تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پلار د پنځوسو زوی د سلو کالو!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 23, 2020
  0

پلار د پنځوسو زوی د سلو کالو!

 

ژباړه: عبدالسلام حنفي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

له حضرت علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې عزیر علیه السلام په داسي حالت کې د خپل کور څخه ولاړی چې ښځه يي حامله وه ، او په دې وخت کې عزیر علیه السلام د پنځوسو کالو وو .  او الله جل جلاله د سلو کالو په اندازه وفات کړی.  بیا کله چې الله جل جلاله بیرته ژوندي کړي او خپل کور ته ولاړي ، عزیر علیه السلام همغه د پنځوسو کالو سړی وو ،  او زوي چې یې پیدا شوي وو ، هغه د سلو کالو وو (ځکه سل کاله تیر سوي وه خو عزیر علیه السلام هم هغه د ۵۰ کالو وو چي راغلی)، نو زوي یې له ده څخه پنځوس کاله مشر معلومیدي .

 

او له ابن عباس رضي الله عنه څخه  روایت دي چې  کله الله جل جلاله عزیر علیه السلام ژوندي کړي  نو په خپل خره سپور شو ،  او خپل کلي ته ولاړي  او هغه خلک له ده  څخه منکر شول چې ته دې عزیر وي،   خو کله چې عزیر علیه السلام له کور څخه وتلي وو،  په کور کي ده یوه وینځه  هم لرله  چې هغه هم د ډیر وخت په تیریدو سره  اوس ډیره سپین سری شوي وه او په سترګو هم ړنده وه . او د یوسلو شلو کالو وه  نو عزیر علیه السلام دغه وینځي ته وویل آیا دغه د عزیر کور دي ؟ هغې وویل هو همدغه د عزیر کور دي ،  بیا یی وژړل  او وویل عزیر خو له موږ څخه ډیره موده کیږي نادرکه دي،  نو عزیر علیه السلام ورته وویل زه عزیر یم   نو هغه وینځې وویل  عزیر زموږ څخه دا سل کاله کیږي چې نادرکه دي ،

 

ده ورته وویل چې زه الله جل جلاله سل کاله وفات کړی وم او بیا يي بیرته ژوند راکړي،  نو هغه وینځي ورته وویل چې عزیر علیه السلام خو مستجاب دعا وو ، یعني دعاء يي الله جل جلاله قبلوله  نو ته ما ته دعا وکړه چې الله جل جلاله زما سترګې بیرته روغې کړي،  نو عزیر علیه السلام دعا ورته وکړه او په سترګو يي لاس ورته راتیر کړي سترګې  يي داسي روغې جوړي شوي، لکه په رسۍ چې یو شي تړل شوي وي او بیا يي خلاص کړي، نو دغه ښځي وویل زه شاهدې وایم چې ته عزیر علیه السلام يي،  بیا عزیر علیه السلام سره د هغې ښځې د بني اسرائیلو یوې ډلې ته ورغلي او په هغه ډله کې د عزیر علیه السلام یو سپین ږیري زوي هم وو ، چې د یو سلو اته ویشت کالو وو ، او سپین ږیري لمسیان يي هم وو ، نو دغه ښځې د بني اسرائیلو دغه ټولې ته وویل ، اي خلکو قسم په الله چې دغه عزیر علیه السلام دي،  نو خلکو او  زوی يي چې ده ته وکتل  نو دې عزیر علیه السلام زوي وویل  چې زما د پلار  د اوږ په مابین کې  د میاشتي په رقم تور داغ  یا خال وو ، نو کله چې دوي هغه وکتلي هغه رښتیا هم  موجود وو نو دوی په عزیر علیه السلام باندي یقین راغلي چي همدا عزیر علیه السلام دي.

 

مفسرین لیکي چي دده په دوني موده مړینه او بیا را ژوندي کيدو کي د الله عزوجل د قدرت ډیره ستره علامه ده.

(تفسیر قرطبي)

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته