تازه سرليکونه
د (مؤرخين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ابوحنیفه الدینوري د علم نبات مخکښ عالم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 28, 2019
  0

لیکنه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 ابوحنیفة الدینوري چې په علم النبات کې پوره ماهره وو او د شیخ علماء نبات لقب يي ترلاسه کړی وو  او د ستورو پیژندني په علم او په علم حساب کي يي ګټور کتابونه لیکلي دي. په علم النبات کې يي یو کتاب لیکلی دی چې د الفبا په تورو سره يي ترتیب کړی دی. په ډیر اهتمام سره يي هر هغه څه چې تر دریمي پیړۍ پوري ده د علم نبات په اړه لیدلي او یا یې د ثقه عربو څخه اوریدلي دي د نثر او شعر په ژبه يې په دغه کتاب کې بیان کړي دي. ډیرو طبیبانو د دوا په جوړولو کي او نبات پیژندونکو د نباتاتو په خرڅولو کي   له دغه کتاب څخه ګټه اخیستي ده او له دغه کتاب څخه د دوا خرڅولو په برخه یو کتاب چي رانقل کړي دي هغه هم د ابن البیطار دی چي د مفردات الادویة په نامه سره مشهوره دی. 


د ابوحنیفة الدینوري رحمه الله اصلي نوم احمد دی، د پلار نوم یې داود دی او په ۲۱۲هجري چې د ۸۲۸ میلادي کال سره سمون خوري پیدا شوی دی. او په ۲۸۲ هجري کي چې له ۸۹۵ میلادي سره سمون خوري وفات شوی دی. 


نوموړی عالم نسبت د ایران همدان او کرمانشاه ته کیږي او یو پیاوړی مسلمان عالم دی چې په علم نحوه، علم لغت، علم هندسه، علم فلکیات او په علم النبات کي یې پوره مهارت درلودی. علم يي د کوفې او بصرې له علماوو څخه ترلاسه کړی دی او د علم حدیث په روایت کولو کې هم ثقه یعني د اعتماد رواي دی. په اصل کي څوک وايي کردي دی، څوک وايي فارسي دی او څوک یې بیا عرب بولي . 


امام ابوحنیفة الدینوري اول مسلمان عالم دی چې د نباتاتو د علم په اړه یې هغه څه ویلي دي چې د بل چا څخه یې نقل نه دی کړی چې هغه د نباتاتو پیوند کول یا د نباتاتو د خرابیدو مخنیوی او د مختلفو ونو پیوند کول دي چې په نتیجه کې يې یوه نوي میوه لاس ته راځي. دا ټول هغه څه دي چې د لومړي ځل لپاره ابوحنیفة الدینوري رحمه الله په دې اړوند معلومات وړاندي کړي دي. د ده په اړه امام شمس الدین ذهبي رحمه الله وايي چې ابوحنیفة الدینوري په علم نحوه، علم الهندسه، علم الهیئة (څیره پیژندنه)، علم وقت او نورو علومو کي یو رښتنی لوی عالم دی.


د ابوحنیفة الدینوري مشهور کتابونه 
د تاریخ په علم کي د اخبار طوال په نامه کتاب لري چې د ۱۸۸۸ میلادي او ۱۹۱۲ میلادي کې ترمنځ یې په لندن او هلنډ کي ولادیمیر ګیرګاس او کراخکوفسکي په فرانسوي ژبه باندي خپور کړی. 


په علم النبات کي یې د کتاب النبات په نامه یو کتاب لیکلی دی چې په ۶ جلدونو کې وو خو افسوس چې اوس یې یواځي دریم او پنځم جلدونه پاتي دي او نور له لاسه وتلي دي او د شپږم جلد څخه یې مضامین راجمع شوي دي خو کوم نباتات چې ده په دغه پاتي آثارو راجمعه کړي دي هغه ۶۳۷ نباتات دي چې له سین څخه شروع دي تر یا  پوري چې د الفباء په ترتیب يي ذکر کړي دي. په همدغه کتاب کې ابوحنیفة الدینوري رحمة الله علیه د نباتاتو د غټیدلو او د ګل نیولو او د میوې کولو لپاره مختلف مراحل ذکر کړي دي. 
خو بدبختانه چې د اسلامي نړۍ د ډیرو علماوو تجربې د نباتاتو د علم په اړه د لاسه وتلي دي، په دې اړه د محمد بن الحسن الشیباني رحمة الله علیه کاري تجربې چي په ۸۲۰ میلادي کال کي وفات شوی، د ابن عربي کارنامې چې په ۸۴۴ میلادي کال کې وفات شوی، د الباهلي څېړني چې په ۸۴۵ میلادي کال کې وفات شوی او ابن السکیت څېړني چې په ۸۵۷ میلادي کال کې وفات شوی .خو الدینوري په خپلو ډیرو کتابونو کي د دوی له کارونو څخه چې د نباتاتو په اړه يي کړي دي اخیستنه کړې ده .

 
امام الدینوري رحمة الله علیه په خپل کتاب ( کتاب النبات) کي یو څه برخه د کایناتو په اړه د هواه پیژندني ته هم ځانګړې کړې ده ، چې کومه هوا نباتاتو یا زراعت ته ګټوره ده او د هوا ډولونه یې بیان کړي لکه بادونه، طوفانونه او داسي نور يې په تفصیل سره بیان کړي دي او همدارنګه يې په دغه کتاب کې د مځکه د پېژندني په اړه هم بحث کړی دی چې کومه مځکه د زراعت او کرنې وړده. د ډبرو، ریګو او خارو ډولونه یې په پوره تفصیل سره بیان کړي دي. د خاورو اغېز یې په نباتاتو کي ښودلی دی، چي کومه خاوره د نباتاتو لپاره ډیره نرمه او ګټوره ده . 


نور تصانیف 


کتاب التفسیر القران، ۱۳ جلده 
کتاب الفصاحة 
کتاب الشعر 
اصلاح المنطق، په عربي ژبه 
الاخبار الطوال، په علم التاریخ کي 
کتاب البلدان، په علم الجغرافیه کي 
کتاب الجبر والمقابلة، په ریاضیاتو کي 
کتاب النبات، په علم النبات کي 
کتاب الانواء، په فلکیاتو، ستورو او هوا پېژندنه کي. 
الجمع والتفریق 
جواهر العلم، چې په آسمان کي د ستورو ځایونه د حساب د جدولونو په شکل کي ښودل شوي دي 


ضمائر القران 
کتاب القواعد اللغة العربیة
البحث وحساب الدور
کتاب البیان، په عربي ژبه د نحوي اړوند 
کتاب الرد علي الغزة الاصفهاني 
کتاب الوصایا 
نوادر الجبر 
کتاب الکسوف 


د وخت علماوو په ناودر الدهر یاد کړی دی. رحمه الله تعالى


ــــــــــــــــــــ
اخذ :

الوافي الوفیات ،ج۲، صـ ۳۵۰، مكتبة الشامله 
الطبقات السنیة في تراجم الحنفیة: صـ ۱۰۴
سير اعلام النبلاء: ج۱۳، صـ ۴۲۲ مكتبة الشامله

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته