحراف یې ونه کړ.


حضرت حسین رضي الله عنه ته د عراقیانو بلنه او حضرت مسلم بن عقیل رضي الله عنه عراق ته لېږل.
کله چي د یزید او عمالو (مأمورینو) له خوا فشار زیات شو د بیعت لپاره یې ډېر شدت او سختي کوله، نو حضرت حسین رضي الله عنه له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته حجرت وکړ او هلته یې پناه واخیستله هملته له عراق نه ډېر لیکونه ورته راغلل چي عراق ته د تللو بلنه یې ورکوله .


عراقیانو تقریباً (۱۵۰) لیکونه ورته را واستول او غوښتنه یې ورنه کوله چي عراق ته ورشي، او دا یې ورته لیکلي وو چي یو لک کسان یې ملاتړ ته تیار دي، باید زر راشې چي خلګ د یزید پر ځای بیعت ورسره وکړي.


په دې وخت کي حضرت حسین رضي الله عنه خپل د تره زوی حضرت مسلم بن عقیل رضي الله عنه عراق ته ولېږه چي د حالاتو په حقیقت ځان پوه کړي او په دي سلسله کي یې یو لیک هم ورسره ولېږه.


حضرت مسلم رضي الله عنه چي کوفې ته ورسېدی ، کوفیانو ښه معامله ورسره وکړه د حضرت حسین رضي الله عنه د امارت بیعت یې ورسره وکړ او قسمونه یې وخوړل چي په سر او مال سره به یې ملاتړ اودفاع کوي.


په پیل کي دولس زره کسان او بیا اتلس زره کسان ورته راټول سول حضرت مسلم رضي الله عنه چي دا حالت ولید نو حضرت حسین رضي الله عنه ته یې یو لیک واستاوه چي عراق ته راسي حالات برابر او خلګ بیعت ته تیار دي.


حضرت حسین رضي الله عنه له مکې نه کوفې ته حرکت وکړ هلته یزید د کوفې والي نعمان بن بشیر عزل کړ ځکه د حضرت حسین رضي الله عنه په هکله یې د کمزورۍ دریځ درلود او د هغه پر ځای يې عبیدالله بن زیاد بن سمیه مقرر کړ او د کوفې ولایت یې له بصرې سره یو ځای کړ.


کوفیان له حضرت مسلم رضي الله عنه سره جفا کوي  
حضرت مسلم بن عقیل رضي الله عنه په آس پښه واړوله خپل شعار (يَا مَنْصُور أَمِتْ) یې پورته کړ، څلور زره کوفیان را غونډ شول، عبیدالله بن زیاد له خپلو عسکرو او پیروانو سره قصر ته ننوت او دروازې یې ورپسي وتړلې او کله چي حضرت مسلم رضي الله عنه له خپل لښکر سره د قصر دروازې ته ورسید د قبایلو مشرانو چي له عبیدالله بن زیاد سره په قصر کي دننه وو د خپلو قبیلو خلګو ته چي له مسلم بن عقیل رضي الله عنه سره ملګري وو اشاره وکړه چي مسلم رضي الله عنه پرېږدي او ورنه لاړ شي، تهدید یې کړل او ویې ویرول عبیدالله ځیني کسانو ته دنده ورکړه چي په کوفه کي ګزمې وکړي او خلګ دې ته وهڅوي چي د مسلم رضي الله عنه له ملګرتیا نه لاس واخلي.


همداسي وشول خلګو هم هغه وکړل چي عبیدالله غوښتل ، ښځي له کورونو نه راووتلې او خپلو زامنو ته یې وویل چي کورونو ته لاړ شئ، سړي به هم خپلو زامنو او خپلوانو پسي وو چي تښتئ کورونو ته ننوځئ، که نه نو سهار د شام پوځ رارسېدونکی دی بیا به څه کوی؟ د تېښتي لاره به مو نه وي. په دې سره یو یو په شا کېدل ، ډیرو د مسلم بن عقیل رضي الله عنه خوا پرېښوده ، یوازي پنځه سوه کسان ورسره پاتي شول هغه هم ورو ورو کمېدل ، درې سوه پاتي شول ، بیا نور هم ورنه وتښتېدل یوازي دېرش کسان پاتي شول ، د ماښام لمونځ یې چي ادا کړ د کنده په لور روان شو هلته یوازي لس کسان ور سره پاتي شوي وو، بیا هغه لس هم ټینګ نه شول، حضرت مسلم رضي الله عنه یک تنها بي یاره او مددګاره په میدان کي پاتي شو ، دومره څوک هم نه وو چي لاره ور وښیې ، یا څه همدردي ور سره وکړي یا په خپل کور کي ځای او پناه ورکړي . په دې ډول حالت کي حضرت مسلم رضي الله عنه په خپل ذهن یوه لاره ونیوله، خو هري خوا ته تپه تياره وه، نه پوهېده په کومه لاړ شي ګرځېده را ګرځېده.


له حضرت مسلم بن عقيل رضي الله عنه سره د کوفیانو جفا قصه خورا ډیره اوږده او له حده زیاته غموونکې ده . 
په دې غمجنه قصه کي دا دلایل سته چي ثابتوي له مادي قوت، له مقام او منصب نه اغېزمن کېدل ، او حرص د انسان پخوانۍ کمزوري ده او ډیر ځله انسان ددې په وړاندي د تسليمی سر ایښی،  په همدې خاطر یې اصول، اقدار او ارزښتونه هېر کړيدي.


په هر حال، بالاخره حضرت مسلم بن عقیل رضي الله عنه یوه کورته پناه يووړه ، کور له ټولو خواوو نه محاصره شو خلګو حمله ورباندي ور وړه ، هغه هم توره په لاس ولاړ وو، خلګو چي حمله ور وړه ، حضرت مسلم رضي الله عنه په دې وتوانېد چي حمله په شا وتمبوي ، او درې ځلي یې خلګ د کور نه په وتو اړ کړل ، بیا هغوی د تیږو ګوزارونه وکړل ورپسې یې لرګي راوړل اور یې ورته کړ ، دودونه یې وکړل ، د حضرت مسلم رضي الله عنه نفس بند شو، دېته اړ شو له توري سره دباندي را ووځي او هلته لاس په لاس جګړه پېل شوه بیا د هم هغه کور مالک چي ده پناه وروړې وه ، پناه او امان ورکړ ، نو حضرت مسلم رضي الله عنه ځان هم هغه ته وسپاره ، خو هغه هم خیانت او جفا ورسره وکړه او دښمنانو ته یې تسليم کړ.


مخالفینو په یوه کچره سپور کړ ، توره یې ورنه واخیستل او روان یې کړ، هغه تش لاس وو، ژړا ورغله او په دې باور وو چي حتماً به وژل کېږم. 

 

 


د حضرت حسین رضي الله عنه په نوم د حضرت مسلم رضي الله عنه پيغام        
په همدغه ورځ یا یوه ورځ وړاندي حضرت حسین رضي الله عنه له مکی نه روان شوی وو‍‍، حضرت مسلم رضي الله عنه په کوفه کی محمد بن اشعث رضي الله عنهما ته وویل: که کولی شې زما زباني پیغام حضرت حسین رضي الله عنه ته ورسوه او ورته  ووایه چي بیرته مکي ته ستون شه.


محمد بن اشعث رضي الله عنه د چا په لاس حضرت حسین رضي الله عنه ته د حضرت مسلم رضي الله عنه پیغام ورساوه او د بیرته ستنېدو خبر یې ورته وکړه ، خو حضرت حسین رضي الله عنه د پیغام وړونکي خبر ونه منله، او ویې فرمایل : څه چي الله جل جلاله ټاکلي وي هم هغه به کیږي. 


هلته حضرت مسلم رضي الله عنه د ابن زیاد و مخي ته ودرول شو، د دواړو تر منځ سختي خبري تبادله شوې ، بیا د ابن زیاد په حکم حضرت مسلم رضي الله عنه د ماڼۍ سرته وخېژول شو، هغه هلته تکبیر ، تهلیل، تسبیح، استغفار، حمد او درود ولوست، په همدې وخت کي یو تن چي بکیر بن عمران نومېدی د توري ګوزار پرې وکړ ، غاړه یې ووهله او مبارک سر یې له قصر نه لاندي را واچاوه ور پسې یې نور بدن هم په ځمکه وغورځيده .


حضرت مسلم بن عقیل رضي الله عنه له محمد بن اشعت رضي الله عنه نه دا غوښتنه کړې وه چي یو کس حضرت حسین رضي الله عنه ته ولېږي او دده دا پیغام ور ورسوي چي له خپلي کورنۍ سره بیرته  وګرځي او د کوفیانو په خوله دوکه نشي ، ځکه دا ستا د قدرمن پلار هغه دوستان او پیروان دي چي هغه رضي الله عنه له دوی نه د ځان خلاصۍ په خاطر د مرګ یا شهادت هیله کوله ، همدې خلګو له هغه سره دوکه او چل کړی وو، له ما سره یې هم فریب او دوکه وکړه ، دا دروغجن دي او دروغجن خلګ هیڅ کله رایه او خبره نه لري ، د خبري خلګ نه دي.


دا پیغام وړونکی له حضرت حسین رضي الله عنه سره د زباله په سیمه کي یو ځای سو ، له دې ځایه تر کوفې پوري د څلورو شپو مزل وو، پيغام یې ور ورساوه ، نو حضرت حسین رضي الله عنه وفرمایل : څه چي په تقدیر کي وي هم هغه به کیږي، الله تعالی دي موږ ته د خپل عزم ، نیت ، اقدام او د حکامو په بدیو صبر ، اجر او بدله راکړي .


خلګ چي خبر شول حضرت حسین رضي الله عنه کوفې ته تګ باندي ټینګار کوي ، نو ورباندي ووېرېدل ، ددې رایي د بدلولو او نه تګ غوښتنه یې ځني وکړه ، یو شمېر محبت لرونکو او د رایي خاوندانو عراق ته د نه تللو مشوره ورکړه ، حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ورته وویل : د عراق خلګ دوکه باز او چلباز خلګ دي ، په هغوی باندي مه تېروځه ، همدلته مکه کي پاتي شه تر څو عراقیان خپل دښمن له هغه ځای نه وباسي ، بیا به هلته ورشې .


حضرت حسین رضي الله عنه ورته وفرمایل: د تره زویه! په دې پوره باور لرم چي ته خیر خواه، مهربان او شفیق دوست یې ، خو اوس ما د تګ فیصله کړېده حضرت عبدالله رضي الله عنه ورته وفرمایل: که ته خپله فیصله نه بدلوې او تګ حتمي وي ، نو ماشومان او ښځي مه درسره بیایه ، ځکه وېره لرم هسي نه ته هم لکه حضرت عثمان رضي الله عنه د ماشومانو او مېرمنو په وړاندي په شهادت ورسول شې.


همدارنګه حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما هم د نه تللو مشوره ورکړه ، خو حضرت حسین رضي الله عنه خپله رایه بدله نکړه ، بیا نو حضرت ابن عمر رضي الله عنهما غیږي ورکړې ورته په ژړا شو او ویې ویل دا شهید په الله تعالی سپارم .
حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنهما هم ورته وویل: چي عراق ته د تللو اراده دي بدله کړي ، حضرت حسین رضي الله عنه هغه ته وفرمایل : ماته د څلوېښت زره کسانو د ملاتړ خبر را کول شویدی، ټولو په طلاق او عتاق سره قسم خوړلی چي زما ملاتړ به کوي ، په طلاق قسم داسي دی چي که غلطي یې وکړه او له خپل قول نه وګرځېد، نو مېرمن به یې طلاقه وي ، او د عتاق قسم دا دی ، چي که د قول او عهد مخالفت یې وکړ ، نو ټول غلامان به یې آزاد وي.


حضرت جابر بن عبدالله، ابو سعید خدري رضي الله عنهم او جلیل تابعي سعید بن المسیب رضي الله عنه هم عراق ته د نه تللو مشوره ورکړه ، خو حضرت حسین رضي الله عنه په خپله اراده کلک ولاړ وو، او چي روان شو په لار کي مشهوره شاعر فرزدق ورسره مخامخ شو ، د احوال پوښتنه یې ترې وکړه ، فرزدق وویل: اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زویه! د کوفیانو زړونه له تا سره ، خو توری یې ستا په خلاف دي او مدد له آسمان نه راځي.


حضرت حسین رضي الله عنه په کوفه او کربلاء کي 
حضرت حسین رضي الله عنه د خپلي کورنۍ سره د شپېتو نورو کسانو په ملتیا چي د کوفې اوسېدونکي وو، د عراق په لور خپل سفر ته ادامه ورکړه، لا خبر نه وو چي هلته کوفه کي څه حالات تېر شوي .


د لاري په اوږدو کي د حضرت مسلم رضي الله عنه له شهادت نه خبر شو ، حضرت حسین رضي الله عنه به وار وار( انا لله و انا الیه راجعون ) وایه . خلګو ورته وویل اوس یوازي الله تعالی ستا ساتونکی دی ، حضرت حسین رضي الله عنه وفرمایل : اوس له هغه نه پس ژوند خوند نه راکوي ، او کله چي (حاجر) ته وررسېدل ویې فرمایل: زموږ پیروانو له موږ نه خپله لاره بېله کړېده، رانه جدا شویدي ، اوس که څوک له دې ځای نه ستنېدل غواړي ، نو تللای شي ، اعترض نه ورباندي کوو، په دې سره هغه خلګ (اعراب) چي د لاري په اوږدو کي ورسره ملګري شوي وو ورنه روان سول، پخپله لار روان شول او یوازي هغه کسان ورسره پاتي شول چي له مکې نه ورسره ملګري وو. 


هلته حضرت حسین رضي الله عنه له لیکونو نه دوې ډکي کڅوړي را واخیستې ، خلاصي یې کړې، خطونه یې اوار کړل ځني برخي یې ځني ولوستلې، حُر وویل: موږ له هغه کسانو څخه نه یوو، کوم چي تا ته یې دا خطونه را استولي دي، موږ یو لیک هم نه دی درته لیکلی، بیا حُر له هغه ځای نه پورته شو او له خپلو ملګرو سره روان شو. 


د کوفې یو شمېر او سېدونکي حضرت حسین رضي الله عنه ته راغلل، چي ده ورنه د خلګو د احوالو پوښتنه ځني وکړه، له هغوی نه عبدالله العامري ورته وویل : مشران او د سر کسان ټول ستا په خلاف درېدلي دي ، توط‍ٔ‍‍‍‍ئه درته جوړه شویده ، ځکه زیات زیات رشوتونه ورکړل شویدي ، ضرورتونه يې پوره شویدي ، نو ځکه ستا په خلاف ولاړ دي او تر کومه ځایه چي د عوامو خبره ده د هغوی زړونه ستا لور ته مېلان لري ، خو توري یې ستا په خلاف کارول کیږي.


عبیدالله ابن زیاد له خپله اړخه عمر بن سعد د خبرو لپاره حضرت حسین رضي الله عنه ته ولېږه، حضرت حسین رضي الله عنه ورته وفرمایل: عمره ! له دې دریو خبرو نه یوه ومنئ : لومړی دا چي لار راته خوشي کړئ چي بیرته په هغه لاره ولاړ شم په کومه چي راغلی یم، که دا نه منی، نو یزید ته مي ورولئ، زه به هغه ته لاس په لاس کي ورکړم او څه یې چي خوښه وه هغه فیصله به وکړي ، او که دا هم نه منی، نو اجازه راکړئ د ترکانو سیمي ته لاړ شم او جهاد وکړم تر څو شهید شم.


عمر دا پیغام ابن زیاد ته ورساوه، او د ابن زیاد ښه داسي وه چي حضرت حسین رضي الله عنه یزید ته ورواستوي، خو شمر ذي الجوشن وویل: نه ، حضرت حسین رضي الله عنه به حتماً ستا حکم مني بیا دا خبره حضرت حسین رضي الله عنه ته ورسول شوه، هغه وفرمایل:  نه دا نشم منلای، جنګ چي کېده نو عمر بن سعد سستي کوله ، جنګ ته یې زړه نه ښه کاوه ، نو ابن زیاد شمر ذي الجوشن ورواستاوه، او امر یې ورته وکړ که عمر مخکي لاړ ، نو په جنګ کي ورسره شریک شه ، او که له مخکي تګ نه یې ډډه کوله نو ویې وژنه ، ځای یې ونیسه ، ته مي والي وټاکلې ، له عمر سره د کوفې له مشرانو نه دیرش کسان وو، هغوی وویل: د رسوالله صلی الله علیه وسلم لمسی د دریو خبرو وړاندیز کوي ، خو تاسي له هغو نه یوه هم نه منئ ! او په دې ترتیب هغه کسان د حضرت حسین رضي الله عنه خواته ورغلل او د هغه په ملګرتیا یې جګړه پیل وکړه.


په کربلا کي 
ابن زیاد ، عمر بن سعد ته امر وکړ چي پر حسین رضي الله عنه او ملګرو یې اوبه بندي کړي.


حضرت حسین رضي الله عنه او ملګرو یې توري را ایستلي وې، حضرت حسین رضي الله عنه خپلو ملګرو ته وویل: اوبه راوړئ، آسونو ته یې ورکړئ او د دښمن آسونو ته هم. 


بیا حضرت حسین رضي الله عنه د ماپښين لمونځ ادا کړ.


عمر بن سعد د حضرت حسین رضي الله عنه په لور روان شو ، شمر ذي الجوشن یې له پیاده لښکر سره پرېښود، مخکي لاړ د پنجشنبې په ماښام چي د محرم میاشتي نهمه نېټه وه هلته ورسېد، پدې ترتیب سره سورو او پیاده پوځیانو حضرت حسین رضي الله عنه او ملګري یې محاصره کړل.


پدې مهال حضرت حسین رضي الله عنه خپلي کورنۍ ته وصیت وکړ او خپلو ملګرو ته یې خبري وکړې او دا اختیار یې ورکړ چیرته چي ځی آزادانه تللای شي او ورته څرګنده یې کړه چي د دښمنانو هدف یوازي زه یم ، که تاسو لاړ شی غرض نه درسره لري ، په مقابل کي یې وروڼو، زامنو او ورېرونو ورته وویل: چي ته نه یې موږ ته ژوند اهمیت نه لري، الله عزوجل دي هغه څه نه راویني چي نه یې غواړو، خدای دي ستا غم نه راویني. د حضرت عقیل بن ابي طالب رضي الله عنه زامنو ورته وویل: زموږ سرونه ، مال او اولاد هر څه له تا نه قربان ، څه چي په تا راځي په موږ دي هم راشي ، چي ته نه یې په ژوند لعنت وایو.


حضرت حسین رضي الله عنه د جمعې د ورځي د سهار لمونځ ادا کړ، په ځینو روایاتو کي دغه د هفتې ورځ ښودل شوېده ، دا د محرم لسمه نېټه د عاشورا ورځ وه، د حضرت حسین رضي الله عنه په ملګرو کي دوه دېرش سواره او څلوېښت پیاده (پلي) وه .


حضرت حسین رضي الله عنه تیاری ونیوی ، په آس سپور شو ، او قرآن یې مخي ته کېښود ، زوی یې علي بن حسین رضي الله عنهما ( زین العابدين) چي ناروغ او کمزوری هم وو، د جګړې لپاره تیاري ونیول .


بیا حضرت حسین رضي الله عنه خلګو ته د یادوني په خاطر ځان ور وپېژانده او ورته بیان یې کړه چي هغه څوک دی ، د چا زوی او د چا لمسی دی ؟ مقام او مرتبه یې څه ده ؟ خلګو ته یې فرمایل اې! خلګو له خپلو زړونو پوښتنه وکړئ، خپلو ضمیرونو ته مراجعه وکړئ ، چي آیا له ما سره چي ستاسو د نبي صلی الله علیه وسلم لمسی یم جګړه صحیح او رواده ؟ حر بن یزید الریاحي راغی او ملاقات یې ورسره وکړ ، بیا په خپل آس سپور د یزیدي لښکر مخي ته ورغۍ او تر هغې وجنګېدۍ تر څو شهید شو .


په دي وخت کي شمر را وړاندي شو او د حضرت حسین رضي الله عنه په ملګرو یې حملې پیل کړې، هغوی به یو یو، یا به دوو دوو، مقابله سره کوله ، حضرت حسین رضي الله عنه به دعا ورته کوله فرمایل به یې: « جزاکم الله احسن جزاء المتقین » الله تعالی دي د متقیانو غوره بدله درکړي.


په دې ډول یې ملګري ټول مخي ته شهیدان شول ، د حضرت علي رضي الله عنه له زامنو او لمسیانو نه ډېر په شهادت ورسېدل.


شمر ذي الجوشن آواز وکړ : اوس د حضرت حسین رضي الله عنه په وژلو کي ځنډ د څه لپاره ؟ هم هغه وو چي زرعه بن شریک التمیمي وروړاندي شو او د سیدنا حضرت حسین رضي الله عنه په اوږه یې وار وکړ ، ورپسې سنان بن انس بن عمرو النخي د نیزې وارونه ورباندي وکړه او له آس نه کوز شو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمسي مبارک سر یې له تن نه جدا کړ او د خولې په لور یې وغورځاوه ، ابو مخنف وایي: چي د حضرت حسین رضي الله عنه له شهادت نه وروسته مي د هغه مبارک جسد ولید چي ۳۳ د نېزو او ۳۴ نور ټپونه یې خوړلي وو.


له سیدنا حضرت حسین رضي الله عنه سره ۷۲ نور کسان هم په شهادت ورسېدل.


محمد بن حنفیه وایې: چي ۱۷ کسان ورسره شهیدان شول او هغوی ټول د حضرت فاطمې رضي الله عنها له نسله وو.
په کومه ورځ چي حضرت حسین رضي الله عنه په شهادت ورسول شو ، هغه د ۶۱ هجري کال، د محرم میاشتي لسمه، عاشورا، د جمعې ورځ وه ، عمر یې ۵۴ کاله شپږ نیمي میاشتي وو.


د یزید په وړاندي
هشام وایې : کله چي د حضرت حسین رضي الله عنه مبارک سر راوړل شو، د یزید سترګي وګډېدلې، را وختلې او خلګو ته یې وویل : که تاسو حضرت حسین رضي الله عنه نه وای وژلی ما به اعتراض نه وو کړی، تاسو ته به مي څه نه ویل، د سمیه په زوی (ابن زیاد) دي د خدای لعنت وي، په الله قسم که زه هلته وای ، نو حسین رضي الله عنه ته به مي بښنه کوله.


د معاویه رضي الله عنه یو آزاد شوي غلام ویلي : کله چي د حضرت حسین رضي الله عنه سر د یزید مخي ته کېښودل شو، په ژړا شو او ویې ویل : که د ابن زیاد او حسین رضي الله عنه ترمنځ څه اړیکي د دوستۍ وای نو داسي به یې نه کول.


د حضرت حسین رضي الله عنه له ملګرو نه چي کوم کسان پاتي شوي وو، هغوی یزید ته راوستل شول، یزید لومړی ناوړه او سخته ژبه ورته استعمال کړه ، وروسته یې له نرمۍ نه کار واخیست، خپلو کورونو ته یې ولېږل، د سفر سامان او توښه یې ورکړه او په عزت سره یې مدینې ته رخصت کړه .


هیڅ داسي کوم روایت نشته چي دا ورنه څرګنده شي چي یزید دي د حسین رضي الله عنه په حق کي ددې ستري ناروا له امله ابن زیاد ته په غوسه شوی وي، سزا یې ورکړې وي، او یا یې له کاره ګوښه کړی وي، خو ددې برعکس دا روایتونه شته چي دا ورنه څرګندیږي چي یزید په دې مناسبت د خوشحالۍ او خوښۍ څرګندونه کړې او څه داسي کارونه یې کړي چي د مسلمانانو د شان سره وړ نه دي. 


د حره واقعه او دیزید مرګ

په ۶۳ هجري کال کي د حره هغه واقعه وشوه چي د لومړني اسلامي تاریخ په ټنډه تر ټولو بد او تور داغ دی، یزید خپل والي مسلم بن عقبه ته اجازه ورکړه چي درې ورځي په مدينه منوره کي هر څه کولای شي، ابن کثیر رحمه الله وایي: پدې دریو ورځو کي په مدینه منوره کي هغه غمیزي وشوي چي قلم یې له یاده شرميږي ، د یزید هدف دا وو چي د خپلي واکمنۍ په وړاندي ټول خنډونه له منځه یوسي، او خپل حکومت مضبوط کړي ، خو الله تعالی د هغه تدبیر شنډ او ناکاره کړ، له ناکامۍ او نامرادۍ سره یې مخ کړ.


یزید له دې غمیزي نه وروسته صرف درې ورځي ژوندی وو، یوازي څلور کاله یې د باچاهۍ خوندونه وڅکل، د ۶۴ هجري کال د ربیع الاول میاشتي په ۴۱ نیټه مړ شو.


د یزید په مرګ د آل ابي سفیان واکمني پای ته ورسېده او له دې کورنۍ نه واک مروان بن حکم ته انتقال شو تر څو بن عباس واکمنۍ ته ورسیږي.

 

ماخذ: المرتضی، علامه ابوالحسن علي ندوي رحمه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سرته