تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شيخ الحدیث شهید محمد حسن جان رح ژوند لیک
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  November 1, 2020
  0

د شيخ الحدیث حضرت مولانا شهید محمد حسن جان  رحمه الله لنډ ژوند لیک 

 

 لیکوال:  عبدالرحيم راشد 

 

 ځانګړتیاوي :
شهيد حسن جان رحمه الله تعارف او پېژندګلوي ته هیڅ محتاج ندی، ځکه د علم او عمل، تقوا او پاک لمنۍ، فقه او فتوا، تحقیق او تدوین، اخلاص او للهیت، جرأت او شجاعت، جهد او کوښښ، حریت او حقه وینا کولو کي بې بېلګي څېره وه. 
ډېر متواضع، خاکسار،  ساده مزاج، ادابو او اصولو باندي برابر وو، سيرت او تاریخ کي الله تعالی لوی استعداد ورکړی وو، تل به له خلکو سره په ورين تندي مخامخ کېدی، ښه او نېک اخلاق یې په خټه کي اغږل سوي وه، تل یې خندا پر څېرې خپره وه، خبري یې رښتیني له فصاحت او بلاغت څخه ډکي وې، د مېړاني، شرافت، تواضع، او ښه سلوک یو بې بېلګي مجسمه وه، د الله تعالی پرته له ټولو خلکو بې پروا، د عمیق تجربې او مطالعې څپانده سمندر وو. 

 

نوم او نسب: 
شيخ الحديث مولانا محمد حسن جان شهید بن مولانا علي اکبر جان حافظ جمال الدین بن مولانا خیر الدین بن مولانا بختیار احمد بن مولانا حسن قریشي رحمهم الله. 
د نسب له مخي قریشي دی، مشر نیکه مولانا حسن قریشي د' افغانستان څخه د خیبر پښتونخوا د چارسدې ضلع ته راغلی وو. 
 


زېږېدنه: 
د ۱۳۵۶ سپوږمېز کال د ذو القعدې په دویمه چي د ۱۹۳۸ زېږدېز کال جنوري له درېيمي نېټي سره سمون خوري د خيبر پښتونخوا د چارسدې ولايت د پړانګ سیمي د میان کلي کي دې نړۍ ته سترګي وغړولې.
 


ابتدايي زده کړي او استادان: 
د صرف او نحو مکمل کتابونه تر شرح ملا جامي، منطق تر سلم العلوم، د ریاضي، علم هیئت، میراث او علم عقائد کتابونه یې له خپل ښاغلي پلار مولانا علي اکبر جان سره خپل مسجد کي ولوستل. 
له دې کتابونو پرته نور کتابونه یې له خپل مشر اکا مولانا رحمن الدین نقشبندي او له خپل اکا مولانا محمد اسمعيل سره فارسي، فقه،  اصول فقه او علم طب حاصل کړ. 
 د ۱۳۷۲ سپوږمیز  له شوال څخه د ۱۳۷۳ سپوږمیز کال تر ذی الحجې پوري یې خپل علمي مرحله په دار العلوم نعمانیه اتمانزئی کي تېره کړه. 
دغه وخت د نوموړي پلار هم دې مدرسې کي استاد وو، ده له حضرت مولانا عبدالجلیل صدر مدرس، مولانا محمد حسین د مرزا ډهیر اوسېدونکی او مولانا محمد یوسف رحمهم الله څخه علم او فیض حاصل کړ. 
او وروسته دار العلوم اسلامیه چارسده کي د شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالرحمن د مینئ اوسېدونکی، مولانا کوهستان مرحوم(مولانا کریم شاه) او مولانا عبدالوهاب د کوټ ترناب اوسېدونکي درسونو کي ګډون وکړ.

 

لوړي زده کړي او استادان: 
د دوره حدیث لپاره د ۱۳۷۵سپوږمیز کال د شوال میاشت کي د لاهور مشهوري دیني مدرسې جامعه اشرفیې ته لاړ، د شهید مولانا حسن جان رحمه الله په قول:" چي ما درې ورځي د مدرسې د مهتمم مولانا مفتي محمد حسن د زوی مولانا عبدالرحمن اشرفي په اطاق کي د خصوصي مېلمه په توګه تېر کړل او پر ما یې خپل ځانګړې مهرباني ولورول او یو کوچنی اطاق یې راکړ ." 
زموږ استاد مولانا عرفان الحق حقاني صیب لیکلي:" چي مولانا حسن جان شهید رحمه الله سره زما وروستي لیدني کي یې دا راته وفرمایل: چي ما بخاري شریف له حضرت مولانا محمد ادریس کاندهلوي، ترمذي شریف له مولانا رسول خان هزاروي، مسلم شریف له مولانا ضیاء الحق کیمبل پوري، موطائین او طحاوي له حضرت مولانا مفتي محمد جمیل احمد تهانوي او ابوداود شریف مي د مهتمم صیب له زوی مولانا عبید الله مدظله ( اوسني مهتمم) څخه ولوستل.
دغه وخت د دوره حدیث اخیرنی امتحان تقریري او شفاهي توګه وو، زما څخه دا امتحان د خیر المدارس مهتمم حضرت مولانا خیر محمد جالندهري واخیست، چي زه د دوره حدیث دوه ویشتو ملګرو کي دویم نمره راغلم." 
د ۱۳۷۶ سپوږمیز کال د شعبان میاشت کي د مولانا ظفر احمد عثماني او مولانا رسول خان هزاروي په مبارکو لاسونو شینه پګړۍ پر سر وتړل سوه.
 


درس او تدریس: 
د لاهور څخه د ستنېدو وروسته خپل مسجد کي د ابوداود شریف، مقامات حریري، شرح چغمني تدریس پیل کړ، چي دا لړۍ یو پنځوس کاله د شهادت تر ورځي جاري وو. 
مولانا حسن جان شهید رحمه الله په بیلا، بیلو مدرسو کي تدریس کړی دی:  
۱- دار العلوم نعمانیه اتمانزئی کي د شیخ الحدیث او صدر مدرس په توګه، د ۱۳۶۸ سپوږمیز، چي له ۱۹۶۶ زېږدیز سره سمون خوري 
اووه کاله یې دوام وکړ. 
۲- دار العلوم عربیه ټل کي د شیخ الحدیث او صدر مدرس په توګه، د ۱۳۹۳سپوږمیز، چي له ۱۹۷۳ سره سمون خوري، درې کاله یې دوام وکړ. 
۳- دار العلوم حقانیه اکوړه خټګ کي د شیخ الحدیث په توګه، تر ۱۳۹۶ سپوږمیز، چي له ۱۹۷۶ زېږدیز سره سمون خوري، دوه کاله دوام وکړ. 
۴- اکبر دار العلوم مردان کي، د شیخ الحدیث، مهتمم او صدر مدرس په توګه، تر ۱۳۹۸ سپوږمیز ، چي له ۱۹۸۸ زېږدیز سره سمون خوري، پنځه کاله یې دوام وکړ. 
۵- جامعه دار العلوم پېښور، صدر کي د شیخ الحدیث او صدر مدرس په توګه، تر ۱۴۰۳ سپوږمیز، چي له ۱۹۹۳ زېږدیز سره سمون خوري، پنځه ویشت کاله یې دوام وکړ.

 

نکاح او اولادونه: 
د ۱۳۷۷ سپوږمیز کال د ربیع الاول پنځلسمه، چي د ۱۹۵۸ زېږدیز د ستمبر له لسمي نېټې سره سمون خوري د خپل مشر اکا له لور سره یې نکاح وتړل سوه. 
څلور اولادونه یې دی، مولانا فیض الحسن فاضل حقانیه، مولانا عزیز الحسن، مولانا عابد الرحمن او مولانا فخر الحسن د امداد العلوم پېښور فاضلان او یوه لور یې ده، چي د زینت المحدثین شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس ترنګزئی صاحب په نکاح کي ده. 
 


امامت او خطابت: 
د فراغت وروسته سمدستي د تدریس تر څنګ یې د خپل کلي امامت یې هم کاوه، وروسته شوګر ملز کي د جامع مسجد خطابت ترغاړه سو او د شهادت تر وخته د درویش مسجد پېښور شل کاله خطابت او سرپرستي یې هم سرته ورسول. 
د عربي ژبي استاد ټاکل کېدل: 
په ۱۹۵۸ زېږدیز کال کي د ښووني او روزني وزارت لخوا د نوشهرې نظام پور سیمه کي د عربي ژبي د ښوونکي په توګه مقرر سو، وروسته د محترم پلار پواسطه مډل سکول پړانګ ته یې تبادله وسوه. 


 د مدینې منورې په جامعه اسلامیه کي داخله او زده کړي :
د ۱۹۶۱ زېږدیز کال په وروستیو کي په اخبارونو کي د مدینې منورې جامعه اسلامیې د داخلي فارمونه نشر سول، چي یو درخواستي لیک یې د مولانا محمد یوسف بنوري رحمه الله پواسطه په عربي او انګلیسي ژبه د سعودي سفیر ته ولېږی.
په ۱۹۶۲ زېږدیز کال کي یې منظوري وسوه او سکول کي له خپلي دندي استعفا وکړه. 
د پاسپورټ او وېزې د مراحلو سرته رسولو وروسته کراچي کي دا معلومه سوه، چي دوه نور ملګري مولانا عبدالله کاکاخېل او مولانا عبدالرزاق سکندر هم داخلې سوي دي. 
چي په ۱۹۶۶ زېږدیز د اګست په میاشت کي بېرته هیواد ته ستانه سول. 
د ستنېدو وروسته د شام، فلسطین او اُردن ځمکي یې ولیدلې. 

 

 د قرآنکریم یادول : 
په مدینې منورې کي د قیام پر مهال یې په خپل پوره کوښښ او هڅي سره د قرآن مجید یادول یې په نصیب سوه. 

 

 شهادت: 
د ۱۴۲۸ سپوږمیز کال د روژې مبارکي په دویمه، چي د ۲۰۰۷ زېږدیز کال د ستمبر له پنځه لسمي سره سمون خوري، د شنبې په ورځ څو تنو خلکو د نکاح تړلو په بهانه له کوره وایستی او د وزیر باغ په سیمه کي یې په مظلومانه توګه شهید کړی وو. انا لله و انا الیه راجعون.
 یوه تاریخي د جنازې لمونځ پرې ادا کړل سو، وروسته دا د علم او عمل ځلېدونکی ستوری د جامعه احسن المدارس پېښور مدرسې په انګړ کي خاورو ته وسپارل سو.


اخځلیک: داستان رفتګان او شیخ حسن جان شهید رحمه الله مزار باندي لګېدلي بورډ څخه دا معلومات راټول سوي دي.

سرته