تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شهید علامه عبدالغفار بریالي ژوند لیک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 28, 2019
  0

۱- زوکړه:
په ۱۳۱۰ هـ ش کال کي د کندهار ولایت د ډنډ اولسوالۍ د ګیلان کلي په یوه مجاهده او عالمه کورنۍ کي نړۍ ته راغلی وو، د ده نیکه غازي محمد معشوق د میوند د افغان انګلیس د جنګ په ‌شهید انو کي دفن دی.


۲ – ابتدایي زده کړې:
د قران کریم، عقایدو، فقهي، فارسي ادب، صرفو، او نحوي ابتدایي کتابونه یې په کندهار ښار او شاوخوا کي د خپل پلار مرحوم مولوي اخترمحمد (عبدالله) او نورو دیني علماوو څخه ویلي وه.


۳ – منځنۍ زده کړې:
د بلوچستان پښین په مدرسو کي د بېلابیلو فنونو کتابونه یې په بېلابېلو مدرسو کي له ګڼو نامتو استادانو څخه تر لاسه کړي وه.


۴ – لوړي زده کړي:
د فنونو ګڼ لوړ کتابونه او وړه دوره یې په پېښور کي وویل. د هند و ګجرات ته په ځینو نادرو پسې ولاړی، یوناني طب یې ولوستل، بیا یې د پېښور په معتبره مدرسه اسلامیه کي د حدیثو لویه دوره وکړه او له مولانا عبدالرحمن بهبودي څخه یې د فضیلت مستنده دستاري بندي وکړه.


۵ – د شعر پیل:
له ځلمیتوبه یې شعرونه لیکل او د کندهار په تاریخي اخبار کي یې ښکلي او اشعار چاپېدل.


۶ – د شاعرۍ استادان:
اخښی یې مرحوم ملا محمد شریف جانان چي لیکوال او شاعر وو او د نورو دیوانونو لکه حمید بابا څخه متاثر وو.


۷ – د شعر اکثره محتوا:
د اسلام او وطن مینه او د ټولني اصلاح وه همداراز علمي پېچلي تشبیهات یې د پام وړ وه.


۸ – د تدریس کله او څنګه پیل او د تدریس چیرته والی:
تر فراغت وروسته یې په پنجوایي، خاکریز او میوند کي تدریس کاوه.


۹ – د ژوند ډېره برخه بوختیا یې:
د تدریس، امامت او خطابت ترڅنګ یې د مریضانو وړیا علاج کاوه. د قران ترجمه او مریدانو ته یې د طریقت وظایف هم تر سره کول.


۱۰ – د ازدواج په اړه:
درې مېرمني یې لرلې چي د نجونو په کورنۍ مدرسه کي یې درس ورکاوه. خور فاطمې حجاڼۍ او خورځې رابعې حجاڼۍ هم په کندهار ښار کي ورته کورنۍ مدرسه پر مخ بېوله.


۱۱ – د نارینه اوښځینه اولادونو اړوند:
مرحوم فیض الباري جان.
مولوي وکیل احمد متوکل.
شهید خلیل احمد رحماني.
مولوي محمد حماد.
شهید مولوي جلیل احمد.
استاد احمد فیصل.
شپږ زامن او دوې حجاڼیاني لوڼي یې دي.


۱۲ – قومي تړاو:
د ناخیلو سره یې چي د کاکړو مربوطه قبیله ده تعلق درلود.


۱۳ – د لیکني د پیل وخت:
اشعار او لنډي مقالې لیکل خو یې له ځوانۍ څخه پیل کړي وه خو علمي لیکني یې تر فراغت مخکي او وروسته کړي دي.


۱۴ –د کتابونو په اړه یې معلومات:
د ابو الفیض پښتو تفسیر.
د بخاري شریف حواشي.
د مسلم شریف حواشي.
د غفور حواشي.
د سراجي حواشي.
د خلاصة الحساب حواشي.
د میراث ضابطه.
د مراح د شرحو حنفیې او فلاح اصطلاحات.

په فلکیاتو کي سیف السارم. او نور...


۱۵ – د چاپ او ناچاپ معلومات:
تفسیر، د بخاري او مسلم حواشي همداراز سیف السارم. نه دي چاپ سوي.


۱۶ – په افغاني ټولنه کي د علامه صاحب رسوخ:
څرنکه چي جامعیت یې درلودی او د ښو اخلاقو خاوند وو نو نفوذ یې هم خورا پراخ وو د سیاسي خلکو څخه نیولې تر عوامو پوري.


۱۷ – د سیاسي مفکورې څرنګوالي:
د شرعي نظام د پلي کوکو پلوی وو، د معتدل مزاج څښتن وو. د علماوو او پوهانو د وطنپالو متحدانه هڅو هڅاند وو.


۱۸- د سترو عالمانو د مفکورو تاثر:
د دیوبند د اکابرو تر اغېز لاندي وو او د عربي نړۍ د علماوو خورا غوره مطالعه یې هم لرله.


۱۹ – د حبس او شهادت په اړه یې معلومات:
څرنګه چي کمونیسټي کودتا وسوه نو د نورمحمد ترکي پلویانو خلقیانو او پرچمیانو علماء او قومي مشران د سیاسي بندیانو په نوم زنداني کول، بریالی صاحب له حجه راتلی چي د کندهار په هوایي میدان کي ونیول سو چي بیا د کابل د څرخي پله له زندان څخه په پلي ګون کي په ډلییز او وحشیانه ډول شهیدان کړل سول او د بلدوزر په واسطه تر خاورو لاندي سول.


۲۰ – د علامه صاحب تر شهادت وروسته د هغه په نوم ځیني علمي مرکزونه ونومول سول:
د بیلګي په توګه په میوند اولسوالۍ، کندهار ښار او کابل کي یو شمېر مدرسې، لیسې او علمي مراکز سته.


۲۱- د بریالي صاحب په اړه ځیني نور معلومات:
هغه ښه قاري وو، غوره واعظ وو، ښه خط یې وو، ګڼي ژبي یې زده وې. مېلمه پال وو، همداراز د شهیدانو، اولیاوو د مزارونو او تاریخي مقاماتو د سیاحت سره یې علاقه درلوده. هر کال به یې د احادیثو د دورې د فارغانو د ستاربندۍ لویي شانداري غونډي جوړولې.


په بریالۍ مینه

 

سرته