تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ساده واده کول په کار دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 4, 2021
  0

ساده واده کول په کار دي


رالیږونکي : محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

حضرت عروه بن زبیر رضي الله تعالی عنه فرمايي : موږ طواف کاوه ، ما په دوارن کي حضرت عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنه ته د هغوی له لور سره واده کولو پیغام ورکړی نو هغه چپ شو او زما د پیغام يې څه ځواب رانکړ ، ما وویل : که دوی راضي وای نو خامخا به يې څه ځواب راکړی وای نو په الله قسم زه به له دوی سره په دې اړه هیڅ خبره نه کوم ، د الله (جل جلاله) ته و ګورئ :

 

چي هغه زما څخه وړاندي مدیني منوري ته ورسیدی او زه وروسته مدیني ته راغلم نو زه د رسوالله صل الله علیه وسلم جومات ته داخل شوم او چي ولاړم نو رسوالله صل الله علیه وسلم ته مي سلام ووایه: او د رسوالله صل الله علیه وسلم د شان مطابق مي د هغه د شان اداکولو کوښښ وکړ او بیا د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه په خدمت کي حاضر شوم نو هغوی په خیر راغلاست راته ووایه تو يې فرمایل : کله راغلي یې ؟ ما ته ورته وویل : اوس راغلی یم ، هغه وویل :

 

موږ طواف کاوه او دا سوچ مو کاوه چي الله تعالی مونږ ته خامخا دی ، په هغه وخت کي تا زما څخه زما د لور سوده بنت عبد الله ذکر کړي و ، حال دا چي ته له ما سره په دې اړه په بل ځای کي هم مخامخ کیدلای شوای ، ما ورته وویل : بس داسي به ټاکل شوې وه ځکه داسي وشوه بیا هغوی و فرمایل : اوس ستا په دې اړه څه خیال دی نو ما ورته وویل چي اوس خو مي له وړاندي څخه هم تقاضا زیاته ده نو هغوی خپل دواړه زامن سالم او عبدالله راوغوښتل او زما نکاح يې راوکړله .


ماخذ :پاشلي ملغلري [ حیاة الصحابه  ۳ / ۳۵۴ ]


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته