تازه سرليکونه
د ابن خلدون رحمه الله ژوند، فکر او کارنامې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 10, 2019
  0

لیکنه او راټولونه: اصل ”زارع“   


د ستر مفکر، تاريخپوه، ټولنپوه او سياست پوه امام ابن خلدون رحمة الله علیه اصلي نوم ابو زید ولي الدين عبدالرحمن ابن خلدون دئ. د ۱۳۳۲ زيږديز کال د مې د مياشتي پر ۲۷ نېټه د تونس په يوه کلي کي زېږيدلی دئ. 


ابن خلدون رحمه الله له پلار څخه فقه، تفسير او د حديثو علوم، قرائت، کتابت، د نحوي اصول او ادب  زده کړل. او د قرآن شريف حفظ ئې هم په ماشومتوب کي وکړی. ابن خلدون په خپل کتاب مقدمه ابن خلدون کي ليکي: «کوم کتابونه چي ما لوستل هغه په تونس کي ډېر کم پيدا کېدل».


ابن خلدون د علم الکلام، منطق او فلسفې په اړه هم زيات کتابونه ولوستل او پخپل ژوند کي ئې مراکش، غرناطې، قاهرې، حلب او دمشق ته سفرونه کړي دي. په شل کلنۍ کې یې په تونس کي خپلي زده کړي پای ته ورسلې، اسناد ئې ترلاسه او د سلطان ابو اسحاق منشي سو.  


دده په وختونو کي خلکو د لوړو وزارتونو خوبونه لیدل، ده د خپلي پوهي، ذهانت او سیاست پوهني په مرسته په ۷۲۶  قمري کال کي قاضي القضات وټاکل سو. د مصر په قاضیانو کي لومړنی قاضي وو، چي په څلورو سره مذاهبو پوهیدی. دده په وختونو کي خلکو خورا په لوی زړه خپلي دعوې وړاندي کولای سوای.  په دې سره ابن خلدون  په سيمه کي ډېر زيات دوښمنان پيداکړل، ځايي خلک د ابن خلدون د وظيفې په ليري کولو بوخت سول، هر ډول دسيسې به يې ازمويلي تر څو ابن خلدون رحمه الله د پاچا په وړاندي بې ارزښته کړي. باچا اړ سو، ترڅو ابن خلدون و دندې پرېښودو ته مجبور کړي.  


په يوه سمندري توپان کي د ماشومانو او ميرمني د لاسه ورکول ابن خلدون رحمه الله خورا غمجن کړ.  د ابن خلدون د سياست څخه څخه زړه تور سو او سياست يې پريښودئ. 


ابن خلدون د زيات شمېر پاچاهانو په دربار کي دندي کړي او ډېر زيات نفوذ يې درلود. دی په نړۍ کي  یوازنی کس دی چي فلسفه يې په ټولنيز قالب کي واچول. د فلسفې، تاریخ او سیاست پر آسمان دا ځلېدونکی ستوری د ۷۴ کلونو په عمر په ۱۴۰۶ زيږديز کال د  مارچ د مياشتي په ۱۵ نېټه ومړ او د قاهرې په صوفياء هديره کي خاورو ته وسپارل سو. 

 


په تاریخ او ټولنپوهنه کي مخکښ

د ټولنپوهنې بنسټ ايښودل: ابن خلدون رحمه الله تاريخ يو داسي علم وبلی چي بايد په پوره بې طرفۍ سره ولوستل سي. 


ابن خلدون تاريخ د يو علم په شکل وړاندي کړ، داسي علم چي د تېر وخت رښتيا او درواغ ټول ثبتوي، په دې سره تاريخ يو داسي علم سو، چي د ثبوت نه بغير کوم ثبوت نه مني. هغه دا ثابته کړل چي څنګه يو حکومت د زوال سره مخ کيږي؟! ابن خلدون يو ستر کار د تاريخ د فلسفې رامنځته کول دي. د دې څخه مخکې تاريخ يوازي د پيښو د بيانولو نوم وو خو ابن خلدون تاريخ په فلسفه بدل کړئ. 


هغه وويل لکه څنګه چي يو انسان پيدا کيږي، ځوان کيږي او بيا د زړښت پر مخ ځي او وروسته بيا ختميږي همداسي هم چي يو حکومت جوړیږي وروسته ښه چليږي او بيا وروسته د بل حکومت تر استعمار لاندي کيږي. 


ابن خلدون د انسان د ژوند لومړی اصل په ټولنيز ډول اوسېدل بيان کړي.هر انسان بل انسان ته اړتيا لري که چيري بل انسان موجود نه وي نو ژوند به ډېر سخت سي. ابن خلدون ويلي چي فکر د علم د حرکت پايله ده، فکر انسان ته د خدای جل جلاله له لوري يو الهي تحفه ده چي انسان پر حيوان برتري پرې پيدا کوي. 


د ابن خلدون ټولنيزه فلسفه: 
د ټولنيزو علومو په تدوين کي ابن خلدون رحمه الله د ټولو ليکوالانو څخه مخکي دئ. د ابن خلدون د (مقدمه ابن خلدون) په نوم کتاب د اروپا خلکو توجه د ختيځ خلکو په لور راړولې ده. ابن خلدون د تمدن دوه اړخه وړاندي کړي دي، يو خارجي او بل داخلي. د خارجي څخه يې موخه طبيعت دئ، لکه ديني عقائد، اب او هوا او سکونت او د داخلي څخه يې هدف هغه څه دي، چي په واسطه یې يو تمدن يا يوه ټولنه پرمختګ او ژوند کوي. 


ابن خلدون رحمه الله وائي: د حيواني ټولني عادت طبيعي وي، خو د انساني ټولني عادت د عقل، فکر او غور نتيجه وي. 
دوه نور فليسوفان (ميکياويلي او مونتيسکو) هم د ابن خلدون نظريه تائيد کوي. 


ابن خلدون د لومړي ځل لپاره د مځکې اقليم په اوو برخو تقسيم کړی.


ټولنه او کلتور: 
ابن خلدون انساني فطرت په ژور او عميق ډول مطالعه کړی او وروسته يې د يو نوي علم بنسټ کېښود. 


ابن خلدون وويل د کلتور څخه د انساني فطرت تجزيه او د انساني ټولني د جوړولو او اساس ايښودلو عوامل پيداکول دي. 
ابن خلدون په دې اړه ځيني خبري وکړې: 


۱_انسان په طبيعي اړه په ډلو ويشل سوی، انسان هيڅکله نسي کولای چي په يوازي توګه واوسي، ځکه انسان تر نورو حيواناتو کمزوری دئ. يو انسان د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره بل انسان ته اړتيا لري. 


۲_انسان په داخل او خارج کي يو د بل سره اړيکي لري. 
په داخل کي انسان په خپل جسماني قوت باندي تکيه کوي او په خارج کي په محيط او آب و هوا باندي تکيه کوي. 

ابن خلدون وويل دا شيان د انسان په ژوند ژوره اغيزه کوي. 


۳_د انسان او ټولني اړيکه د روحانيت سره هم نه شليدونکې ده. 


د قومونو زوال او د حکومتونو طرز


ابن خلدون د قومونو د زوال درې ټکي بیان کړل: 


۱- د اشرافو کمزوري 
۲- د فوځ سختي 
۳- عيش او عشرت 


ابن خلدون وويل د دې عواملو په شتون کي يو حکومت نسي کولای چي تر دريو پيړيو دوام وکړي.


ابن خلدون لومړی شخص وو چي د کلتور په اړه يې څيړني وکړې. نوموړی کلتور يو خپلواک علم وبلی. 


ده د حکومت په اړه هم ډيري ښې نظريې ورکړې چي تر نن عصر پوري ورڅخه ځيني هیوادونه کار اخلي. 


ده وويل چي حکومت بايد خپله ساحه دومره پراخه کړي تر کومه ځایه پوري چي د هغې ساحې نظم او امنيت ساتلی سي. 


نوموړي حکومت په درې برخو وويشی: 


۱- عقلي سياست (ملوکيت). 
۲- مدني (ښاري) سياست. 
۳- ديني سياست يا خلافت. 


ابن خلدون د ارسطو څخه په نظريو کي مخکي دی. د ارسطو نظر فلسفي او د ابن خلدون نظر ديني دئ.

 
ارسطو وائي چي دوه ډوله انسانان وجود لري: 


۱- خانان. 

۲- غلامان. 


ارسطو په خپلو نظرياتو کي وائي چي غلامان بايد د خانانو کارونه بېله کومي مزدورۍ څخه پر مخ يوسي. 


خو ابن خلدون دا نظريه رد کوي او ډېر فلسفي، ديني او انساني نظريه ورکوي.ابن خلدون وويل انسان ازاد پيدا سوی او د ازاد ژوند حق لري. هر انسان اساسي ضرورياتو ته ضرورت لري. 


ابن خلدون د خلافت، د خلافت وجوب، د امام ټاکل، د امامان شرايط، ولي عهد ټاکل، د دوو خلافتونو موجوديت، يو نمونه يې حکومت، د قانون تصور، د حکومت داخلي نظام، اقتصادي مسائل، د ماحول نظريه، د زده کړي فلسفه، د علم تصور، د علم ډولونه، د علم ذرایع، د زده کړي موخي، نيوکې، د تدريس طريقه، د ښوونکي او زده کونکي اړيکي، د سزا احکام، د سفر اهمیت، علوم، تصوف، د تعبير الرويا علم، عددي علوم، الجبر، رياضي او هندسه، د منطق علم، د طبيعت علم، د طب علم، جغرافيايي علم، ځمکنی علم، خليجونه، سمندرونو، اوه قليمونه او د اقليمي اغېزو په اړه یې زيات تشریحات او څیړني وړاندي کړي دي. 


ابن خلدون وائي د ګرمو اوسېدونکي خلک نيم وحشي وي. 


ابن خلدون رحمه الله هغه شخصیت دئ چي مسلمانان يې د علم په مقام کي په ۷ پيړۍ کي زيات مشهوره کړل.

مسلمانان پينځه پيړۍ (د اوومي څخه بيا تر ۱۲ پيړۍ پوري) په ساینسي او نورو علومو کي د نړۍ تر ټولو معتبر علماء وه چي په انګليسي کي دغه عصر ته (The golden age of Islam) یا د اسلام طلايي دوره وائي. 


ابن خلدون ډېر لوی او معتبر عالم تېر سوی چي ټوله بيان يې په دي ليکنه کي نه کیږي. هغه ابن خلدون چي د نړۍ زياتر علوم يې را څپړلي او وضاحت يې ورکړی، نن وخت د مسلمانانو د ياده وتلی او په ځای يې تر اوسه هغه ارسطو په ياد دئ چي د کيپټاليزم او سوسیالیزم خوښونکی وو. 


نن هغه وخت راغلی چي مسلمانان مسلمانان هېروي. د ابن خلدون رحمه الله ارزښت و هغه غربيانو ته معلوم دئ، کومو چي غوښتل د تاريخ او پورته علومو په معنا پوه سي. 

 

سرته