تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر: د ښځي شاهدي، طلاق او نسب
  تعلیم الاسلام راډيو
  March 10, 2018
  0

د نر او د ښځې توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۶)

لیکنه او څېړنه: استاد عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۴: سوال:  ولي دوې ښځې په شاهدۍ کي له يوه نارينه سره برابرې دي؟


دا پر ښځه باندي ظلم نسته دا د اسلام اصول دي په ځينو ځايونو کي يواځي ښځه هم ګواهي ورکولای سي، لومړی دا چي ښځه په قصاص او حدودو کي هيڅ شاهدي نسي ورکولای، دوهم دا چي دوې ښځې په مبايعاتو او مداينتاتو کي يعني په سودا او قرض کي له يوه نر سره برابري دي، په لعان کي بيا نر او ښځه په شاهدۍ کي سره برابر دي، په رضاعت او ولادت کي بيا يواځي د ښځې شاهدي کفايت کوي؛ غیر مسلمانان او ملحدین یې یواځي یوې شاهدۍ ته ګوري او نورو ته هیڅ نظر نه کوي.

 

په اوسني ساینس او روانشناسۍ (ارواپوهنه) کي دا روښانه ده چي ښځه ډېر ژر په احساساتو راځي، دماغ یې ډېر ژر بدلون او انقلاب مومي، که فرضاُ ښځه یو کار وویني او هغه فاعل ورته زارۍ ورکړي، ژړا ورته وکړي، سخته ګوت څنډنه ورته وکړي دغه ښځه له خپله دریځه اوړي نو ځکه الله رب العزت د یوې ښځې پر ځای دوې شاهدانې مقررې کړیدي، که چیري یوه ښځه واوړي نو بله خو به پاتي سي، او الله رب العزت خو زموږ مالک، زموږ په احساساتو او جوړښت خبر دی نو ځکه دا پرېکړه هم زموږ انساني جوړښتونو ، بنسټونو او فطرت مطابق ده. لله الحمد

 

۵:سوال:  ولي طلاق د نر په واک کي دئ؟
دا چي د ښځې ټوله نفقه د نر پر ذمه ده، او بل دا چي ښځه نسبت و نر ته ډېره د احساساتو ښکار ده، کله ښځه په داسي جذباتو کي را سي چي په نه څه سره ناخوښه سي، نو که چيري طلاق د ښځې په واک کي سي نو کيدای سي په يوه ورځ کي څو طلاقونه و نر ته ورکړي، و بل لور ته نر  بيا حوصله لري که چيري ډېره مجبوري او شرعي عذر نه وي ښځه نه طلاقوي، او بل لور ته که چيري د ښځې خپل خاوند خوښ نه وي شرعي عذر ولري، وهل کيږي او ظلم ورسره کيږي ښځه کولای سي ځان ورڅخه خلاص کړي چي په شريعت کي ورته خلع وايي.

 


دا چي په غرب کي طلاق ورکول يوه عادي خبره ده نو له همدې کبله ئې زيانونه و بشري ټولنې ته زښته ډېر دي چي په لنډ ډول سره به ورباندي رڼا واچول سي- دا يوه نړيواله موضوع ده چي درملنه ئې صرف په اسلام کي سته او بس او په ټوله نړۍ کي طلاقونه تر ۹۰٪ اضافه د ښځو په واک کي دي په ځانګړي ډول سره په لويديځ او غير اسلامي ټولنو کي، نو ځکه په اسلام کي طلاق د نر په واک کي دئ او اسلام د ښځې د فطري جوړښت سره سمه پرېکړه کړېده.

 

۶: سوال: ولي نسب د پلار و خواته دئ؟
دا چي اصلي تصرف د شتمنۍ ټوله واکمن او مصرف د نر په واک کي دئ له همدې کبله دا چي نسب تل ثابت پاتي سي نو ځکه نسب و پلار ته منسوبيږي نه مور ته، بل دا چي په اسلام کي  يو نر کولای سي چي څلور ښځې په نکاح کړي  که چيري نسب و ښځې ته سي نو د يوه نر اولاده به څلور نسبه ولري، چي دا خپله يوه معماده بله مهمه خبره دا ده چي اصلاً د نر کروموسوم چي د ښځې هګۍ القاح کوي نو دا ټول د نر د کروموسوم توان دئ له همدې کبله نسب د نر و لور ته ځي نه د ښځې و لور ته.

نور بیا...

 

اړوند لیکني:

ولي په اسلام کي طلاق د نر په واک کي دی؟
مباحثه: د ښځي د میراث ونډه
ولي نارینه څو ودونه کولایسي ښځي يې نسي کولای؟

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته