تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سورة النساء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 23, 2023
  0

سورة النساء 

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سورة النساءد مصحف او تلاوت په  اعتبار څلورم سورة دئ او په مدينه منوره کي نازل سوی دئ.

 

سورة النساء ۱۷۶ ايتونه او ۲۴ رکوع لري.


نساء په عربي کي ښځي ته وايي.


په دې مبارک سورة کي د ښځو د بيان تر څنګ د يتيمانو سره سلوک، جهاد، شرعي حدود او د مسلمانانو تر منځ د رابطې او اړيکو قائمول هم راغلي دي.
په سورة النساء کي لاندني موضوعاتو ته اشاره سوې ده.


۱-  د نارينه  لپاره د څلورو ودونو اجازه، چي تر منځ ئې بايد عدل او انصاف وسي؛
۲-  د يتيمانو سره ښه سلوک او په صحيح طرېقه پالنه؛
۳-  د ميراث احکام؛
۴-  د بد اخلاقۍ لپاره سزاء؛ 
۵-  د نيکو او صالح ښځو سره نکاح؛
۶-  د نښي په حالت کي لمانځه ته نه راتلل؛
۷-  د الله (رب العزة) په لاره کي جهاد کول او د کمزورو له پاره د کومک ذريعه او د حق غوښتونکی ګرځېدل؛
۸-  د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قول تصديق او دهري خبري منل؛
۹-  صلاة القصر (په سفر کي د لمانځه کمه ول)؛
۱۰ -  صلاة الخوف (د بيري په حالت کي د لمانځه حکم او طريقه)؛
۱۱-  بېله شرک څخه بله هره ګناه الله (عزوجل) کېدای سي چي معاف کي؛
۱۲-  د حق پر شاهدي ټينګار کول؛
۱۳-  منافقين به په اخرني برخه د جهنم کي وي؛
۱۴-  حضرت عيسی (عليه السلام) نه مړ سوی دئ نه ئې هم crucify کړی دئ. او حضرت عيسی (عليه السلام) د الله (عزوجل) بنده او نبي دئ؛
۱۵-  د قرآن کريم پيغام هم هغه دئ، چي حضرت نوح (عليه السلام)، حضرت ابراهيم (عليه السلام)، حضرت موسی (عليه السلام) او حضرت عيسی (عليه السلام) د ځان سره راوړی وو.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته