تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سفر (۱۰) ګټې، چې ستاسو د ژوند لوری بدلوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 21, 2020
  0

د سفر (۱۰) ګټې، چې ستاسو د ژوند لوری بدلوي 


ژباړڼ: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


که تاسې هر وخت وغواړئ، چې په ژوند کې مو بدلونونه راوړئ، نو دا هر څه په سفر ( (Travel کې شته؛ کله چې تاسو سفر کوئ، نو دا د شخصيت د پرمختګ لامل ګرځي. دلته لس دلائل شته او دا په ډاګه کوي چې سفر د انسان د ژوند لوری بدلوي. 


لومړی: نورو ته له اذیت رسولو ژغورل کیږئ.
ارواپوهان وايي: که تاسې د اوږد سفر پر مهال په موټر کې د ناستو سپرلېو سره یو څه وخت تېر کړئ، نو ورو، ورو مو خپل سلوک او چلند کنترولیږي او آزاد ژوند مو په محتاطې لحظې بدلیږي. که تاسې د سپرلېو ډک موټر کې سګرټ وڅکوئ، او یا په لوړ اواز په موبایل خبرې کوئ، نو معلومه خبره ده چې د نورو سپرلېو د مزاحمت لامل ګرځي او که تاسې د یو ښه فکر خاوندان یاست، دا کار له تاسو نه کیږي.


دوهم: د نوښت خاوندان کېږئ.
که تاسې وغواړئ، داسې ځایونو ته سفر پېل کړئ چې له دې وړاندې تاسو نه وي لیدلي، نو د اړتیا په خت هلته خپل سفر پېل کړئ، که تاسې هلته څه نوښت/بدلون ګورئ دا ددې لامل ګرځي چې تاسې هم وهڅېږئ او په خپلو چارو کې د تقلید څخه په استفادې بدلون کولی شئ.


دریم: پلټونکي کېږئ.
هوښیار او د حکمت خاوندان سفر کولو ته خوشحالیږي، ځکه دوی په سفر سره خپل اړین کارونه سرته رسوي، دوی همداراز په سفر کې پلټونکې کیږي،  که د کار روزګار لپاره بل هېواد/ولایت ته تللی وي؛ نو دا کوښښ کوي چې باید ځان ته یو ښه روزګار پېدا کړي. په مسافرانه ژوند کې پلټنه تر هر څه اړینه بلل کیږي.


څلورم: له محدودیت څخه ژغورل کېږئ.
که تاسې د کار په لټه کې یاست؛ او غواړئ چې ښې بوختیاوې ولرئ، نو لازمه ده چې خپلې چارې په ښه ډول سرته ورسوئ. دا هم مهمه ده چې د نن ورځې چارې سبا ورځې ته معطل نه کړئ؛ که فعالیتونه مو محدود کړئ، له مخته تګ پاتې کېږئ.


پينځم: قوت کې کېږئ.
د سفر پر مهال تاسې حوصله مندي ترلاسه کوئ او که پر لاره د ترانسپورت رش (راه بندي) سره مخامخ کېږئ، بله چاره نه لرئ، له همدې آمله باید انتظار وکښئ او په انتظار سره تاسې انرژي پېدا کوئ.

 

شپږم: اړیکې مو پراخیږي.
د هرې ټولنې کلتور او فرهنګ جدا جدا دی، که تاسې په بېلابېلو ښارونو وګرځېږئ، د هغویو له فرهنګ او دستور څخه خبرېږئ. د ژبې، لهجې، د غم او ښادۍ مراسم، د ټولنیزو اړیکو پالل او داسې نورې ځانګړنې پکې لیدلی شي. که تاسې له هر ډول خلکو سره مخ کېږئ، د ښه چلند وروسته مو ورسره اړیکې پراخیږي.

 

اووم: حافظه مو تمرکز پېدا کوي.
دا ثابته شوې خبره ده چې د سفر پر مهال ستاسو فکر غښتلی او پیاوړی کیږي، لامل یې دا دی چې تاسو له هغه چارو چې له ترسره کولو یې په ورځو، ورځو لرې یاست، لېوالتیا پېدا کوئ، حافظه مو تمرکز پېدا کوي او هغه چارو ته لومړیتوب ورکوي چې تر نورو ډېر اړین وي. 


اتم: چارې مو نه ځنډیږي.
د سفر یوه ګټه دا هم ده چې تاسې خپلې چارې په مناسب وخت سرته رسوئ، که د مسافرو ژوند وګورئ، خپلې چارې ښې مخته وړي او د ځنډېدو څخه یې ژغوري.


نهم: په پرېکړه کولو بریالي کېږئ.
دا چې مسافرین څومره  پر ځانونو باور لري، لامل یې دا دی چې دوی خپلو چارو ته ښه پاملرنه کوي او دا ددې لامل ګرځي چې د یوې ارزښتناکې پرېکړې کوونکې اوسئ.

 

لسم: ژمن پاتې کېږئ.
دا ازمویل شوې ده چې د کلي/ ناحیې ملګري د سفر پر مهال ډېر خواږه او د راز او نیاز ملګري کیږي. لامل یې دادی چې د نورو ملګرو په پېدا کېدا او په هغویو باور کول وخت ته اړتیا لري، نو تاسو اړ یاست؛ چې د خپلو ملګرو سره باور پوخ وساتئ او په ژمنو یې ژمن پاتې شئ.


نوټ: هر وخت چې تاسې د ځان په اړه فکر کوئ، تاسې تقریباً نږدې منځګړیتوب کوئ او دا چاره ستاسو د بدلون لامل ګرځي. که غواړئ بری ترلاسه کړئ؛ نو تل مثبت فکر وکړئ.

taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته