تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا-د ښځو د مريضۍ په وخت کي لمونځونه
 
  November 23, 2011
  0

پوښتنه: د ښځو د مياشتانه مريضۍ او د ولادت په وخت کي لمونځونه څنګه کيږي، آيا راګرځول غواړي او که نه؟      

د  پوښتني کوونکي نوم: فضل محمد    
                                
جواب: کومه مریضي چي په ځانګړي ډول و ښځو ته پیښیږي هغه یوه  میاشتنۍ  ناروغي ده چي د حیض په نامه یادیږي او بله هغه مریضي ده چي د لنګون وروسته ورته پیښیږي د نفاس په نامه یادیږي، د حيض او نفاس سره ډېر شرعي حكمونه تړلي دي مثلا ښځي ددغو مریضیو یعني حیض او نفاس په حالت کي لمونځونه نه کوي ، روژې نه نیسي، خو د روژو قضاء به راګرځوي البته د لمونځو قضاء باندي نسته، امام مسلم رحمه الله د معاذې څخه روايت كوي:

عَنْ مُعَاذَةَ أَنَّ امْرَأَةً سَأَلَتْ عَائِشَةَ فَقَالَتْ أَتَقْضِي إِحْدَانَا الصَّلَاةَ أَيَّامَ مَحِيضِهَا فَقَالَتْ عَائِشَةُ أَحَرُورِيَّةٌ أَنْتِ قَدْ كَانَتْ إِحْدَانَا تَحِيضُ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثُمَّ لَا تُؤْمَرُ بِقَضَاءٍ وايي يوې ښځي د عايشې رضي الله عنها څخه وپوښتل : ايا مونږ يوه به د حيض د ورځو د لمونځو قضاء راگرځوو ؟ عايشې ورته وويل : ايا ته خوارجي يې ؟ مونږ ته د رسول الله صلي الله عليه و سلم په زمانه كي حيض پيښيده خو د لمونځو د قضاء راوړولو حكم د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا نه راته كېدى.
نو ښځي چي د مياشنۍ ناروغۍ او هم د لنگون وروسته ناروغيو كي لمونځونه نه كوي د هغو قضاء هم باندي نسته البته په دغو ناروغيو کي چي يي روژې خوړلي دي د هغو قضا به راگرځوي.

د ښځو دا میاشتني مریضي او د لنګون وروسته چي کومه مریضي ورته پیښیږی د هغو سره ډیر نورشرعي حکمونه هم تړلي دي چي د هغو د جملې څخه یو هم دادی چي دوی د دې مریضۍ په وخت کي مسجد ته نه سي ننوتلای، نو ځکه کومي ښځي چي په حج او عمره کي وي، دوی مسجد حرام ته نه سي ننوتلای او طواف هم نه سي کولای ځکه طواف دننه په مسجد حرام کی پر کعبه شریف باندي کیږي، همدارنګه ددې مریضۍ په وخت کي ښځي ومسجدِ نبوي ته هم نه سي ننوتلای تر هغه وخته به انتظار باسي څو چي دا مریضي یې ختمیږي. ددې مرضيو بل حکم دادی چي د قرآنکریم تلاوت نه سي کولای، قرآني آیتونه به نه تلاوتوي، البته د قرآن کریم څخه ماسِوا نور هر ډول ذکرونه کولای سي د مثال په ډول کلمه ویلای سي، د تبرک د پاره بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیْمْ ویلای سي ، سَبْحَانَ الله، اَلْحَمْدُ للهِ، اَللهُ اَکْبَرْ او داسي نور بی شماره ذکرونه  کولای سي. د حيض او نفاس بل حكم دا دى چي جماع کول هم ورته حراميږي.

د تعلیم الاسلام مجلې د لومړی ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته