تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
داسې موټر وچلوئ چې ژوندي پاتې شئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 30, 2021
  0

 

د حیرانې خبره ده چې ډېر مرگونه په ۳۵ کلنۍکې پېښېږي، د دې لامل د موټروانانو پېښې دي د دې مرگونو بل لامل دا دی چې مسافر او هغه کسان چې موټر چلوي دملا او ورندو کمربند تړي؛ خو د وړاندینې وړ دي.


ددې احتمال سته تاسې چې د ژوند په اوږدو کې يوه ځای ته د تگ په نیت سفر کوئ، کېدای سي د موټر په ټکر کې مړه سئ. تاسې ته چې ډېر مرگونه پېښیږي لامل یې د الوتکې سقوط دی.


تېزه موټرواني جواز لري؛ خو چې د درېدلو نښې ښکاره سي باید هلته و درېږو. که غواړئ چې اوږد عمر ولرئ، نو دا ټکي پام کې ولرئ: د سرو څراغونه په لور دواړو خواو ته کتل مخکې له روانېدو څخه، د موټروانی آداب په پوره توگه مراعات کول او داسې نور...


د بیمو د ارزښت پر اساس ډېر عادي کسان سته چې په خپله د خپل مرگ سبب سي؛

ځکه سمه موټروانی نه  کوي. هغه کسان چې باوري وي او نورو ته درناوی لري، د موټروانۍ په وخت کې له احتياط څخه کار اخلي دا بریالي کسان دی او دا ډېره مثبته اغېزه په ژوند کې او د ژوند په نورو برخو کې لري.

تاسې چې يو ځای ته ځئ، د موټروانۍ لپاره پوره وخت پام کې ونیسئ. د خپل ځان لپاره ۱۵ یا ۳۰ دقیقې اضافه وخت وټاکئ؛ ځکه چې د ترافیکو تر فشار لاندې رانه سئ او بیړه ونه کړئ، تاسې خپله ارامتیا وساتئ راحت او هوښیار واوسېږئ.


ډېر کسان چې په موټر کې وي مخکې له دې چې حرکت وکړي خپل کمربندونه تړي او هر وخت مو چې په زړه کې شک پیدا سو چې څنگه موټرواني وکړم (تېزه که ورو) نو تاسې په دې حالت کې ارامه او کراره موټرواني وکړئ. له اوسه ټینگ هوډ وکړئ چې دعمر ترپایه جریمه نه سئ او له همدې پرېکړې سره مناسبه موټرواني وکړئ.


تاسې باید د موټروانۍ په وخت کې ساعت ۱۰ په ۱۰ کې او خپل دواړه لاسونه د فرمان پر مخ پرېږدئ، ښکاره او د رڼا په لور کښېنئ،کله چې باوري شوئ چې دواړه اړخه او ددموټر شا په سمه توگه په هېنداره کې لیدلی سئ. 


که ستړي او بي حال یاست، نو خپل موټر د یوې جادې ترڅنگ ودروی او لږ ویده سئ او د موټروانۍ په وخت کې افراط مه کوئ.


که په بیرو بار کې مو موټرواني کوله، فکر وکړئ چې ټول موټروانان بد دي، فکر وکړئ چې څوک راته نه گوري او یا دا چې ټول بې حواسو دي، دوه يا درې ماشین شاته پام وکړئ چې وکولای سئ وړاندوینه وکړئ چې ستاسې مخکینی موټرڅه عکس العمل کوي.


هره شېبه داسې موټرواني او داسې فکر وکړئ چې شایدستاسې تر شا د پولیسو موټر دی او د میاشتې اخره نېټه هم ده او د پولیسو افسر خپله د جریمې برخه هم نه ده اخیستې. دا کار ددې سبب کېږي چې تاسې سمه موټرواني وکړئ.


ماخذ: سل کاله ژوند وکړئ

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته