د ابوبکر الصّدِّیق(رض) عبادت
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ابوبکر الصّدِّیق(رض) په خپل ټول سلوک او خپلو مشاعرو کي ربّاني ؤ،
د الله(ج) عبادت یې داسي کاوه لکه دﺉ (رض) چي خپل رب(عزوجل) ویني.
د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض) تر وفات وروسته حضرت عُمر فاروق(رض) د ده و زوجې أسماء بنت عُمیس(رض) ته ورغلی او پوښتنه یې ځنی وکړه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) چي به د خپل ځان سره یواځی سو د خپل رب(عزوجل) عبادت یې څنګه کاوه؟ هغې په جواب کي ورته و ویل: کله چي به د سهار وخت سو ولاړ به سو اودس به یې تازه کړی او لمونځ به یې کاوه په لمانځه کي به یې د قرآن مجید د ویلو سره ژړل، په سجده کي به یې ژړل، په دعاء کي به یې ژړل او د ده (رض) د لمانځه او عبادت په وخت کي به ما په خپل کور کي داسي بوی حِساوه لکه اینه چي کبابیږي.
حضرت عُمر(رض) و ژړل او ویل: ابن الخطاب لره به دغه حال چیري او کله حاصل سي! دغه حال او ابن الخطاب سره لیري دي، د کباب سوي اینې بوی د ابوبکر الصّدِّیق(رض) څخه د عبادت په وخت کي ولاړيږي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدين
www.taleemulislam.net