تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مدينې منورې ژوند او مرحلي.
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 5, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۲۳ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ممکن د مدينې منورې ژوند او زمانه و درو مرحلو ته تقسيم کړو،

اوله مرحله: دا هغه مرحله ده چي په هغه کي فتنې او مشکلات وه، په دغه مرحله کي د داخله څخه مشکلات وه، د خارجه څخه د اسلام د دښمنانو حملې وې، چي دغي مرحلې د حُديبيې تر صُلحي پوري دوام درلودى او دغه صُلحه د هجرت د شپږم کال د ذوالقعدې په مياشت کي وه.
 
دوهمه مرحله: دا هغه مرحله ده چي د مشرکانو د مشرانو سره د حُديبيې په صلحه کي د نه تعارض يا نه جنګ کولو فيصله وسوه، چي و دغي مرحلې ته (مرحلةُ الهُدنه) ويل کيږي او دغه مرحله د هجرت د اتم کال د روژې په مياشت کي د مکې مکرمې په فتحه سره پاى ته ورسېدل او په دغه مرحله کي د شا وخوا پاچهان و اسلام ته دعوت کړل سوه. 

درېیمه مرحله: هغه مرحله ده چي په ډلو ډلو خلک د الله جل جلاله  و دين او اسلام ته داخلېدل، قبائل او اقوام په دسته جمعي او د ډلو پر شکل و مدينې منورې ته د اسلام را وړلو دپاره ورتله او په اسلام مشرفه کېدل، چي دغي مرحلې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر رحلته پوري دوام وکړی چي دغه رحلت د هجرت په يوولسم کال او د ربيع الاول په مياشت کي پيښ سو. 

ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته