تازه سرليکونه
د (فتوا حج او عمره) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا لور خپله مور حج ته استولایسي؟
 
  January 3, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٣٢٤)

نوم: محمد مشفيق
    
سوال :  که چيري يوه لور خپل مور حج ته واستوي ، نو د مور حج يې صحيح کېږي او که يا ؟  د هغې لور واده يي سوي دى خوهغه غواړي چي خپل مور حج ته واستوي ؟؟

جواب :

حامداً و مصلياً

ستا په پوښتنه کي ابهام دى، پوښتنه مو واضح نه ده.

په  دې کي خو شک نسته چي د مور سره احسان کول ډېر زیات ثواب دى او د مور حج يې هم صحيح دى په دې شرط که دا پيسې د لور خپلي وي يا يې مېړه وربخښلي وي او که ستا مطلب دا وي چي دغه لور دحج کولو قدرت لري او د سفرملګری محرم يا زوج لري ، بياهم دا خپل فرض نه اداکوي بلکي د مور سره احسان کوي هغه  استوي نو د مور حج يې صحيح دى لکن د لور پر ذمه فرض پاته دى، دابه خپل فرض ادا کوي .

جواب : مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار  افغانستان 
 
-----------------------------
یادونه: په دې اړه یوه بله فتوا هم کتلایسی: فتوا: د مور، پلار...ورور پر ځای حج کول

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته