تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: يهوديت څنکه و يمن ته داخل سو؟ (۱۳)
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 9, 2018
  0

نبوي سیرت (۱۳ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 کوم وخت چي تَبان ابن اسعد بيرته يمن ته ورسېدى خپل قوم يې يهوديت ته دعوت کړى، هغو د یهودیت څخه انکار وکړى ويل: خپل دين څنګه پريږدو؟ 

 

هغه وخت د يمن خلکو او د تُبّع قوم مستقل دين نه درلودى د نورو عبادتو تر څنګ يې د اور عبادت هم کاوه، اور يې مقدس باله د اور يې عزت او احترام کاوه، حتّْی اور د دوى قاضي هم ؤ، څنګه يې قاضي ؤ؟ هغه داسي: چي دوى د اور يوه خونه درلودل چي په هغه خونه کي به همېشه اور بل ؤ، که به يو وخت د دوى په منځ کي دعوه، اختلاف او خصومت پيښ سو نو به مدعي او مدعي عليه يعني: د دعوې دواړه طرفه دغه د اور خوني ته ورغلل او د خوني دروازې ته به ودرېدل، دروازه خو به بنده وه، هغه د اور مؤظف مامور يا خادم به د اور دروازه په يوه وار پر را خلاصه کړه اور به د خپله زوره څخه په يوه وار دباندي را و وتى او اول چي به د هر يوه پر طرف ورغلى هغه ظالم ؤ او حق د هغه دوهم نفر پرطرف ؤ، دغه طريقه کاهنانو او جادوګرانو و دوى ته اېښې وه. 

 

 اوس چي د پاچا او د قوم په منځ کي د دين په سبب اختلاف پيدا سو نو يې و ويل: په اور سره به فيصله وکړو، د دغه فيصلې دپاره د يهودو عالمان چي د دعوې يو طرف بلل کېدل تورات په لاس کي ونيوى او وايي يې، د يمن کاهنان او نجوم ګران چي د دعوې بل طرف وه ټول د اور د خوني و دروازې ته ودرېدل، د اور خادم دروازه پر را خلاصه کړه اور د کاهنانو پر طرف ورغلى او دوى ځني وځغستل يا وتښتېدل، قوم يې ورته و ويل: ولي تښتى؟ دا حکم او قانون دى بايد ودرېږى کاهنان هم مجبوره سوه بيرته راغله، د اور خادم بيا دروازه پر خلاصه کړه دوهم وار بيا د اور لمبه د کاهنانو پر طرف ورغله کاهنانو دا وار ځانونه ټينګ کړه او ورته ودرېدل، مګر اور د چا مراعت نه کوي کاهنان يې پاک وسوځل، د اهلِ يمن یا د یمن د خلکو په دين او عقېده کي دا معلومه سوه چي يهوديان پر حق دي، نو دغه د اور په فيصله د يمن خلكو يهوديت قبول کړى او ټول يهودیان سوه. 

 

دا هغه معلومات وه چي يهوديت څنکه و يمن ته داخل سو.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته