تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي لارښونو پر ضد فکري برید
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  November 23, 2023
  0

ژباړه: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پانه 

 

د اسلامي لارښونو پر ضد فکري برید



کفري ټولنه پدې برخه کي، دوه ګامونه اخلي:


الف - غرب غواړي هغه کارونه چې  خلک يې د منلو لپاره چمتو کړي، له عقلي تکتيکونو څخه په استفادې سره يې د خلکو د قانع کولو لپاره په ډيرو ښکلو لارو ښکاره کوي، کوم اخلاق چي اسلام یې ښوونه کوي په دې برخه کي کفري ټولنه هڅه کوي چي خلک له اسلامي اخلاقو څخه لري وساتي او په دې پلمه چي دا د نننۍ عصري نړۍ لپاره ګټور نه دي. د کوم څه چي اسلام ښوونه کوي هغه د خلکو له سترګو لري کړئ او پر ځای یې خپل ناولي کړني په ټولنه کي خپرې کړي؛ د بېلګي په توګه: د ښځو او نارینه وو تر منځ د جنسي آزادۍ نظریه / د نارینه او د ښځينه د مساوات او برابرۍ نظریه د خلکو په سترګو کي ډېره ښکلې وړاندي کوي او دې ته ورته نوري نظریې، چي له یوې خوا دا کار د دوی لپاره زړه راښکونکی دی، ځکه چې دوی غواړي ټولنه په فساد اخته کړي او له بلي خوا د اسلامي ټولنو وضعیت ګډوډوي او پر اسلام تور لګوي او هغه  نیمګړی او له تمدن څخه لري معرفي کوي، تر څو د اسلامي ټولني خلک دغو شیطاني افکارو  ملاتړ وکړي. دا چلند د معاصرې دورې لپاره تر ټولو غوره چلند دی او د خلکو د رښتینې خوښۍ تضمین کوي.


ب- دوی هڅه کوي هغه اسلامي لارښوني چې دوی پرې برید کول غواړي د خلکو په سترګو کي بې ارزښته  وښيي او په خلکو کي دا احساس پیدا کړي چې دا فکرونه د انسان د بدبختۍ او وروسته پاتې کیدو لامل دي.

 

    www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته