تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دین حفاظت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 26, 2020
  0

لیکنه: محمد ابدالي

 

د نیکو خلکو او د دین د عالمانو سره مجلس او ناسته ولاړه د دین د حفاظت او ساتني لپاره اړین دئ، ددغو خلکو په بیلتون او نفرت کي د دین ژغورنه او حفاظت مشکل کار دئ.


په ریښتنې توګه د اسلام حفاظت:
د کوم کار له کبله چي الله جل جلاله راضي او خوښ نسي نو هغه کار ته د مسلمان کار نه ویل کیږي، نو که موږ د مسلمانانو د وطن د ترقۍ لپاره کار کوو هغه باید په داسي ډول وي چي د شریعت او د دین ساتنه پکښې وي که نه نو فرعون، نمرود او قارون خو هم ترقي کړې وه مګر څنګه چي هغوی د الله جل جلاله تر حدودو تجاوز کړی وو ځکه یې انجام خراب او نوم یې بدنام سو.


د دین خدمت:
د دین خادمان پیدا کول او ددین د ژغورني لپاره خلک روزل د دین ډیر لوی خدمت دئ کوم چي د دیني مدرسو له خوا ترسره کیږي، نو د دیني مدرسو حفاظت، پرمختګ او بریالیتوب د دین حفاظت او بریالیتوب دئ چي دا پر هر مسلمان لازم دئ.


دین مشترکه سرمایه ده:
دین یوازي د طالب العلمانو او علماؤ نه دئ بلکي دا یوه مشترکه سرمایه ده، باید ټول مسلمانان ئې د حفاظت او خپراوي لپاره ځان مسؤل وګڼي.


د دین د خدمت لپاره خلک وقف کول:
د دین د خدمت لپاره خپل ټول اولادونه وقف کړئ، که ټول نه وقف کوئ اقلاً دوه اولادونه د دین د خدمت لپاره وقف کړئ، په اولادونو علم کول او د هغوئ د دین په لاره کي مصرفول لازم کار دئ.


کوم اولادونه چي موږ د دین د خدمت لپاره وقف کوو، په هغوی علم کوو، تر علم زده کولو وروسته د ټولني رهنمایان ځني جوړیږي چي بیا به همدا رهنمایان د ټولني ژوند ګرځي.


ژوندۍ ټولنه:
هغه ټولنه به ژوندۍ وي چي تکړه علماء پکښې وي، همدا علماء د ټولني رهنمایان دي او همدوی د ټولني ژوند دئ.


مسلمانان باید په خپله د دین حفاظت وکړي:
که مسلمانان د دین حفاظت ونه کړي نو یهود او نصارا خو به ئې هیڅکله د حفاظت لپاره رانه سي بلکي هغوی د دین له تخریب څخه ماسوا بل هیڅ هدف نه لري.    

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته