تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دشیخ عبدالقادر جیلاني نوراني ارشادات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 31, 2022
  0

راټولونه : حبیب الرحمن صاليحي /  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱: دعلم تقاضا عمل دی ، که تا پر علم عمل کولای نو له دنیا څخه  به تښتېدلای ، ځکه چي په علم کي یوشی داسي نسته چي هغه د دنیا پر محبت دلالت کوي.


۲: عالم که زاهد نه وي نو پرخپلي زمانې عذاب دی.


۳: مؤمن خپل اهل او عیال الله (جلّ جلاله) ته پریږدي . او منافق یې مال  او دولت ته .


۴: خپل مصیبتونه پټ ساته د الله (جلّ جلاله) نژدېکت به حاصل کړې .


۵: بهترین عمل خلګو ته ورکړه ده . نه له خلګو څخه اخیستل .


۶: ظالم په خپل ظلم سره دمظلوم دنیا خرابوي او خپل أخرت .


۷: هغه روزي چي پرهغه شکر نه وي ، اوهغه تنګي چي پرهغه  صبر نه وي ، فتنه ده .


۸: چاته چي څه تکلیف ونه رسیږي ، په هغه کي خیر نسته .


۹: د مسکینانو له خفه کولو سره دالله (جلّ جلاله)  راضي کول ممکن نه دي .


۱۰: زه د داسي مشائخو په صحبت کي پاته سوي یم چي په هغوی کي ما څوک پر خندا نه دي لیدلي .    


ماخذ : پاشلي ملغلري 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته