تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرګ د هېرولو تاوانونه
 
  December 13, 2015
  0
راټولونکي : نصيب الله ژمن 

ددې بالمقابل چي کوم سړى مرګ په ياد نه لري او د اخرت څخه غافله وي پر(٣) درې ټوله محروميو کي اخته کېږي.

١- تسويف التوبة: يعني که د هغه څخه يوه ګناه وسي نو په توبه کولو کي ځنډ کوي او په استتغفار کي تلوار نه کوي او ډېر کله په همدغه حالت کي ده ته مرګ راسي.

٢ – ترک الرضاء بالکفاف: کله چي د مرګ يادونه نه وي نو د انسان هوس ډېريږي او دهغه د ضرورت موافق رزق باندي راضي نه وي.

بلکي د ((اهل من مزيد )) د ناروغۍ ښکار وي ، د مرګ څخه د غفلت پر بناء د فکرو سره نور فکرونه او خيالونه جوړوي ، دکوم پاى دا راووزي چي هيلي يي پرځاى پاته سي او دمرګ په راتلو سره دده د ژوند لړۍ ختمه کړئ .

٣- التکاسل في العبادة : کله چي انسان د مرګ څخه غافله وي نو په عبادت کولو کي په قدرتي ډول سستي کوي او نشاط ختم سي .اول خو عبادت بالکل نه کوي اوکه کوي يې نو په طبيعت باندي ئې ګران تماميږي، دا ګراني يوازي پر دې بناء وي چي انسان ته ددې خبري استحضار نه وي چي زموږ څخه به د مرګ وروسته ددغه مسئوليتونو په هکله پوښتنه کېږي .

او که خداى مه کړه هلته د رضا الهي موافق جواب وسو نو داسي رسوايې به وسي د کوم په مقابل کي چي د دنيا رسوايي او بي عزتي هيڅ شى هم نه ده .

(شرح الصدور ص٤٥ )
ماخذ : د الله جل جلاله څخه وشرمېږه !
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته