تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وحي ته څه اړتیا ده؟
 
  January 16, 2017
  0

 انسانانو ته د وحیو اړتیا څه ده؟

څېړنه: مولوي عنایت الله کندهار / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د انسان لپاره په دنیا کي دوه شیان ضروري دي:

۱- د موجوداتو څخه څنګه صحیح استفاده وسي؟
 
۲- د هر شي په استعمال کي د الله رضا څنګه ده؟

د شیانو د استعمال د پاره علم ته اړتیا سته، چي علم ونلري په صحیح استعمال يې نه پوهیږي. د شیانو په استعمال کي دا هم ضروري ده چي په کوم ډول استعمالولو سره د الله تعالی رضا حاصلیږي او په کوم ډول استعمال سره ناراضه کیږي.

انسان ته دوه علمه ورکول سوي دي: 

۱: پنځه حواس

پنځه حواس لکه: لیدل، لاس ور وړل، اوریدل، خوند کتل، بوی کول. مثلاً یو شي ته ګوري یا لاس ور وړي، یا یې خوند ګوري یا یې بوی کوي یا یو شی اوري نو د هغه شي کیفیت ور معلومیږي. یو ډول علم ورته حاصلیږي.

۲: عقل

بل عقل دی چي په دې سره هم انسان ته علم حاصلیږي، د عقل په ذریعه بیا هغه معلومات ورته حاصلیږي چي په هغو پنځو شیانو يې نسي معلومولای.

د یادولو وړ ده چي په ژبه د یو شي رنګ نه معلومیږي، نه په سترګو د یو شي خوند کتل کیږي، نه په لاس د یو شي بوی معلومیږي یعني یو د هغه بل کار نسي کولای. او د انسان په عقل بیا دغه ذکر سوي کړني نه معلومیږي او نه په عقل د الله د رضا کار معلومیږي. (ډير انسانان د خپل عقل په فیصله فاسد او غلط کارونه کوي او پر دې دلیل هم وايي، نو ددې څخه ثابتیږي چي عقل هم یوه رهنما ته اړتیا لري چي تر عقل لوړ وي).
 
۳: وحي

اوس انسان ته دا نه معلومیږي چي ددغو شیانو په څنګه استعمال سره الله تعالی راضي کیږي؟ دا رضا په دغو شیانو نه معلومیږي، پنځه حواس او عقل دلته کار پرېږدي او یو بل ستر علم ته اړتیا سته چي تر عقل هم لوړ وي ترڅو دغه رضا په معلومه کړي چي هغه (وحي) دي.

وحي انسان ته ورښيي چي یو دیوال جوړول هغه وخت تا ته جایز دي چي ستا خپله مځکه وي، ستا خپل مال وي او په دغه ډول يې جوړ کړې نو الله تعالی راضي کیږي او که دي ددې طریقې خلاف جوړ کړی الله پاک ناراضه کیږي.

نو کله چي انسان دا دوه کاره کوي: لکه د شیانو صحیح استعمال او د الله پاک رضا پیدا کول، ددې مقاصدو د پاره درې علوم الله تعالی انسان ته ورکړي دي:

۱: پنځه حواس
۲: عقل
۳: وحي

د وحيو په ذریعه انسان د شیانو صحیح استعمال او د الله پاک د رضا درک معلومولای سي.

د شریعت احکام د عقل په ذریعه نه معلومیږي، دا صحیح دی چي بعضي به معلوم سي خو ټول نه معلومیږي ځکه شریعت تر عقل فوق او لوړ دی او د انسان عقل محدود دی.

ډیر داسي شیان به د انسان مخي ته راسي چي د عقل به ظاهراً خلاف وي خو ته به عقل ته جواب ورکوې، دلته عقل د هدایت ذریعه نه جوړیږي بلکي ته به د شریعت خبره به منې!

یو هغه خلګ دي چي د الله سبحانه وتعالی ذات نه مني (العیاذ بالله) نو داسي خلګو ته بیا د وحي اړتیا بیانول ګټه نلري.

یوه هغه ډله ده چي دا مني چي د الله پاک ذات سته او دا ټوله کائینات یې پیدا کړي دي.

کله چي دغسي یو مدبر ذات جل جلاله انسان په امتحان کي اچوي، په احکامو يې مکلف ګرځوي نو که دغه انسان ته د علم دغه درې اسباب ورنکړي نو دا انسان به په داسي امتحان کي راسي لکه یو پاچا چي خپل غلام یو ځای په سفر واستوي، نه د لاري خرڅ ورکړي، نه د لاري طریقه ور وښي او نه دده د حاجت او اړتیا لپاره څه ورکړي!
 

نو به خلګ په پاچا پسي خبري کوي چي خپل غلام ته یې د سفر هیڅ توښه نه ده برابره کړې.

نو ځکه حکیم ذات جل جلاله چي انسان دنیا ته راولیږی د صحیح رهبرۍ لپاره یې دغه درې علوم ورکړل ترڅو په دنیا کي هر شی د ګټي مطابق استعمال کړي او د هر شي د استعمال په وخت کي د الله تعالی رضا مخي ته کښېږدي.

نو ځکه وحیو ته اړتیا ده که نه موږ به په دنیا کي په پنځه حواسو او سالم عقل د نجات ژوند نه وای کړی.

کوم خلګ چي یوازي د خپل عقل پر بنیاد قوانین جوړوي هغوی همیشه په خپلو قوانینو کي ناکامه وي او یو یا دوه کاله بعد د خپلو قوانینو تبدیل ته ضرورت لري.

په همدې وجه الله تعالی د انبیاء علیهم السلام پر ژبه یو علم (وحي) رالیږلی دی ترڅو بنده ګان تر عقل لوړ کارونه ټول وحیو ته وسپاري.

د بحث خلاصه دا درې ټکي دي:

په دنیا کي انسانان ددې دوو شیانو پوهي ته اړتیا لري:

یو د هر شي صحیح استعمال او بل په دغه استعمال کي د الله تعالی رضا حاصلول. بېله علمه دا نسي کیدلای.

او بل دا چي انسان درې ډوله علومو ته اړتیا لري:

 ۱: حواس ۲: عقل ۳: وحي

دریم دا چي په شرعي احکامو کي عقل کار پرېږدي او تر عقل لوړ بیا د وحیو سلسله پیلیږي، که چیري شرعي احکام د عقل مطابق سول خو فبها او که نه سوه نو د وحیو اتباع او پیروي به کوي عقل به پرېږدي (ځکه وحي تر عقل فوق دي) ځکه ستا عقل خو مخکي لا پر دغه ځای کار پرېښی وو نو که دلته څوک د وحیو په مقابل کي عقل استعمال کړي هغه د ګمراهۍ تر حده رسیږي.

ځکه نو د قرانکریم په پیل کي الله تعالی د قران کریم په اړه فرمایي:

( ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ) الایة
دا یو داسي کتاب دی چي هیڅ ډول شک پکښي نسته.

نو د انسانیت د لارښووني او هدایت لپاره داسي یوه کتاب او مرجع ته ضرورت سته چي د انسانانو عقل هغه ته ونه رسیږي- نو ځکه الله عزوجل یو داسي ستر کتاب رالیږي چي په هغه کي هیڅ شک او شبه نه وي ترڅو خلګ ددې کتاب په مقابل کي عاجزه سي. کله چي انسانان دې کتاب ته عاجزه سول او ددې کتاب په مقابل کي بل کتاب لیکلای نه سوای نو ښکاره او یقیني خبره ده چي انسان به ددغه کتاب په مقابل کي صحیح عقیده او ایمان راوړي.

ځکه دده عقل يې مقابله نسي کولای، عقل یې دا تسلیموي چي دا هغه کتاب دی چي زما تر پوهي لوړ دی نو ځکه به دا کتاب قبلوي.
----------------
د قرانکریم لس ډوله اعجاز
 
قران کریم د سانیس پوهانو په اند
 
ایا انسان ته وحي کیدلای سي؟

 

سرته