تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اتاترك او د خلافت سقوط
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 3, 2018
  0

ژباړه او ټولونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مصطفى كمال اتاترك په ۱۹۲۴م کي رسما اسلامي خلافت ملغا اعلان كړ او په تركيه کي ئې د اسلام او اسلامي شعايرو پر ضد د استعمار په لارښوونه او د هغوى د شرطونو د پلي كولو په نيت جګړه پيل كړه.

 

مصطفى كمال اتاترك له اسلام سره جګړه پيل كړه، په عربي ژبه ږغېدل يې منع كړل، د اسلامي جامو اغوستلو اجازه نه وه تر دې چي پوليسو به اسلامي جامې په بازارونو کي څيرلې، د ښځو پوړوني به يې ترې ایسته کول، محجبي ښځې به د پوليسو لخوا تعقيبيدې، د حج او عمرې د زيارت كوونكو مخنيوى به يې كاوه، د جمعې لمانځه ته يې خلك نه پريښودل، تركي خط يې له عربي څخه لاتيني ته واړاوه، د تركيې تر ټولو لوى مسجد (ابا صوفيا) يې په موزيم بدل كړ، د دې تر څنګ يې ځينې امامان په تركي ژبه لمونځ كولو ته اړ كړل، پټكى او عربي چلتار يې منع كړ او د هغو په ځاى يې اروپايي خولۍ لازمي كړې او په سلګونو نورو جنايتونو يې لاس پورې كړ.

 

هو!!! پدې توګه د مسلمانانو د وحدت، قوت، مجد او عظمت منارې سقوط وكړ او مسلمانان د پسونو د هغې رمې په څير بې څښتنه شول چي د شپې په تروږميو کي پرې ليوان ولويږي. (۳)

 

د خلافت د سقوط طرح د عبدالرحمن الکواکبي (مړ:۱۹۰۲م) له خوا په کار واچول سول، نوموړي د ديني او سياسي واک بېلتون غوښت او په دې اړه ئې په خپلو کتابونو (طبائع الاستبداد) او (ام القری) کي په وضاحت سره څرګندوني کړي وې، نوموړي ليکلي وه، چی خليفه بايد يوازي پر يوه محدودو سيمه (حجاز) باندي واک ولري، لکه د پاپ واک چي د واتيکان تر يوې کوچنۍ ساحې پوري محدود سو، نوموړي دا طرحي د ارمني او نصراني کتابونو څخه رانقل کړي وې.(۱۸: ج:۱ ص:۱۳)

 

دوى ددغه کار لپاره لمړى عرب ملتونه د عثماني ترکانو پر وړاندې پاڅون ته وهڅول اوهغوى ته يې مختلفې تخريبونکي خبرې کولې مثلاً دا چي تاسي (عربان) د اسلام لمړنى قوم ياست او همدا تاسي اسلام نورو ته رسولی، ستاسي ژبه پاکه ده......نو بايد تاسي د خلافت واکمنان شی چي بالاخره د همدې ناوړه هڅونو په پايله کي اسلامي خلافت ددې پر ځای چي د عربو لاس ته ولوېږي داسې ټوټه ټوټه شو چي نور نو ددغه اسلامي خلافت نوم هم څوک په خوله نه اخلي. په همدې ډول يې په نورو اسلامي هېوادونو کي مسلمانان د ژبو، مذهبونو، نژادونو او داسې نورو ځانګړنو په اساس يو له بل سره په جګړه بوخت کړل.

 

دا هغه دسیسي دي چي سیکولران یې په اسلامي هیوادونو کي پلي کول غواړي.

 

ماخذ: علمانیت یا سیکولرزم

ــــــــــــــــــــــــــ

(۳): اسلامي، پوهنمل محمد مزمل، خلافت، د اسلامي امت رڼه مناره، www.najm.af

(۱۸): کامل، عبدالعزيز مصطفی، العلمانية.. امبراطورية النفاق، من مهد لها الطريق؟ المکتبة الشامله، درېيم اصدار

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته