تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیخ الحدیث مولانا زکریا رحمه الله ژوند لیک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 13, 2019
  0

محدث کبیر شیخ طریقت مولانا محمد زکریا کاندهلوي رحمه الله

لیکنه: محمد عیسیٰ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

نوم او نسب:


کله چي شیخ الحدیث رحمه الله پیدا سو نو دوه نومان یې پر کښېږدول یو محمد موسی او بل محمد زکریا، دوهم نوم عام او مشهور سو. د پلار نوم یې شیخ الحدیث مولانا یحی کاندهلوي رحمه الله او د نیکه نوم یې مولانا محمد اسماعیل رحمه الله او د ور نیکه نوم یې غلام حسین رحمه الله د تر نیکه نوم یې حکیم کریم بخش رحمه الله. 

 

تر محمد زکریا په شیخ الحدیث صاحب ډېر مشهوره سوه نو ځکه موږ به ده ته شیخ الحدیث رحمه الله وایو.

 

پیدایښت:
شیخ الحدیث رحمه الله د رمضان په ۱۰ په ۱۳۱۵ کي د هندوستان په کاندهله نومي ځای کي  دې فاني نړۍ ته سترګي خلاصي کړې. کله چي مولانا اسماعیل رحمه الله خبر سو نو هغه وویل چي زما بدیل پیدا سو. 

 

کوچنیوالی:
شیخ الحدیث رحمه الله چي کله د یو نیم کال سو نو د خپل پلار او مور سره ګنګوه ته ولاړی. خپل د عمر زرین وخت يې په ګنګوه کي د قطب الاقطب ابوحنیفه وقت مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله سره تېر کړی. شیخ الحدیث رحمه الله به ویل چي کله زه کوچنی وم نو به د حضرت ګنګوهي رحمه الله په زنګنو (ګونډو) درېدم. کله چي لږ څه غټ سوم نو به مي حضرت ګنګوهي رحمه الله ته په غټ اواز او قرأت سره سلام ویلی او حضرت رحمه الله به هم د خصوصي شفقت په خاطر په هغسي لوړ اواز او قرأت سره د سلام جواب راکوی. په اخترو کي به د حضرت ګنګوهي رحمه الله سره په جوپان کي چي پورته کوونکي به یې غټ غټ علماء وه د اخترونو لمونځونو ته ورسره تلم، او د حضرت رحمه الله پاته سوي خواړه به یواځي زما وه ګویا زه یې وارث وم. شیخ الحدیث رحمه الله د اتو (۸) کلو ؤ چي حضرت ګنګوهي رحمه الله وفات سو.

 

د تعلیم شروع:
په هغه زمانه کي په مسلمانه علمي کورنۍ کي دا رواج ؤ چي کله به هلک د پنځو شپږو کلونو سو نو به یې د قرآن کریم حفظ شروع کړی، خپله د شیخ الحدیث رحمه الله والد محترم حضرت مولانا یحی رحمه الله چي کله د شیدو څخه پرې سو (د کوچنيوالي شیدې څیښل یې پرېښوده) په هغه وخت کي یې پاؤ پاره د قران کریم حفظ وه او په اووه (۷) کلنۍ کي یې ټوله قرآن کریم حفظ کړ، خو شیخ الحدیث رحمه الله د اووه کلونو پوري بسم الله ویل لا نه وه شروع کړي ( پخوا به یو رسم ؤ، هغه دا چي کله به کوچني د سبق سو نو څه کوچنی یا غټ محفل به یې جوړ کړی او د عالم په خوله به یې په هغه کوچني بسم الله وویل، یعني دده سبق به شروع سو). د شیخ الحدیث رحمه الله انا (نیا) به مولانا یحی رحمه الله ته ویل چي په دا زوی دي سبق ولي نه شروع کوې دی دومره غټ سو څه په کوې؟ مولانا یحی رحمه الله به ورته ویل چي یو واري سبق شروع کړي بیا به تر قبره پوري سبق پرې نږدي. اخر د یو صالح سړي په واسطه چي ډاکټر عبدالرحمن نومېده بسم الله وویل، او په هم ده باندي یې قاعده بغدادي ختمه کړه.

 

د هغه څخه وروسته شیخ الحدیث مولانا زکریا رحمه الله د قرآن کریم حفظ شروع کړی ( د قرآن کریم حفظ په دغه کورنۍ کي یو مهم کار او فریضه بلل کېدل). د قرآن کریم حفظ خپله مولانا یحی رحمه الله په شیخ الحدیث رحمه الله باندي وکړی، د مولانا یحی رحمه الله د درس اسلوب او طریقه د عامو مدرسینو څخه جلا او علیحده وه، مولانا یحی رحمه الله به یو مخ درس ورکړی او امر به یې ورته وکړی چي سل واري یې ووایه بیا ته رخصت یې. د حفظ څخه وروسته شیخ الحدیث رحمه الله دیني رسائل او د فارسي ابتدائي کتابونه په ګنګوه کي شروع کړه، هغه هم خپل والد مولانا یحی رحمه الله ورته تدریسول، همدارنګه یې ځیني کتابونه په خپل ګران اکا د تبلیغي جماعت مؤسس مولانا الیاس کاندهلوي رحمه الله باندي هم ویلي دي، د مولانا الیاس رحمه الله د درس طریقه داسي وه چي کله به هم شیخ الحدیث رحمه الله غلطي وکړه نو مولانا الیاس رحمه الله به کتاب بند کړی. 

 

د عربي تعلیم یې په سهارنپور کي په ۱۳۲۸ کي شروع سو. موږ د مخه هم وویل چي مولانا یحی رحمه الله په درسي نظام کي د عامو مدرسینو څخه علیحده ؤ هغه به لومړی قوانین په شاګردانو حفظ کړه بیا به یې عملي اجرأ ورته کول، د نحومیر سره به یې د عربي جملې اردو ته او د اردو جملې عربي ته د اړولو تمرین په شاګردانو شروع کړی. دغه ټوله قوانین یې په شیخ الحدیث رحمه الله باندي عملي کول. لکه څنګه چي مولانا یحی رحمه الله په خپل علم کي ډیر تکړه او قوي ؤ همدارنګه یې خپل عظیم زوی یعني شیخ الحدیث هم خواري کښل او با استعداده شاګرد ؤ. شیخ الحدیث رحمه الله تقریباً ټول د نصاب کتابونه په مولانا یحی رحمه الله باندي وویل. د شیخ الحدیث رحمه الله تدریسي نخشه (نقشه) په لاندي ډول ده:

 

لومړی کال: نحومیر (ټوله/مکمل)، شرح مآته ترکیب (ټوله)، هدایة النحو (ټوله)، کافیه کبری (ټوله)، ایساغوجي (ټوله) مرقاة (ټوله) شرح تهذیب (نصف/ نیمی)، مفید الطالبین (باب اول) نفحة الیمن (دوې قصیدې از باب دوم)، الفیه (ټوله)، ابن مالک (نصف)، فصول اکبری (ثلث/ دریمه)، ترجمه عم پاره (ټوله) تبارک الذی (نصف) مجموعه چهل حدیث.

 

دوهم کال: پاته (بقیه) الفیه، پاته شرح تهذیب، قطبي تصدیقات و تصورات مع میر، تلخیص فن اول، مقامات ۲۳ مقامې، حساب تاکسور عام، پاته ترجمه تبارک الذی، نفحة الیمن باب اول، ثاني، خامس، قصیده برده، بانت سعاد، قصیده همزیه.

 

دریم کال: مختصر، نور الانوار، متنبي، سبعه معلقه، حسامي، شرح جامي۱،۶ حصه، کنز، قدوري، میبذي، سلم.

 

څلرم کال: ددې تفصیل نسته خو د مدرسې (مظاهر العلوم) د نصاب د نګاه څخه داسي دي (شیخ الحدیث): مشکوة، هدایة اولین، متنبي، حماسه، طحاویه، شرح نخبه، الفیه عراقي.

 

پنځم کال: ددې تفصیل هم نسته خو د مدرسې د نصاب د نګاه څخه داسي دي : ملا حسن، حمد الله، میر زاهد، امور عامه، میر زاهد جلال، میر زاهد رساله غلام یحی، موطأ امام محمد، طحاویه، اقلیدس، شمس بازغه.

 

شپږم کال: ترمذي، بخاري، ابوداؤد، هدایه ثالث (لومړنی برخه)، نسائي (ټوله).

 

اووم کال: مسلم شریف، نسائي (دوهم واري).

 

کله چي مولانا یحی رحمه الله وفات سو نو پرده باندي ۸۰۰۰ قرض باندي وو. شیخ الحدیث رحمه الله د ۲۱ کلو ؤ چي خپل مربي او مرشد پلار یې وفات سو، خو شیخ الحدیث رحمه الله خپله حوصله د لاسه ور نه کړه، او د پلار قرض یې ور ادا کړی. (دا یو ضمني خبره په منځ کي راغله). نو چي مولانا یحی رحمه الله وفات سو شیخ الحدیث رحمه الله دا پرېکړه وکړه چي نور تعلیم ته دوام ور نه کړي خو د خپل مرشد یعني مولانا خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله په امر یې دوهم وار بیا بخاري او ترمذي وویل. تعلیمي مرحله یې په همدغه کال پای ته ورسېده.

 

تدریسي مرحله:
په ۱۳۳۵ هـ ق کي شیخ الحدیث رحمه الله د مدرس په توګه په مظاهر العلوم کي مدرس سو او (۱۵) روپۍ معاش ورته مقرر سو. 


د ابتدائي کتابونو د تدریس څخه وروسته د څو کلونو په جریان کي شیخ الحدیث رحمه الله ته د تدریس لپاره هدایة ورکړل سوه. بیا په ۱۳۴۱ کي د حضرت سهارنپوري په امر د بخاري شریف درې پارې ورکول سوې، چي په ټولو تدریسي کتابونو کي یې خپل خاص علمیت او قابلیت ښکاره کړی، او شاګردان به تل د شیخ الحدیث رحمه الله څخه د کتاب د غوره تدریس په وجه راضي وه.

 

کله چي شیخ الحدیث رحمه الله د مظاهر العلوم شیخ الحدیث مقرر سو نو څو علماؤ اعتراض وکړی چي دی په عمر کي هم کوچنی دی او ده ته شیخ الحدیث هم چا نه دي ویلي یعني ده بل ځای حدیث تدریس کړي هم نه دي، نو مولانا سهارنپوري رحمه الله هغو ته جواب ورکړی چي زه ده ته شیخ الحدیث وایم. بیا تر هغه وخته په دې منصب پاته سو ترڅو چي سخت مریض سو نو بیا یې خپل منصب خپل شاګر مولانا یونس رحمه الله ته ور پرېښودی.

 

تصانیف:
کله چي شیخ الحدیث رحمه الله د خپل استاذ په امر دوهم وار بیا بخاري شروع کړی نو څه وخت وروسته استاذ محترم سهارنپوري رحمه الله شیخ الحدیث ته وویل چي څو عمر کیږي چي په ابوداؤد باندي مي د شرحي اراده کړې ده خو پاته سي، د حضرت ګنګوهي رحمه الله په زمانه کي مي دا اراده وکړه ما ویل که چیري یو اشکال منځ ته راتلی هغه به په حضرت ګنګوهي رحمه الله باندي حل کوم، خو کله چي هغه رحمه الله وفات سو بیا مي دا اراده وکړه چي که چیري یو اشکال منځ ته راتلی هغه به ستاسو په والد محترم مولانا یحی رحمه الله باندي حل کوم خو کله چي مولانا رحمه الله هم وفات سو اوس داسي څوک نه لرم چي زما همکاره سي. شیخ الحدیث رحمه الله ورته وویل چي حضرت زه ستاسو معاوین یم، نو د هغې ورځي څخه حضرت رحمه الله د کتابونو فهرست ورکړی چي د کتابتون څخه دغه کتابونه راوړه. 

 

حضرت سهارنپوري رحمه الله به د کتاب املاء کول او شیخ الحدیث رحمه الله به هغه لیکل. په دې منځ کي د املاء لپاره نور شاګردان هم راغلل خو د هغو د ډیرو اسفارو او مصروفیاتو په سبب بېرته شیخ الحدیث رحمه الله راغلی. شیخ الحدیث رحمه الله د اشد ضرورت په وجه سفر کوی. همداسي دا سلسله را روانه وه چي هغه وخت هم راغلی چي د حضرت سهارنپوري رحمه الله هغه شهکار کتاب « بذل المجهود» بشپړ او خپور سو. د شیخ الحدیث رحمه الله مطبوع او غیرمطبوع (امکان لري اوس ځیني غیر مطبوعه کتابونه یې مطبوع سوي وي، دا معلومات د شیخ الحدیث د خپلي لیکني څخه را اخلو چي په هغه وخت کي نه وه مطبوعه) تصانیف په لاندي ډول دي:

 

۱.شرح الفیه اردو .... ناچاپ: کله چي شیخ الحدیث رحمه الله د تدریس په دوهم کال د الفیې تدریس شروع کړی د هغه سره سره یې د هغې شرح لیکل هم شروع کړه چي په درو (۳) جلدو کي ده. 


۲. اردو شرح سلم .... ناچاپ: په کوم کال چي شیخ الحدیث رحمه الله سلم په مولانا عبد الوحید رحمه الله باندي ویلی نو شیخ الحدیث رحمه الله به د هغه درس په خپله کتابچه کي لیکی.

 

۳. اضافه بر اشکال اقلیدس.... ناچاپ: په کوم کال چي شیخ الحدیث رحمه الله اقلیدس ویلی نو په هغه کال یې په اقلیدس یو څه شکلونه نور وکښل (حاشیې) چي د اضافه بر اشکال اقلیدس په نامه دی.

 

۴. تقریر مشکوة .... ناچاپ: کله چي شیخ الحدیث رحمه الله خپله مشکوة شریف ویلی په هغه وخت کي یې مختصر لیکلي ؤ بیا چي کله یې د مشکوة شریف تدریس شروع کړی نو د حاشیو په مرسته یې پوره کړی.

 

۵. تقاریر کتب حدیث.... ناچاپ: شیخ الحدیث رحمه الله صحاح سته د خپل والد رحمه الله او حضرت سهارنپوري رحمه الله څخه ویلي وه، د هر شیخ درس یې لیکلی دی. 

 

۶. مشائخ چشتیه .... ناچاپ: په دې کتاب کي شیخ الحدیث رحمه الله د خپل شیخ حضرت سهارنپوري رحمه الله څخه بیا تر رسول الله صلی الله علیه وسلم پوري د ټولو معلومات بیان کړي دي.

 

۷. احوال مظاهر علوم.... ناچاپ: په دې رساله کي شیخ الحدیث رحمه الله د مظاهر العلوم مدرسې هر اړخیز معلومات لیکلي دي.

 

۸. تلخیص البذل .... ناچاپ: شیخ الحدیث رحمه الله د خپل شیخ حضرت سهارنپوري رحمه الله سره چي کله بذل المجهود لیکی، د هغه خلاصه به یې د خپل ځان سره د یاداښت په توګه لیکل، ډېر اوږده بحثونه نسته په کښي بلکي د هغو خلاصه او ځیني مهم اسانید هم په کښي څېړل سوی دي.

 

۹.  شذرات الحدیث .... ناچاپ: په دې کتاب کي شیخ الحدیث رحمه الله د حدیثو د کتابونو هغه لنډ یاداښتونه چي ده ته په مخه ورتلل هغه به یې لیکل.

 

۱۰. جزء حجة الوداع والعمرات .... چاپ: کله چي شیخ الحدیث رحمه الله مشکوة شریف په خپل والد مولانا یحی رحمه الله باندي ویلی په یوه شپه یې دغه ټوله ولیکی. بیا یې وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمرو بیان هم په کښي وکړی.

 

۱۱. خصائل نوی شرح شمائل ترمذي .... چاپ: دغه شرحه شیخ الحدیث رحمه الله په سفر کي لیکل، کله چي به د بذل د طباعت لپاره دهلي ته تلی هلته په دهلي کي به یې دغه شرحه لیکل. وروسته یې بیا په دې کي نور څه هم ور اضافه کړل.


۱۲. حواشی بذل المجهود .... ناچاپ: د بذل د طباعت څخه وروسته شیخ الحدیث رحمه الله په بذل المجهود باندي حواشې لیکل شروع کړه، چي بیا یوه غټه ذخیره سوه.

 

۱۳. تحفة الاخوان .... ناچاپ: دا کتاب په اصل کي د نامتو قاري حسن شاعر  کتاب دی کوم چي د شیخ الحدیث رحمه الله استاذ ؤ. هغه و شیخ الحدیث رحمه الله ته امر وکړی چي دا کتاب اردو ته ترجمه کړي.

 

۱۴. شرح عربی جزری .... ناچاپ: دا کتاب هم د حضرت قاري رحمه الله په حکم سره شیخ الحدیث رحمه الله د عربي طلباؤ لپاره ولیکی.

 

۱۵. رساله در احوال قراء سبعه البدور مع نجومهم الاربعة عشر .... ناچاپ: په دې کي شیخ الحدیث رحمه الله د قراء سبعه د څوارلسو (۱۴) شاګردانو احوال را ټول کړي دي.

 

 

۱۶. اوجز المسالک شرح موطا امام مالک ۶ جلده .... چاپ: دا کتاب د مؤطا امام مالک رحمه الله شرحه ده. ویل کیږي، کله چي شیخ الحدیث رحمه الله دا کتاب خپور کړی نو یو عربي عالم دا وویل چی زکریا څنګه کتاب لیکلی دی داسي معلومیږي چي امام مالک رحمه الله  هم د امام ابوحنیفه رحمه الله  مقلد دی. دا کتاب شیخ الحدیث رحمه الله په مدینه منوره کي شروع کړی ؤ او هم هلته یې یو نیم جلد لیکلی ؤ خو کله چي هندوستان ته راغلی د ډېر مصروفیاتو په سبب یې دا کتاب نه کړی پوره بیا یې وروسته تر ډېره وخته پوره کړی، تقریبا ۳۰ کاله وخت یې ونیوی.

 

۱۷. فضائل قرآن .... چاپ: دا کتاب شیخ الحدیث رحمه الله د شاه یسین رحمه الله د اصرار په وجه ولیکی.

 

۱۸. فضائل رمضان.... چاپ: دا کتاب بیا شیخ الحدیث رحمه الله د خپل ګران اکا مولانا الیاس رحمه الله په امر ولیکی.


۱۹. قرآن عظیم اور جبریه تعلیم .... چاپ: په ۱۳۴۹ کي د جبریه تعلیم ډېر زور سو نو شیخ الحدیث رحمه الله دا کتاب ولیکی.

 

۲۰. فضائل تبلیغ .... چاپ: دا هم شیخ الحدیث رحمه الله د خپل اکا په امر لیکلی دی.


۲۱. الکوکب الدری .... چاپ: دا کتاب په اصل کي د قطب عالم ګنګوهي رحمه الله د درس ترمذي تقریر دی چي مولانا یحی رحمه الله لیکلی دی، په دې کي شیخ الحدیث رحمه الله هم حواشي لیکلي دي.

 

۲۲. حکایات صحابه .... چاپ: دا کتاب شیخ الحدیث رحمه الله د مولانا عبدالقادر رائپوري رحمه الله په امر ولیکی.

 

۲۳. الاعتدال فی مراتب الرجال .... چاپ: دا کتاب شیخ الحدیث رحمه الله په هغه وخت کي ولیکی چي د علماء حق په منځ کي د سیاست د څه پیښو په اړه اختلاف پیدا سو نو عوامو په دې اړه ډیري بې اعتدالۍ کولې نو شیخ الحدیث رحمه الله دا کتاب ولیکی. 

 

د شیخ الحدیث (رحمه الله) نور تصانيفو هم سته، موږ دلته یو څو دانې ذکر کړه، ان شاءالله په هغه باندي به یوه بله لیکنه وکړو.

 

نکاح:
د شیخ الحدیث رحمه الله والد محترم رحمه الله چي کله وفات سو نو مور یې ورته وفرمایل چي زه غواړم ستا کور اباد و وینم (نکاح وکړې). د شیخ الحدیث رحمه الله لومړۍ نکاح د مولانا رؤف الحسن رحمه الله د لور سره وسوه، نکاح یې مولانا سهارنپوري رحمه الله  وتړل. خو د څه وخت وروسته یې لومړۍ زوجه (مېرمن) وفات سوه. شیخ الحدیث رحمه الله غوښتل چي بله نکاح ونه کړي او خپل تدریس او تصنیف ته دوام ورکړي، خو د اکا په امر یې د هغه د لور سره نکاح وکړه، نکاح یې شیخ العرب والعجم مولانا حسین احمد مدني رحمه الله ور وتړل.

 

اساتذه:
د شیخ الحدیث رحمه الله استاذان په لاندي ډ‌ول دي:
محدث مولانا یحی رحمه الله (والد)
مولانا الیاس رحمه الله (اکا)
محدث مولانا خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله (شیخ)
مولانا ظفر احمد تهانوي رحمه الله
مولانا عبدالوحید سنبهلي رحمه الله
حضرت مولانا عبداللطیف رحمه الله

 

خلافت:
شیخ الحدیث رحمه الله د خپل ګران استاذ محدث مولانا خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله سره په سلسله چشتیه کي بیعت کړی ؤ او د حضرت لخوا په همدې سلسله کي خلافت ورکړل سوی دی. مولانا سهارنپوري رحمه الله په مدینه منوره کي شیخ الحدیث رحمه الله ته اجازه ورکړه. 

 

شیخ الحدیث رحمه الله چي کله هندوستان ته راغلی نو خلګ یې په دې اړه نه دي خبر کړي، بیا وروسته د مولانا عبدالقادر رائپوري رحمه الله د خوا خلګ خبر سوه. شیخ الحدیث رحمه الله د خلګو سره بیعت نه کوی، خو د خپل اکا د اسرار په سبب یې لومړی د کورنۍ د څو ښځو سره بیعت وکړی، بیا دا بیعت دومره عام سو چي بیخي ډیرو خلګو د شیخ الحدیث رحمه الله سره بیعت شروع کړی. شیخ الحدیث رحمه الله تقریبا (۳۶) خلفا لري.

 

تبلیغي اسفار:
شیخ الحدیث رحمه الله مختلفو سیمو ته تبلیغي سفرونه کړي دي لکه: انګلستان، افریقه او پاکستان .

 

وفات:
شیخ الحدیث رحمه الله په اخر وخت کي په مدینه منوره کي پاته سو، او هم هلته په ۱۹۸۲م کي ددې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې په جنت البقیع کي ښخ کړل سو.

 

اک جنازہ جارہا ہے دوش عظمت پر سوار
پہول برساتی ہے اس پر رحمت پروردگار 

 

اولادونه:
شیخ الحدیث رحمه الله پنځه لوڼي (لورګاني) درلودې او یو زوی مولانا طلحه کاندهلوي رحمه الله.
اولئک ابائی فجئنی بمثلهم                     
اذا جمعتنا یا جریر المجامع  

 

مأخذونه: آپ بيتي، حضرت شیخ الحدیث مولانا زکریا کاندهلوي، پی ایچ ډي مقاله مولانا زکریا.

 

سرته