تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
استصناع (معاملات)
 
  February 27, 2014
  0

 صانع جوړونکي ته وايي لکه نجار .


 مَصنَع فابريکې ته وايي .

مصنوع جوړ سوي شي ته وايي .

په بل چا د شي جوړولو ته استصناع وايي.

هغه څوک چي په بل شى جوړوي هغه ته مُستَصنِع وايي .

په شريعت کي استصناع هغه تړون ته وايي چي مشتري يې د بايع سره د يو ټاکلي شي په جوړولو کوي . 

د مشتري څخه مراد مستصنع او د بايع څخه مراد صانع دى .    

په استصناع کي کار او مواد دواړه د صانع وي 

که مواد د مشتري وي او جوړول يې پر صانع وي هغه ته استصناع نه وايي ، بلکي هغه ته اجاره وايي مثلاً : که څوک په نجار دروازې جوړوي که لرګي او کار دواړه پر نجار وه نو دې ته استصناع وايي .

خو که لرګي د مستصنع وه او پر نجار يې يوازي جوړول وه هغه ته بيا اجاره وايي . 

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته