تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صدقة فطر
  تعلیم الاسلام و یب پاڼه
  April 28, 2021
  0


صدقة فطر 


تعلیم الاسلام و یب پاڼه


صدقة فطر(سرسايه) او دهغه اثبات او فضيلتونه په ډير احاديثو سره دنبي كريم(صلی الله عليه وسلم) څخه ثابت سوي دي .


حضرت ابن عباس(رضي الله عنه) فرمايي :چي نبي كريم(صلی الله عليه وسلم)  صدقة الفطر( سرسايه ) فرض كړې ده يعني مقدره او اندازه كړې يې ده ځكه  سرسايه دروژه نيونكى لپاره دعبث خبرو او فحش خبرو څخه پاكوالى دئ :او مسكينانو لپاره خوراكه ده چاچي داختر دلمانځه ترمخه سرسايه ادا كړه نو ددغه زكاة ( سرسايه ) يې قبول سوه . او چاچي دلمانځه وروسته ادا كړه نو ګيا دصدقو څخه يې يوه صدقه ادا كړه .

 

(عن ابن عباس(رضي الله عنه) قال : فرض رسول الله صدقة الفطر ............. ومن ادها بعد الصلوة فجر صدقة من الصدقة . الترغيب والترهيب ج : ۲ ص : ۱۵۰ . )


ددې حديث په تشريح كي الخطابي رحمة الله عليه داسي فرمايلي دي : چي سرسايه داسي فرض او واجب ده لكه دزكاة فرضيت په مالونو او دصدقة الفطر پر وجوب باندي داهل علم والا اجماع ده.

 

(فيه بيان ان صدقة الفطر فرض واجب كافتراض الزكاة الواجبة في الاموال . الترغيب والترهيب ج : ۲ ص : ۱۵۱ .)

 


دصدقة فطر ( سرسايې ) فضيلت :


عن جرير(رضي الله عنه) قال : قال رسول الله(صلی الله عليه وسلم) صوم شهر رمضان معلق بين السماء والارض : ولا يرفع الا بزكاة الفطر .(الترغيب والترهيب ج : ۲ ص : ۱۵۲ .)


ترجمة : حضرت جرير(رضي الله عنه) فرمايي : چي نبي كريم (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل : چي دروژې دمياشتي روژه داسمان او مځكي په مابين كي معلقة ( بنده پاته ) وي داسمان ته نه پور ته كيږي تر څو چي صدقة الفطر ( سرسايه ) نه وي ادا كړې .
www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته