تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان په ژوندانه کې د نیت اهمیت او فائدې (۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 27, 2019
  0

ليكنه : مفتي احسان الله رشاد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نیت د روح مثال لري ، او عمل د جسد ، له جسد نه چې روح لیري شي ، په مړو کې حساب وي ، پر مړي بیا څوک حساب هم نه کوي ، په نیت سره وړوکی عمل ستر جوړیږي ، او مباح ورباندي عبادت ګرځي ، کله خو یوازي په نیت سره سړی د ثواب حقداره ګرځي ، همدا نیت دی ، چې د الله د قربت وسېله جوړیږي ، په نیک نیت سره عمل صالح او په بد نیت سره عمل فاسد ګرځي ، نیت یو معیار دی ، د اعمالو لپاره یو ترازو دی ، په څومره مستوا چې نیت وي ، هومره به د عمل وزن وي .


 علامه انور شاه الکشمیري رحمه الله تعالی په حجة الله البالغة (۲/ ۱۳۰)کې وايې : خبردار ! نیت د روح په شان دی ، عبادت ورته جسد دی ، جسد بې له روح ژوند نلري .


علامه ابن قیم رحمه الله تعالی په اعلام الموقعین : ۳ / ۹۰ کې وايې : د ټولو عباداتو بنسټ نیت دی ، یو عمل هم تر هغو عبادت نه بلل کیږي ، تر څو چې نیت ورسره ملګری نسي ، نو ځکه علماء وايې، چې که یو څوک په اوبو کې ولویږي ، خو د غسل کولو نیت يې نه وي ، او یا په حمام کې د صفايې لپاره ځان پرېمنځي ، او یا د ګرمۍ له امله پر ځان اوبه توۍ کړي ، د دې سړي غُسل په اتفاق سره عبادت نه بلل کیږي ، ولي چې د عبادت نیت يې نه دی کړی .


همدا شان که یو څوک د عادت له مخي خوراک او څښاک و نه کړي ، او یا په یو کار کې د مصروفیت له امله خوراک ونه کړي ، خو د عبادت نیت يې نه وي ، نو دا سړی روژه دار نه بلل کیږي ، که د کعبة الله پر شاوخوا یو څوک د یو شي د پيدا کولو لپاره ګرد را ګرځي ، د عبادت نیت يې نه وي ، نو طواف نه بلل کیږي ، او که یو چا و فقیر ته هبه او یا هدیه ورکړه ، د زکات نیت يې نه وو ، نو زکات نه بلل کیږي ، که یو څوک په مسجد کې کښېناستی او د اعتکاف نیت يې نه وو ، نو معتکف نه بلل کیږي .


د همدې کتاب په ۳ / ۹۱ مخ کې ابن قیم رحمه الله تعالی لیکي : نیت د عمل روح او اصل ده ، او عمل پر نیت ولاړ دی ، عمل د نیت تابع دی ، که نیت فاسد وو ، عمل هم فاسد دی ، او که نیت سالم وو ، عمل هم سالم دی ، په دې هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم دوې داسي خبري کړې ، چې کافي او شافي دي ، هغه دا دي : «إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى» د اولي جملې مطلب دا دی : عمل تر نیته تعلق لري ، او د دوهمي جملې خلاصه دا ده : چې عامل چې د کوم شي نیت وکړي ، بس هغه په لاس ورځي .


امام ابن التيمية رحمه الله تعالی په مجموعة الفتاوی : ۲۲/۲۴۳ کې لیکي : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې : «نية المرء أبلغ من عمله» ، یعني : د عمل څخه بغیر پر نیت هم ثواب مرتب کېدلای شي ، او له نیت نه پرته عمل نه قبلیږي .


مطرف بن عبد الله رحمه الله تعالی وايې : د زړه صلاح د عمل تر صلاح پوري اړه لري ، او د عمل صلاح د نیت صلاح ته اړتیا لري .


جعفر بن حیان رحمه الله تعالی وايې : نیت د اعمالو باچا دی ، د نیت په صحت سره عمل صحیح کیږي ، او په فساد سره يې عمل فاسد کیږي . (الزهد لاحمد)


امام نووي رحمه الله تعالی وايې : نیت د اعمالو د تصحیح لپاره یو معیار دی ، که نیت صالح وو ، نو عمل هم صالح دی او که نیت فاسد وو ، نو عمل هم فاسد دی .


ابن المبارک رحمه الله تعالی فرمايې : ډیر ځله وړوکی عمل په نیت سره ډیر ستر جوړ سي ، او ډیر ځله ستر عمل په نیت سره وړوکی سي .


لقمان حکیم رحمه الله تعالی وایې : د یقین حقیقت صبر دی ، او د عمل حقیقت نیت دی .


همدا نیت دی ، چې سړی خپل هدف ته رسوي ، بې له نیت عبادت هیڅ معنا نلري ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې : « إنما الأعمال بالنيات ، و إنما لكل امرئ ما نوى ، فمن كانت هجرته إلى دنيا يصيبها ، أو إلى امرأة ينكحها ، فهجرته إلى ما هاجر إليه » صحيح البخاري (۱/ ۶)، یعني : عمل تر نیت اړه لري ، د څه چې نیت وکړې هغه به ورکول کیږي ، څوک چې د دنیا په نیت هجرت وکړي ، وربه کوله شي ، او که د یو ښځي سره د نکاح په نیت هجرت وکړي ، نو د څه لپاره چې هجرت کړی وي ، بس هجرت يې د هغه لپاره دی .


له یاد حدیث نه په واضح ډول ښکاري ، چې اسلام د عمل جوهر ته ډیر اعتبار ورکوي ، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد کوي : «إن الله لا ينظر إلى أجسادكم، ولا إلى صوركم، ولكن ينظر إلى قلوبكم» . صحيح مسلم (۴/ ۱۹۸۶) . یعني : الله مو اجسادو ، صورتونو او اعمالو ته نه ګوري ، بلکي : ستاسو زړونو ته ګوري.


نیت د عمل لپاره زیات اهمیت لري ، له صالح نیت سره عمل هم صالح ګرځي ، او له فاسد نیت سره عمل هم فاسدیږي ، او له نیک نیت سره د بدن ټول اعضاء صالح ګرځي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې : ألا و إن في الجسد مضغة : إذا صلحت صلح الجسد كله ، و إذا فسدت فسد الجسد كله ، ألا و هي القلب . (صحيح البخاري :۱/ ۲۰) . یعني : یاد ساته ! په بدن کې یوه ټوټه ده ، کله چې هغه جوړه شي ، نو ټول بدن وسره جوړیږي ، او کله چې هغه فاسده او خرابه شي ، نو ټول بدن ورسره خرابیږي ، خبردار ! چې هغه زړه دی. او د نیت ځای هم زړه دی .

 


 

د نیت اهمیت تر دې اندازې پوري ډیر دی ، چې کله به یو چا کار نه وي کړی ، عمل به يې نه وي کړی ، حرکت به یې نه وي کړی ، خو یوازي په نیت کولو سره د عمل ثواب ورکول کیږي په یوه حدیث کي راځي :


 إن بالمدينة أقواماً ، ما قطعنا وادياً ، و لا وطئنا موطئاً يغيظ الكفار ، و لا أنفقنا نفقة ، و لا أصابتنا مخمصة إلا شاركونا في ذلك و هم بالمدينة ، فقيل له : کيف ذلك يا رسول الله ؟ فقال : حبسهم العذر فشاركوا بحسن نية . (احیاء العلوم/ بخاري هم په ورته خو مختصرو الفاظو روایت کړی دی)


 یعني : په مدینه کې داسي خلک شته ، چې هغوی په غرو کې مزل نه دی کړی ، نه يې کفارو ته تکلیف رسولی دی ، نه يې د الله په لار کې پيسې لګولي دي ، نه به کوم تکلیف ورته پيښ شوی وي ، خو بیا هم دوی له موږ سره برابر شریک دي ، او سره له دې چې دوی په مدینه کې ناست دي ، یو چا ترینه پوښتنه وکړه ، چې دا نو څرنګه ؟ ده ورته وویل : د عذر له امله پاتي دي ، او د ښه نیت له وجهي له موږ سره شریک دي .


په نیت سره عمل قبلیږي ، که نیت خراب وو ، عمل ضائع کیږي ، د دې مثال داسي دی ، لکه یو سړی چې د یو شي د اسنادو د حاصلولو لپاره ډیر تکلیف وکړي ، پیسې ولګوي ، خو وروسته يې خیال نه وي ، په خطا سره هغه سند د یو عام کاغذ په نیت سره وشلوي ، نو په دې وړه غلطي سره د میلنونو پيسو نقصان ورته ورسیږي ؛ همدا شان که یو څوک ډیري پيسې ولګوي ، حج وکړي ، جهاد وکړي ، علم حاصل کړي ، نور زیات عبادتونه وکړي ، خو نیت يې فاسد وي ، نو ټول تکلیف ، پيسې او عبادتونه يې ضائع دي .

 

ـــــــــــــــــ

لومړۍ برخه: د نیت معنا ، محل ، حکمت او فائدې

سرته