تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځان پېژندنه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 21, 2021
  0

ځان پېژندنه

ژباړه : مصطفی صفا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


کله چې د خپل بدن جوړښتونو، اروایی کیفیتونو، احساساتو، غریزو، د مغزو او شعور فعالیتونو، د خپل فکر او نظر حالتونو، د چاپېریال او طبیعت سره بېلابېلو اړیکو، او د خپل وجود داخلي، خارجي، مادي او معنوي غوښتنو، اړتیاؤ، احتياجاتو او نورو ځواکونو او خاصیتونو ته ځیر شې، نو درته په ډاګه به شي، چې زه ډېر څه لرم او ډېر څه په ما پورې اړه لري او ددې ټولو شیانو مسئول یوازې زه یم..........


نو په دې اساس ستا ځان یو لوی او حیرانوونکي جوړښت دی، ستا د ځان هره حجره او زړه په خوځښت، حرکت او تکامل کي خپلې دندې پر مخ بیايي، ستا د ځان هر غړی ګټورې دندې لري، که کوم غړی د بهرني افت او ګواښ سره مخامخ شي، نو داسې يوبل قوت پکې شته چي له هغه افت سره وجنګېږي، او که چېرې بهرنی ګواښ پیاوړی وي، نو دغه غړي ته تاوان پېښوي، پدې وخت کي باید له ټولو شته امکاناتو څخه استفاده و کړې، نننۍ نړۍ هرڅه لري، ستا دنده داده، چي يو څه باید نړۍ ته ورکړې، او یو څه باید له نړۍ نه واخلې......


ستا خان د وجود او اروا يو ګډ کور دي....... 


که په بدن یا اروا کي د کومې ناپاکی بڅري راښکاره شي، دژوند بهیر ویجاړیږي.


ستا ځان د حیرانوونکو اسرارو یوه پټه خزانه ده، که ددي خزانې کلي لاس ته درغله، نو بیا به درته ژوند نورهم ښکلی شي، ددې خزانې د صندقونوکلۍ له ټولو اخلاقي فضايلو څخه عبارت دي. 


ته خپل ځان وپېژنه، خپل ځان ته بشپړه پاملرنه وکړه، له تاسو سره ډېر خویونه، ځواکونه اوکمالات ملګري دي، ته د يو داسې چا په توګه چې خدای ( درته د ټولو مخلوقاتو د اشرف ویاړ دربخښلی.


دی، باید په خپل ژوند او چاپېریال نور وشیندې او د ژوند د ګوتمې دغمي په شان وځلېږې. 


هره لوبي، شان و شوکت چې ته په نړۍ کې د ځان په شاوخواکې محسوسوې، دا ټول ستا لیدلوری، فکر، مشاهده او شان او شوکت دی، په حقیقت کې دا ټوله ښېګڼه چې د باندې يې تجلی موندلې ده، ستا په وجود کې دننه ده، او په دې ترتیب ستا سرنوشت د ټول بشریت په سرنوشت باندې تاثیر لري .


ته د خپل ځان، ایندې او شخصیت ماڼۍ پخپله جوړوې، او دهغو تر ټولو زړه سواند معماریوازې ته يې، نو باید ددې ماڼۍ د دېوالونو د لوړولو لپاره د خپلې پوهې له شاقول څخه کار واخلې او خپل وضعیت وسنجوې، ترڅو دغه مانی درڅخه کږه پورته نه شي.


عقل، فکر، نوښت، انګېزه، خلاقیت او استقامت هغه څه دي، چې لوی خدای(جل جلاله) د بشر په رګ رګ کې لګولي او تر څنګ يي داسې استعدادونه او ځواکونه دده په وجود کي نغښتي دي، چي دی يې گومان هم نه کوي، مګر له هغو څخه د کار اخیستنې پرمهال ورته یویو رابرسېره کېږي او دی لا په ځان باوري کوي.


همدا سبب دی چې مشهور ارواپوهاند ویلیم جېمز وايي ((موږ یوازې د خپلې فکري او بدني ځواکمنۍ له ډېرې لږې برخې څخه کار اخلو، په څرګند ډول سره د انسان د ځواک او استعداد پولې ترهغه ډېرې پراخې دي، چې اوس ورته رسېدلی دی.))


نوته هم يو انسان يې، هغه انسان چې په وجود کې دې جهان ويده دی، ویښ شه، ترڅو هغه ټول استعدادونه او توانایۍ چې ستا په رګونوکې ويدې دي راويښې شي. 


ته په دې نړۍ کې نوی او بي سابقې شخص يي، او د بشر د پیدایښت نه تر اوسه پورې ستا په شان څوک منځته نه دي راغلي، او ترڅو چي دا نړۍ وي، بیخي ستا په شان بل څوک دی نړۍ ته نه راځي.


مهمه دا ده چي ته خپل ځان وپېژني، په دي نړۍ کې د هر چا لپاره ځای شته، خو ستا دنده به دا وي، چې ته پکې خپل ځای پیداکړې او په نړۍ باندې يو څه ور زیات کړې.


ځان پېژندنه او ځان جوړونه هغه هڅه ده، چې د انسان واقعي څېره رابرسېره کوي. نو ځان وپېژنه! یعنې دا چې زه یو انسان یم او انسان د نړۍ پرمخ د فعاليت محور دی، انسان د الله(جل جلاله) د مخلوقاتو له ډلې نه یو بې سياله مخلوق دی، نه جماد دی، نه نبات دی، نه ملائکه او شیطان، بلکې يو د درناوي وړ مسئول مخلوق دى. انسان د حجم او وزن له مخې ددې پراخې نړۍ پرمخ ډیر ناڅيزه شی دی، خو د روح له نظره او د معنوي وجود له حيثه ډېر ستر موجود دي، او د اشرف المخلوقات په نوم نومول شوی دی، نو په دې اساس له ځانه سره ووایه: زه باید داسې چارې ترسره کړم،


چې د انسان سترمقام وساتم، ماته په کار ده، چې خپله د خیر او ښېګڼې اروا راویښه کړم، ځکه دغه اروا زما د نېکمرغۍ زېری راوړي.
ځان وپېژنه! یعنې خدای (جل جلاله) ماته ژوند رابښلی او ژوند هغه دروند پور دی، چي باید ادا يي کړی شم.


 او همدغه ژوند د بشپړتیا په لور دیو داسې سفر حکایت دی، چي له ما څخه پیلیږي او په مهربانه رب (جل جلاله)پای ته رسي.


او بلاخره دا ژوند یوه داسې سپینه کتابچه ده، چي د زیږیدنې پرمهال مو له مهربانه خدایه څخه د سوغات په توګه اخیستې، زه باید د هغې هره پاڼه په خپل فکر او عمل سره ډکه کړم او په پای کي يي مهربانه خدای(جل جلاله) ته وسپارم.


ځان وپېژنه! یعنې د کوم کار او کوم شي سره ډېره علاقه لرم؟ کوم مسلک او کوم کسب مي ډېر خوښېږي؟ په خوراک کي راباندې کوم خواړه بدتاثیر لري، روغتیا او پاکي مې څه ډول ده او څنګه يې ورځ تر بلې مخ د ښه توب په خوا بیولی شم؟......


ځان وپېژنه! یعنې خوځښت، کار او هلې ځلې مې دژوند بنسټ دي.


ځان وپېژنه! یعنې دا زه یو ټولنیز موجودیم، باید په ټولنه کې رغنده او ویاړلی ووسم او د ټولنې دګټو په منځ کې خپلې ګټې ولټوم .


ځان وپېژنه! یعنې، باید له بدیو نه ډډه وکړم او د منفي ذهنيتونو د تاثیر لاندې رانشم، بلکې نور د خپلونېکواعمالو په تاثیرکې راولم.


ځان وپېژنه! یعنې، زه باید تل د خپل عقل د فرمان لاندې ژوند وکړم.


ځان وپېژنه! یعنې، زه باید پوهه لاس ته راوړم او په هرشي کې معقول فکر وکړم.


ځان وپېژنه! یعنې، خپلې اړتیاوې، غوښتنې اوحاجتونه له روا لارې نه ترنورو نه په ښه ډول پوره کړم.


ځان وپېژنه! یعنې، د زمانې له غوښتنو سره خپلې غوښتنې اشنا کړم.


ځان وپېژنه! یعنې، زما د نن ورځې سلوک راته د سبا ورځې جنت یا دوزخ جوړوي.


ځان وپېژنه! یعنې، زه مې ځانته په نېکيو تغیر ورکوم.


ځان وپېژنه! یعنې، زه باید له ستونزو او خنډونو سره وجنګېږم او پرې بری وموم.


ځان وپېژنه! یعنې، زه باید د چاپلوسی او احترام ترمنځ توپیر وکړم.


ځان وپېژنه! یعنې، زه باید دومره ساده نه شم، چي نور دو که راکړي.


ځان وپېژنه! یعنې، له هغه څه نه چي زما په طبعت، ځان او وجدان کي ژورخپګان او کمزوري راولي،باید ډډه وکړم.


 ځان وپېژنه! یعنې، زما باورونه، ذهنیتونه او اندېښنې زما ژوند ته لوری ورکوي، نو ځکه زه باید داټول سوچه وساتم.


ځان وپېژنه! یعنې، زما ټوله بدمرغي او نېکمرغي، زما په خپل وجود کي ده.


ځان وپېژنه! یعنې، د نورو په عزت کې باید خپل عزت پیداکړم.


که غواړئ چې ځان وپېژنې، نو نېکمرغي به ستا مخې ته راشي او تل به درسره ملګرې وي.


نو همداسې يوې تلپاتې نېکمرغۍ د حاصلولو په موخه، خپل ځانته راشه او هر اړخ ته يې دقیق شه، وګوره، کوم ارزښتونه لرې؟ او د کومو مناسبو ارزښتونو د راخپلولو اړتیا درسره څپې وهي؟


له هره لوریه خپل شخصیت تر ذره بین لاندې ونیسه، په هغو کي مثبت او منفي اړخونه کشف کړه،


د مثبتو اړخونو د پیاوړتیا لپاره زده کړه وکړه، هغه په ځان کي راموجود کړه، په خپله به دې د منفي اړخونو ځای ونیسي او په حقیقت کې به نورځای ورته پاتې نه شي.


په ځان پېژندنه کې له ژورتیا او دقت څخه کار واخله، خپلې خبرې کنترول کړه او خپلو ټولو اعمالو ته د لوی فکرۍ په سترګه وګوره.


د ځان حقيقي بعدونه وارزوه، اوس ددې وخت نه دی، چي ته څومره پهلوان يې او څومره خلک ډبولی شي، بلکې ددې وخت دی، چې ستا فکر څومره کار کولی شي او تر نورو څو چنده لوی فکر کولی شئ او لوی پلان طرحه کولی شئ؟


هرکله د يومهم کار او مهم پروګرام د پلي کولو په انګېزه لاس په کار شه، ترڅو یو مهم انسان وبلل شي.


خپل ماحول په خپله ګټه وڅرخوه او یو داسې مثبت او نومونکی عمل ترسره کړه، چې نور خلک له تا څخه متاثر شي او تاد کامیابی ، نېکمرغۍ او بلند پروازی یو مثال وګڼي او خپل شخصیت او کاري راتلونکې ستاد شخصیت اور کار په چوکاټ کې انځور کړي.


ماخذ: لطفاٌ مه ساده کیږه


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته