تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فکري جګړې موخي او اهداف (۵برخه)
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 15, 2018
  0

لیکنه: عبید الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۴: د اسلامي امت د هويت له مينځه وړل : 

     کله چې يوملت د هغوى د تاريخ ، اوسني حالت او راتلونکي په هکله شکمن کړاى شي نو وروسته د هغه ملت د هويت د ويلې کېدو دوره پيل کيږي ځکه کله چې اسلامي امت خپل هويت له لاسه ورکړي ، او له خپل طبيعت څخه ليرې په بل لوښي کې وڅڅيږي اوعقيده يې خپله اصلي بڼه له لاسه ورکړي ، نو په همدې وخت کې ټول کفري ځواکونه ځان ته دا حق ورکوي چې زمونږ ملتونه د يو نامعلوم مسير په لور توجيه کړي ځکه هغوى خپل کلتور واجب الاحترام او د اقتدار وړ يواځنۍ لاره ګڼي ، د همدې لامل په اساس مسلمانان مجبوروي چې خپل شخصيت د هغوى په شخصيت کې ويلې کړي .

 

     د کفري فکري جګړې پوهان شپه او ورځ د مسلمانانو د ځمکې د لاندنيو او برنيو شتمنيو د لوټولو لارې چارې لټوي بلاخره دوى غواړي چې خپله اصلي موخه لاسته راوړي چې هغه عبارت د همدې موخې څخه دى. (٣_٨٠_٨٧)

 

۵: د اسلامي خوځښتونو او فعالیتونو له مينځه وړل :
      لکه څرنګه چې زمونږ ګران پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چې ((زما په امت کې به يوه ډله وي چې دغه ډله به تل د حق د ملاتړ لپاره د قيامت تر ورځې پورې مبارزه (جهاد) کوي)) نو که نن ورځ اسلامي امت څومره په ناوړه شرايطو کې ژوند کوي ، د اسلام د دښمنانو مکر، حيلې او دسيسې د دوى په وړاندې روانې وي بيا هم اسلامي امت د پيغمبر صلي الله عليه وسلم د پورتنۍ وينا (ژمنې ) د تحقق لپار ه داسې داسې په دين مين ځوانان لري چې خپل شېرين ځانونه او وختونه د الله جل جلاله په لاره کې نذرانه کوي او د حق په ملاتړ کې مبارزه کوي چې په رښتيې توګه د همدې خلګو مصداق نن ورځ د اسلامي نړۍ فعاله مبارزین دي چې د اسلامي امت د يوالى ، د اسلام حقيقت ته د مسلمانانو د رسولو او د اسلام د دښمنانود دسيسو د بربڼډولو په لاره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي نو همدې حقيقت ته په کتو سره د اسلام دښمنانو درک کړې ده چې ګويا ترڅو په اسلامي ټولنو کې دغه اسلامي مبارزین د دېنداره او باخبره مشرانو تر مشرۍ لاندې شتون ولري نو تر هغې به پر اسلامي امت باندې زمونږ برى ناشونى وي .

 

     له همدې امله ده چې د اسلام دښمنان خپلې نهايې هڅې ددې لپاره په کار اچولي تر څو پر دغو اسلامپالو باندې داسې داغونه ولګوي او داسې نومونو باندې يې ونوموي ترڅو ددغو خادمانو مشران او غړي د مسلمانانو د نفرت سبب وګرځي او د عامو مسلمانانو له محبوبيت څخه يې بې برخې کړي د بېلګې په توګه ددغو خوځښتونو مشران او لارويان په ډول ډول نومونو لکه د پرديو غلامان ، تروريستان ، د خپل هېواد د ګټو دښمنان، قدامت پسنده او داسې نورو ناوړو نومونو باندې نوموي ترڅو عام مسلمانان د هغوى د ملاتړ څخه منصرف شي چې په پايله کې يې په دوی یا خو کمزوري او يا هم له مينځه ورک سي .

 

۶: د اسلامي علماؤ ترور او وژنه :
په اسلامي ټولنه کې د دين د بنسټونو د ژوندي ساتلو په خاطر تر ټولو لويه شتمني اسلامي حقاني علماء او پوهان کڼل کيږي نو غربيان او صليبي ښکېلاکګر د دغوعلماؤ ترور او وژنه خپلو موخو ته د رسېدو لپار يواځينۍ لاره ګڼي چې ددې کار لپاره دوى هر وخت دغه علماء په مختلفو نومونو سره نوموي ترڅو د خلکو د نفرت سبب وګرځي او يا خو په خپله په مختلفو لارو چارو سره دغه علماء ترور اوله مينه وړي چې نن ورځ مونږ ټول د همدې واقعیت عيني شاهدان يو ځکه نن ورځ زمونږ ډېرى علماء د تروريست ، وحشت ګر او ياغي په نوم بنديان او يا په شهادت رسيږي .

 

۷: نشنليزم (قومپالنې) ته بلنه :
      صليبي اوغربي استعمار ګران هڅه کوي ترڅو د مسلمانانو د غوټې په څېر يوالى او وحدت دړې وړې کړې هغوى په قومونو، ژبو، مذهبونو او توکمونو سره ووېشي ترڅو دوى وکولاى شي چې ددغه وېشل شوي ملت د هرې ډلې په وړاندې په ځانګړي ډول مقابله وکړي چې ددغه کار ښه  بېلګه د عثماني خلافت پر مهال د اسلام د دښمنانو له خوا د عرب قوم لمڅول وه په دې شکل چې دوى به عربانو ته ويل چې ګويا تاسې د مسلمانانو باعزته قوم ياست او ژبه مو سپیڅلې ده نو تاسې بايد د خلافت چارې په لاس کې واخلې نه ترکان! چې بلاخره عرب قوم ددې غلطو لمڅونو په پايله کې د ترکانو په خلاف راپاڅېده او په پايله کې د اسلامي امت د هېلو وروستنى تمثيلونکى اسلامي خلافت په وړو وړو هېوادونو تقسيم او  بلاخره له مينځه ولاړ .

 

چې د عثماني خلافت په ړنګېدو سره بيا هم دغربي استعمارګرانو تنده ماته نه شوه بلکې په اوسني دور کې هم د اسلامي امت په مينځ کې د غربيانو لخوا د نشنليزم (قومپالنې) لپاره هڅې په ډاګه او ښکاره شکل سره روانې دي چې ددې کار لپاره يې په اسلامي هېوادونو کې مختلف ګوندونه د قوم ، ژبې او مذهب د پالنې په نومونو سره رامينځ ته کړي. (٢_ ٤٦_٤٧)  

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته