تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځي او نر توپیر:د مور له میني څخه محروم ماشومان
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  March 24, 2022
  0


لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه    

هغه ښځي چي په کورونو کي نه کښيني د هغوي د ماشومانو حالت:(۲۹)


په لويديځ کي د ماشومانو سره ناوړه سلوک:

 

لويديځ چي ځان د بشري حقونو مخکښ او سر پرست بولي د ماشومانو سره ناوړه چلند ئې و لوړ ګراف ته رسېدلی دئ، د ماشوم سره ناوړه کړه وړه (Child Abuse) تر سرليک لاندي زښته ډېر بحثونه راټوکېدلي دي. دا هر څه له دې کبله دي چي هلته کورنی نظام نسته، زناوي ډيري دي. د خاوند او د ښځي تر منځ اعتماد په صفر کي دئ او داسي نور... زښته ډېر عوامل لري، له همدې کبله زيات ماشومان د مور او پلار له ميني او لوريني څخه بې برخي دي. په ۱۹۸۳ميلادي کال کي په برطانيه کي يو لک (۱۰۰۰۰۰) ماشومان د والدېنو د محبت څخه بې برخي وه،  له همدې کبله په اروپا کي يوه اداره د ماشومانو څخه د ظلم د مخنيوي په موخه جوړه سوه دا اداره د(National Society for the prevention of Cruelty to Children)  نومېږي، ددې ادارې د راپور له مخي په لکونو ماشومان له مېندو څخه بېل دي. مور او پلار نه پېژني، چي دا اکثره هغه ماشومان دي چي مېندي ئې ډېر سخت کار کوي او ماشومان ئې په وړکتونو کي غورځولي دي هغه کړه وړه او اخلاق چي يو ماشوم ئې بايد په فطري ډول سره له خپلې موره زده او واخلي له هغو څخه بې برخي دي.

 

د برطانيې په مشهور اخبار (ګارډين) کي د ماشومانو په هکله يوه ليکنه خپره سوه، چي سر ليک ئې وو( څوک د ماشومانو ساتنه کوي؟) په هغه کي ليکلي وه:

 

((په لکونو ماشومان والدېنو غورځولي دي، په لکونو ماشومان داسي دي، چي صرف مور او پلار لري نوره توجه نه ورته کوي، په لکونو تر حيواناتو لا بد تر دي، ولي د ماشومانو سره تر حيواناتو بد چلند کېږي؟ حيوانات ټول حقوق لري خو ماشومان  ولي له هر څه بې برخي دي؟ )) (۱)

 

هغه ماشومان چي د مېند و سره نه وي په ساينس کي ئې تاوانونه:


هغه ماشومان چي په وړکتوب کي له مېندو سره نه وي هغه له ميني څخه خالي وي، جسماني نشو او نما ئې کمزورې وي، دماغ ئې کمزوری وي، کله په ناڅاپي مرګ سره مړه سي، احساس ئې لږ او حساس نه وي، د نورو ماشومانو په پرتله ئې د مشرانو احترام لږ وي ، وحشت او تشدد ئې دنده وي دا ځکه چي مور ماشوم له ناوړو کارونو څخه ژغوري، کله امر ورته کوي؛ لکه: دا وکه! کله ئې منع کوي؛ لکه: دا مه کوه! د داسي ماشومانو خوب لږ وي او له طبعي خوبه څخه محروم وي. ټول هغه ماشومان چي په دارالاطفال (وړکتون) کي روزل کېږي د هغو ټولو جسماني او ذهني وده کمه وي.

 

ډاکتر ګارډنر(Dr. Gardner) ددې ماشومانو په هکله وايي:


په دماغ کي يو ډول ارتشاعات (Impulse) شتون لري، دا ارتشاعات مخلتف ډول هارمونونه توليدوي، چي دا هارمونونه د بدن په وده کي پوره ونډه لري. ددې يوه دنده داده چي پروټين په قندي موادو بدلوي، کوم ماشومان چي د مور له غېږې څخه محرومه وي په هغو کي دا عمل صورت نيسي او يا که صورت ونيسي هغه لږ دئ، نو له همدې کبله د هغو ماشومانو وده چي د مور څخه ليري وي په هغو کي هم جسماني او هم ذهني وده کمه وي، چي دا خپله د سلیم فطرت سره جنګ دئ. فطرت د انسانانو او حيواناتو داسي جوړ دئ، چي ماشومان بايد د مور تر نظارت لاندي وي؛ خو اوس د غرب کړه وړه د انسانيت فطري کړۍ له منځه وړي.

 

يواځي په امريکا کي داسي ماشومان چي له مېندو څخه محرومه دي په لکونو دي، داسي ماشومان تل په نشيي موادو روږدېږي، اخلاق ئې فاسد وي، له فريبه او چلونو څخه ئې دماغ ډک وي. (۲)

 

د ښځي مينه له کوره او ماشومانو څخه پيدا کېږي:


د ښځي مينه او لورېنه له کوره او ماشومانو څخه پيدا کېږي، خو حکومتونه و دې ته کومه پاملرنه نه کوي، دا فطري نظام نړوي او بدلوي یې او په دې انساني نظام باندي ملنډي وهي. هغه ښځي چي په ښارونو کي اوسېږي هغوی نسبت و هغو ښځو ته چي په صحراوو کي اوسېږي د ماشومانو لږ پاملرنه کوي، په صحرا کي هغه فطري انساني جوړښتونه ټول په وده کي دي او ماشومان د مېندو تر څارني لاندي وي، شيدې ورکوي، د هغو روزنه کوي، هغو ته ښکلي الهامونه القاح کوي. له همدې کبله د صحرا ماشومان مينه، لورېنه، ځواک، صداقت، د لاوري، او ښه وده لري نسبت د ښار و ماشومانو ته. (۳)


نور بیا...


ماخذونه:

 1 (Guardian- October 13-1983, The Daily Telegraph- October 19- 19883)
2 (British General Medical- March- 1982, Evening News/27 June/ 1984)
3 (Dr. Nimbrose/ Natural Law/The children in our society/child abuse)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته