تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طلیحه الاُسدي سره د خالد بن ولید(رض) جنګ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 5, 2020
  0

د طلیحه الاُسدي سره د خالد بن ولید(رض)  جنګ

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

اوس نو ټولي لښکري د خپل مقصد پر طرف رهی سوې، اول لښکر چي قومندان يې خالد بن وليد(رض)  ؤ د طُليحه الاُسدي و طرف ته حرکت وکړى، دغه طُليحه کاهن او کوډګر ؤ، د نبوت دعوه يې د رسول الله(ص)  تر رحلت دمخه کړې وه او يهودو يې متابعت وکړى، دا د يهودو خباثت دى دوى ښه پوهېده چي طُليحه درواغجن دى او درواغ وايي، يهود بېله خپله دينه بل هيڅ شئ حق او صحي نه بولي او هيڅوک يې نه دي خوښ، مګر څرنګه چي هلته يو نوى شئ پيدا سو ويل ښايي چي دغه شئ د اسلام او مسلمانانو د تخريب او ضعيفه کېدلو سبب وګرځي، نو ځکه يې د هغه کومک وکړي.


(د يهودو  خباثت به تاسي په سيرت النبي(ص)  کي پوره ليدلى او اورېدلى وي) 


نو کوم وخت چي يهودو وليده چي پر طليحه هم خلک راټولېږي دوى يې هم کومک وکړى او د هغه متابعت يې شروع کړى، رسول الله(ص)  ته چي د طُليحه خبر ورسېدى نو يې ضِرار بن الأزوَر الاُسدي(رض)  د طُليحه د جنګ د پاره ولېږى، چي دغه ضِرار(رض)  هم د بني اسد او د طُليحه د قوم څخه دى، ضِرار(رض)  د لښکره سره د طُليحه پر طرف رهي سو دمخه تر دې چي د ضِرار او طُليحه په منځ کي جنګ شروع سي د رسول الله(ص)  د رحلت خبر نشر سو، د ضِرار(رض)  لښکر د دغه خبر په اورېدلو سره وپاشل سو حتّْی ځيني کسان يې د طُليحه و طرف ته ولاړل او د طُليحه لښکر په ډېر سو، نو ضرار(رض)  و نه کولاى سواى چي خپله وظيفه سر ته و رسوي او بيرته مدينې منورې ته را رهي سو، دا واقعې خو دمخه پيښي سوي وې.  


اوس ابوبکر الصّدِّیق(رض)  خالد بن وليد(رض)  د طُليحه و طرف ته ولېږى، د دغه فراغ په موده کي يعني د ضِرار او خالد بن وليد د لښکرو په منځنۍ موده کي طُليحه نور هم کوښښ وکړى چي خپل لښکر ډېر او زيات کړي، د مخه یوازي بني اسد او يهود ور سره ملګري وه، په دغه موده کي غطفان چي مشر يې عُيينه بن حِصن ؤ، طئ، هوازن، او بنو دُجَيله هم د طُليحه سره يو ځاى او ملګري سوه چي دغه ټوله په عربوکي لويي لويي قبيلې وې، نو خبره ډيره درنه او مشکله سوه. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  چي اول لښکر د خالد بن وليد په مشرۍ د طُليحه و طرف ته ولېږى د دغه لښکره سره عَدِي بن حاتم الطائي(رض)  هم ملګرى ؤ، چي دغه عَدِي د طئ د قبيلې د رئيسانو څخه ؤ او د طئ قبيله اوس د طُليحه سره ملګرې ده، كله چي د خالد بن وليد(رض)  لښکر هلته ور نژدې سو عَدي بن حاتم الطائي د خالد بن ولید(رض)  څخه اجازه وغوښتل او ويل:

 

ما پرېږده چي د خپل قوم سره خبري وکم، خالد(رض)  هم اجازه ورکړه، عدى(رض)  ولاړى او د طئ قبيله يې سره يوځاى کړه، خبري ورته کوي، اسلام ته يې رابولي، وايي د پوهي او عقله څخه کار واخلى ترڅو چي خپله قبيله يې قانع کړه، د طئ قبيلې طليحه پرېښاوه او اسلام ته يې رجوع وکړه، او د خالد بن وليد(رض)  د لښکره سره يو ځاى سوه، عَدي(رض)  چي په دغه باره کي خپله کاميابي وليده، بيا يې د خالد(رض)  څخه اجازه وغوښته چي د بني دُجَيله د قبيلې سره به هم خبري وکړم ځکه د هغو سره هم ښه روابط او تعلقات لرم، د خالد(رض)  تر اجازې وروسته عدي(رض)  و بنو دُجيله ته ورغلى، پسله ډيرو خبرو يې هغه هم قانع کړه، د بنو دُجيله قبيله هم د طُليحه څخه را جلا او د خالد(رض)  سره ملګري سوه، نو عَدي(رض)  وکولاى سواى چي د ده په دعوت دوې قبيلې و اسلام ته رجوع وکي،

 

دا د عدي(رض)  فضيلت او درجه ده، هغه نوري قبيلې د طُليحه سره پاته سوې او د دوو لښکرو په منځ کي شديد جنګ شروع سو، پسله څه وخته څخه د طُليحه په لښکر کي د ماتي او شکست علامې شروع سوې، طُليحه چي په خپل شکست پوه سو دمخه يې د خپلي تيښتي دپاره آسان درولي وه، نو دئ او ښځه يې پر خپلو آسانو سپاره سوه او د شام و طرف ته يې په تېښته شروع وکړه، د طليحه په تېښته سره 
د ده په لښکر کي پوره شکست شروع سو، د لښکر ځيني خلک تښتي او ځيني د شهادت کلمې وايي اسلام ته رجوع کوي او تسليميږي، چي د دغه جنګ په نتيجه کي د غطفان او بنو اسد ډېره حصه بيرته مسلمانان سوه او ځيني يې پر هغه خپل کفر پاته سوه، د طُليحه لښکر شکست و خوړى او دئ په خپله شام ته وتښتېدى او ډېره موده هلته پاته سو. 

 


خو بيا په وروسته کي طُليحه هم مسلمان سو، پسله هغه څخه چي د نبوت دعوه يې کړې وه مسلمان سو او د مسلمانانو په لښکرکي داخل سو، خاصتاً په هغو لښکرو کي چي د فارس په فتحه کولو کي يې ګډون او اشتراک کړى دى، طُليحه(رض)  د قادسيې په جنګ کي هم ګډون کړى دى، او په دغه جنګ کي يې ښه امتحان ورکړى دى، ويل کيږي چي په نهاوند کي شهيد و وژل سو، دا د الله(ج)  قدرت دى چي د يوه حال څخه يې بل حال ته اړوي، طلیحه پسله هغه چي مرتد سو، پسله هغه چي د نبوت دعوه يې وکړه، پسله هغه چي د مسلمانانو سره یې جنګونه وکړه پاى او خاتمه يې شهادت في سبيل الله ؤ.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: خلفاء راشدین

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته