تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که الله ناراض وي نو څه کیږي؟
  تعلیم الاسلام
  October 31, 2017
  0

لیکنه: مسلم "احسان مل" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ډېر ځله د ځان سره دا فکر کوو، چي موږ څونه ګناهونه کړي، مګر الله  جل جلاله موږ ته سزا نه راکوي.

 

خو آیا موږ کله فکر کړی، چي کېدلای سي الله موږ ته سزاوي راکړي وي، خو موږ ئې احساسولای نه سو؟ آیا د زړه سختوالی او د اوښکو وچوالی ددې خبري شاهدي نه ورکوي، چي الله تعالی زموږ څخه ناراض دی؟ آیا د نېک او صالح عمل په طرف د قدم سستوالی ددې خبري شاهدي نه ورکوي، چي الله تعالی زموږ څخه ناراض دی؟

 

د قرآن کریم تلاوت مو پرې ایښی وي او په دې کي هفتې و میاشتي تېري سوي، آیا دا ددې خبري شاهدي نه ورکوي، چي الله تعالی زموږ څخه ناراض دی؟

 

څو ځلي دا آیت مبارک زموږ د سترګو په وړاندي تیریږي او یا ئې اورو، خو بیا هم موږ همداسي ناخبره یو! ولي؟! 

 

[لَوْ أَنزَلْنَا هٰذَا الْقُرْءَانَ عَلٰى جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُۥ خٰشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْيَةِ الله ۚ وَتِلْكَ الْأَمْثٰلُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ](الحشر: ۲۱)
یعني: كه موږ دا قُرآن په كوم غره باندي هم نازل کړی واى، نو تا به ليدلی وای، چي هغه د الله  جل جلاله له بيري څخه ټيټيږي او ټوټه -ټوټه کیږي. دغه مثالونه موږ خلكو ته د دې له پاره بيانوو چي (پر خپل حالت باندي) غور وکړي. 

 

څونه اوږدې شپې زموږ په ژوند کي تیري سوې، خو د "قیام اللیل" توفیق مو په نصیب نه سو، آیا د دې نفلو څخه محروموالی ددې شاهدي نه ورکوي، چي الله تعالی زموږ څخه ناراض دی؟

 

څونه د خیر او برکت فرصتونه مو په ژوند کي راغلل...،(روژه، اختر، ذوالحجه...) خو غفلت مو ختم نه سو، آیا دا ددې خبري شاهدي نه ورکوي چي الله تعالی زموږ څخه ناراض دی؟

 

آیا تر دې هم بله لویه سزا کېدای سي، چي نېک عمل د یو بار غوندي راته ښکاري!

 

 

د الله تعالی د ذکر په کولو مو ژبه رېږدي، د شیطان او نفساني خواهشاتو په وړاندي مغلوبه سوي یو، د هغه مقابله نه سو کولای، د دنیوي امتیازاتو په لیدلو مو زړه ورته غورځي، څوک د دنیا، مال، عزت او شهرت په غرور کي اخته سي، آخرت را څخه هېر وي او د ځان تر ټولو لویه هیله مو دنیا او د هغه لاس ته راوړل ګرځولې وي، آیا دا هم د سزا یو شکل نه دی؟

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته